په ننګرهار کې د موسيقۍ له هټيو سندرې نه اورېدل کيږي

د موسيقۍ پر کاروباريانو باندې د يو لړ بمي بريدونو پړه پر مخالفينو پورې کيږي، خو مخالفين له هغې انکار کوي.

په ننګرهار کې د موسيقۍ له هټيو سندرې نه اورېدل کيږي

د موسيقۍ پر کاروباريانو باندې د يو لړ بمي بريدونو پړه پر مخالفينو پورې کيږي، خو مخالفين له هغې انکار کوي.

Musicians in Kandahar, like Nangarhar a centre of Pashtun culture. (Photo: US Navy Petty Officer 1st Class Mark O'Donald/ISAF Media)
Musicians in Kandahar, like Nangarhar a centre of Pashtun culture. (Photo: US Navy Petty Officer 1st Class Mark O'Donald/ISAF Media)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

د خليل الرحمن پښه په پلاستر کې تاوه ده او پر مخ يې لا تر اوسه د وروستيو ټپونو نښې نښانې ليدل کيږي. دا ٣٣ کلن ځوان د ننګرهار ولايت په جلال آباد کې د موسيقۍ د سي ډيګانو پلورونکى دى. نوموړى له خپل وراره سره يوځاى پر هټۍ باندې يې د بمي بريد له امله ټپي شوى و. 

هغه وويل:"موږ په هټۍکې ناست وو او چاى مو څښلې. يوغږ مې واورېد، شا مې واړوله چې څه شى دى.ناڅاپه چاودنه وشوه. يوبم وچاودېد. پښه او مخ  او د بدن نورځايونه مې د بم په ټوټو  ټپي شول."

د رحمن پرهټۍ بمي بريد د بريدونو د هغه لړۍ يوه برخه ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د موسيقي د ريکارډولو او د هغې د پلورونکو پر هټيوسرته رسيږي.  د ننګرهار په ولايت کې لږ تر لږه پر نورو پنځلسو هټيو داسې بريدونه شوي، چې خلک ورته د مخالفينو د کمپاين په سترگه گوري. طالبان موسيقي يو غير شرعي عمل بولي.

رحمن وويل: "زما هټې له بيخه ويجاړه شوې او پکې ټولوشيانو ته زيان رسيدلى دى. "

هغه نه غوښتل  پر چا د بريد پړه واچوي، خو ويې ويل، "هيچا دمخه نه يو ګواښلي. زه څه ووايم؟  هغه ظالمان دي. نه مو پريږدي خپلو اولادونو ته يوه مړۍ ډوډۍپيدا کړو."

رحمن وويل په پام کې لري، د ټپونو له رغېدو وروسته هټۍ بېرته پرانيزي، خو په دې پوهيږي، چې پخوانۍ دنده نوره سرته رسولاى نشي.

هغه وويل: "تر اوسه مې نه ده پتېلې په هټۍ کې څه شى وپلورم. خو نه غواړم  نور د موسيقۍکسيټې خرڅې کړم."

د ننګرهار ولايت مرکز د جلال آباد د ښار د موسيقۍ د ټولنې مشر، عبدالغني وويل، له اتو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د موسيقۍ کاروبار  له سخت زيان سره مخامخ شوى دى.

هغه وويل: "تر اوسه په جلال آباد کې د موسيقۍ پلورلو ١٥هټۍ په بمي بريدونو کې الوزول شوي دي. د نورو پنځو هټيو خاوندانو له ډاره خپلې هټۍ تړلې دي."

عبدالغني وويل، هغه نه پوهيږي بريدونه څوک سرته رسوي. خو څرګنده ده، چې "هغوى د پښتنو د موسيقۍ، ژبې، شاعرۍ او ادبياتو دښمنان دي."

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، اورنګ صميم د موسيقي پر هټيو د بريدونو له امله اندېښنه څرګنده کړه. هغه تر يوې اندازې پخپله د موسيقۍ کاروباريان له بهر څخه د راوړل شوو نامناسبو سي ډيګانو د پلورلو له امله هم پړ وبلل. دغه کار ياغي ډلې بريدونه ته هڅوي.

هغه وويل: "زموږ ټولنه يو دوديزه اسلامي ټولنه ده. دې ټولنې ته بايد څوک د لويديځې ټولنې له لوري ونه ګوري."  

عبدالغني له دې ادعاګانو انکار وکړ چې ګوندې هټيوالو (غير اخلاقي) فلمونه پلورل.

هغه وويل: "ما په دې اړه يوه غونډه جوړه کړې وه. ما ټول هټيوال راغونډ کړي وو او ورته مې ويلي و، چې بايد غيراخلاقي فلمونه او سي ډيګانې ونه پلوري. هغه زموږ راتلونکى، زموږ د ځوانانو راتلونکى او زموږ د کوچنيانو راتلونکى خرابوي. که کومې هټې داسې فلمونه وپلورل نو بيخي به وتړل شي. ما له هغوى څخه په دې اړه ليکلې ژمنې هم واخيستې."

هغه وويل، په هر ترتيب، "په دې هټيو کې نه يوازې د موسيقۍ سي ډيګانې او فلمونه پلورل کيږي. هلته د پاک قران د تلاوت، ديني ترانو، ديني موعظو، ملي ترانو سي ډيګانې او د تاريخي او جغرافيايي معلوماتو په اړه کسيټې او نور هم پلورل کيږي. زه نه پوهيږم چې ددې کار سرته رسوونکي يوازې منفي اړخ ته ګوري او مثبتو اړخونو ته هيڅ پام نه کوي."

زياتره څارونکي ددې کار پړه پرطالبانو اچوي  او هغه بنديز ته ګوته نيسي چې په افغانستان کې د هغوى د واکمنۍ پر مهال پر موسيقۍ لګيدلى و.  هغه مهال د طالبانو راديو يوازې خبرونه او ديني پروګرامونه خپرول، موسيقۍ ته پکې هيڅ اجازه نه وه.  

افغانانو له بنديز سره سره له نورو راديوګانو څخه په پټه موسقي اورېده او په کورونو کې يې ټيپ ريکارډرونه اورېدل.

د ننګرهار يو پخواني سندرغاړي، چې ويې غوښتل نوم يې وانه اخيستل شي، وويل، تر درې کلو دمخه پورې د موسقيۍ کاروبار ښه و. وروسته مخ په خرابيدونکي امنيت پر  موسيقۍ ناوړه اغېز وکړ.

هغه زياته کړه، سندرغاړي زړه نه ښه کوي، د ننګرهار ليرې پرتو سيمو ته د خوښۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره لاړ شي. نوموړي زياته کړه، "آن کله چې په  ښار (جلال آباد) کې ودونو ته ځو، هره شېبه ډاريږو چې کوم بم ونه چوي."

د نومونو له ښودلو پرته نوموړي هنرمند وويل: "هغه چا تل له سندرغاړو سره دښمني کړې، چې انسانان يې وژلي، د هېواد شته مني يې لوټ کړې او په زرګونه نور جنايتونه يې سر ته رسولي دي."

د طالبانو يو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل، د طالبانو غورځنګ د موسيقۍ پر هټيو د بمي بريدونو مسؤوليت په غاړه نه لري.

هغه وويل: "زموږ پاليسي دا نه ده چې د وينې د تويولو له لارې د موسيقۍ مخه ونيسو. دا کار له موږ  څخه خلک ليرې کوي. اغيزمن کار دادى چې د تبليغاتو له لارې موسيقۍ ته د پاى ټکى کښيودل شي."

مجاهد وويل، کېداى شي نورې ډلې د طالبانو د نفوذ د کمولو لپاره داسې کارونه سرته ورسوي. 

مجاهد وويل: "موږ هم  هڅه کوو دا ډله ونيسو، ځکه د اسلامي شريعت له مخې د کوچنۍ ګناه [د موسيقۍ اورېدل] په وړاندې وژل مناسبه سزا نه ده. "

په داسې حال کې چې بريدونو د خلکو مخه نيولې چې د موسيقۍ په هټيو کې راټول شي او د نوو سندرو او موسيقۍ په اړه خبرې اترې وکړي، خو وايي چې هيڅ شى له موسيقۍ سره د افغانانو د مينې خنډ کېداى نشي. 

د خوګياڼيو د ولسوالۍ اوسيدونکى او د نغمې د غږ مينه وال، ٢٥ کلن خداى نور ددې خلکو په ډلې کې و، چې د موسيقي د يوې هټۍ په مخکې ولاړ و.

هغه وويل: "دا د خبرو لپاره ښه ځاى نه دى. راځه له دې ځايه وړاندې لاړ شو. کېداى شي د کوم بمي بريد ښکار شو."

له هټۍ يو څه وړاندې هغه وويل: "که آن هغوى هټۍ هم وتړي، ډاډمن يم چې خلک به لا هم موسيقي واوري. د طالبانو په واکمنۍ کې موږ کسيټې له پاکستان څخه راوړې. دا ناشونې خبره ده چې څوک د موسيقۍ له اورېدلو منع شي."

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists