په مزار شريف کې نوې نښتې

د سيالو جګړه مارانو د ملاتړو تر منځ د تېرې اوونۍ جګړې په شمالي ولايتونوکې تاو تريخوالى په ګوته کوي.

په مزار شريف کې نوې نښتې

د سيالو جګړه مارانو د ملاتړو تر منځ د تېرې اوونۍ جګړې په شمالي ولايتونوکې تاو تريخوالى په ګوته کوي.

Wednesday, 16 November, 2005

دتېرې اوونې په وروستيوکې د مزار شريف په ښا رکې د عبدالرشيد دوستم او د يو سيمه ييز قوماندان د وسله والو تر منځ ډله ييزې جګړې رامنځته شوې.


دا جګړې د مارچ د مياشتې په ١١ نېټه د مزار شريف د ښار په شل کيلومترۍ کې، د سرې او برښنا د فابريکې په شاوخوا کې رامنځته شوې، چې د يو سرتېري د مړينې او د يو ملکي سړي په ګډون، د نورو څلورو تنو د ټپي کېدو سبب شوې. د جګړې په بهير کې دوستم او د هغه د ډلې د لوړپوړو چارواکو کورنه لوټ او يو شمېر يي ړنګ شول.


دا پېښه، لوديځ ته ٢٠٠ کيلومتره وړاندې د ميمنې د تېرې اوونې له پېښې وروسته، رامنځته شوه، چې په هغې کې د دوستم پلويانو د فارياب والي له ولايت څخه وتلو ته اړ کړ.


وروستې نښتې په سيمه کې تاوتريخوالى په ډاګه او په شمالي ولايتونو کې نازکې سولې ته ګوته نيسي. په سيمه کې امنيتې ځواکونه د غچ اخيستلو لپاره بوڅ ناست دي. د ملګرو ملتونو او ناتو ترملاتړ لاندې د ولايتي بيارغاونې د ډلې له خوا څيړنې پيل شوي دي.


په دې سيمه کې د سرې او برښنا فابريکه پرته ده او څو زره تنه په کې استوګنه کوي. دا سيمه زياته موده د دوستم د ملاتړ ځاى و، چې هلته د اوسېدو کور هم لري.


د ښکيلو قوماندانانو او د پېښې د ليدونکو په وينا جګړه له نيمې شپې لږ څه دمخه، هغه مهال پيل شوه، چې د جمعيت اسلامي پلوي ځواکونو د دوستم او دهغه د پلويانو په کورونو بريد وکړ.


وسله والو ساتونکو په غبرګون کې ډزې وکړې، جګړه پيل شوه او درې ساعته يي دوام وکړ. جګړه هغه مهال ودرېده، چې د دوستم پلويان له سميې شپږ کيلومتره ليرې ولاړل د دوستم مرستيال، عبدالمجيد روزي وويل: "يوزيات شمېر سرتېرو د سرې او برښنا په فابريکه کې زموږ په په سړيو بريد وکړ. هغوى د دوستم د کور په ګډون، د جنبش د غړيو لس کورونه تالا کړل."نوموړي وويل، چې بريد کوونکي د ملي اردو سرتيري نه وو، هغه په جمعيت اسلامي پورې اړوند کسان وو.


جنبش ملي،چې د دوستم له خوايي مشري کيږي او جمعيت اسلامي د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يو د بل دښمنان دي.


روزي ادعا وکړه، چې دوه تنه سرتيري يي وژل شوي او يو تن سرتېرى او يوملکي وګړى ټپي شوي دي، خو نور مرګ او ژوبله يي تاييد نه کړه. هغه ګوته وڅنډله، چې که چېرته حکومت ډېر ژر د بريد کوونکو په پېژندلو او هغوى ته په جزا ورکولو کې پاتې راشي، نو د دوستم پلويان به غبرګون وښيي.


د جمعيت اسلامي تنظيم، يو قوماندان، محمد شفيع وايي، د هغه سرتېرې سيمې ته د کلي د امنيت د ټينګولو لپاره تللي وو، ځکه هغوى ډار درلود، د فارياب د تېرې اوونۍ تر بريد وروسته به د دوستم د پلويانو له خوا به تر بريد لاندې راوستل شي. شفيع وايي: "موږ له هغه مخکې چې هغوى راباندې، لکه د فارياب په څېر بريد وکړي، د سرې او برښنا فابريکه ونيوله. موږ هغوى له سيمې وايستل." نوموړى وايي، چې دوه تنه سرتيري يي په دې جګړه کې ټپيان شوي دي.


يو چا، چې کور يي لوټ شوى و او د غچ له ډاره د خپل نوم له څرګندولو څخه ډډه کوي، آى ډبليو پي آر ته وويل، سرتېرې د هغه کور ته ننوتل او يو شمېر ميلمانه يي يرغمل نيول. هغه وويل، ميلمانه له وهلو ټکولو وروسته خوشې کړاى شول. سرتېرو هر ګرانه بيه څيز له ځان سره واخيست، کړکۍ، دروازې او څوکۍ يي ماتې کړې. نوموړي وويل: "هغوى راغلل او زما کور يي لوټ کړ. د کور دروازه يي ماته کړه. زما کمپيوتر، يو څو غالۍ، تلويزيون او نور ګران بيه شيان يي يي را څخه غلا کړل."


هغه ويل، ميلمانه يي چې ازبکان وو، په تخار کې د خپلو کورونو په لور ولاړل. دوستم هم په خټه ازبک دى.


شفيع د لوټ او تالان څخه انکا روکړ. هغه وويل: "موږ کوم کور نه دى تالا کړى. خو څه شى چې مو کړي، هغه دادي، چې يو سل کورونه مو ظبط او د سرې او برښنا د فابريکې مامورينو ته مو ورکړل."


دې جګړو د خلکو په منځ کې ډار او ترهه پيدا کړې او د نښتو او تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو غوښتنه کوې.


د سرې او برښنا يو اوستوګن، ٢٣ کلن احمدولي وايي: "موږ نه جمعيت اسلامي غواړو او نه جنبش ملي. موږ سوله او امنيت غواړو. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې ژر تر ژره ملي اردو دلته راواستوي، تر څو امنيت ټينګ کړي"


د فابريکې يو کارګر، زمان وايي: "جګړه ماران غواړي دخلکو امنيت د ټوپک په زور ګډوډ کړي. جګړو خلک وډارول. موږ له نيمې شپې څخه تر سهار پورې ويښ ناست وو."


د ملي پوليسو يو غړي، سمونوال عبدالاحد د اپرېل په ١٢ وويل، چې اوس د هغوى ځواکونو د سرې او برښنا امنيت په لاس کې نيولى دى او ژوند څه ناڅه بېرته عادي شوى دى. هغه وويل: "پوليس د سيمې چارچاپېره اچول شوي او د ښوونځيو دروازې بېرته دي. موږ خلکو ته ويلي، چې کولاى شي، جوماتونو ته راشي."


د ولسمشر حامد کرزي دوو تنو پلويانو وويل، چې سوله او منيت به هله په سيمه کې تا مين شي، چې د سپتمبر له ټول ټاکنو دمخه مرکزي حکومت خپل واک دلته غښتلى کړي. د ترانسپورت وزير، سيد محمد علي جاوېد وايي: "باور وکړئ، دا تاوتريخوالى، ګډوډي، بېنظمي او جګړې به ډېره موده دوام ونه کړي. مرکزي حکومت به په ورو ورو بريالى شي، چې ټول هېواد تر کنترول لاندې راولي."


جاوېد خلک کرارۍ ته راوبلل او ويي ويل: "که خپل ملي يووالى مو ټينګ نه کړ، نو نه به په خپلو پښو ودرېږو او نه به خپل هېواد ودان کړاى شو."


د حرکت اسلامي د ډلې مشر، آيت الله محمد آصف محسني د جاوېد احساسات غبرګ کړل، ويي ويل: "مرګ په ټوپک او جګړې، موږ نور په خپل هېواد کې ټوپکيان نه غواړو."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists