په لارو کوڅو کې د سرغړونو په وړاندې د گام پورته کولو سپارښتنه

ښځې وايي، په عام محضر کې له پرله پسې ځورنې سره مخ دي.

په لارو کوڅو کې د سرغړونو په وړاندې د گام پورته کولو سپارښتنه

ښځې وايي، په عام محضر کې له پرله پسې ځورنې سره مخ دي.

IWPR
IWPR
Saturday, 11 March, 2017

په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون محصله، شل کلنه نجلا د خپل تحصيلي سند د ترلاسه کولو له امله اندېښمنه ده.

 هغه وايي، د پوهنتون په انگړ کې پرله پسې جنسي ځورونې هغې ته د سياسي علومو د تحصيل بشپړول نژدې ناشونې کړي دي.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه د لوست په خونه کې هم ځورول کيږم او خپه کېږم. له پرله پسې ځورونې سره مخ يم. د فيسبوک يو اکونټ لرم، کله چې خپل انبکس پرانيزم، گورم چې هلکانو راته نامناسب او وحشي انځورونه، ويډيوگانې او پيغامونه راستولي. دا کار مې ډېره پاروي او خپه کوي مې.»

د هغې يوه همټولگيواله، ٢٤ کلنه نوريه وايي، د سمو جامو اغوستل د هغې د ځورونې مخه نشي نيولای.

سره له دې چې هغه هره ورځ پوهنتون ته په بورقه کې ځي، خو وايي له استاد يا څنگ ته ناست له خپل همټولگيوال سره خبرې جنسي تړاو ته لار پيداکوي.

نوريې وويل: «په پوهنتون کې يو استاد و چې ما ورته د خپل پلار په سترگه کتل. يوه ورځ هغه له ما څخه د نه منلو غوښتنه وکړه، آن چې زما په تصور کې هم نه راتله. زه تر دې کچې غوسه او خپه شوم چې له درسي خونې څخه ووتم او بيا يې درس ته هيڅ لاړه نشوم.»

جنسي ځورنه په افغاني ټولنه کې ډېره زياته ده او لامل يې فرهنگي محافظه کارانه دودونه دي، چې زياتره له کوره بهر د ښځو ژوند تريخوي. 

يو قانون، چې د لومړي ځل لپاره به جنسي ځورنه د جنايي جرمونو په ليکه کې شامله کړي، د ٢٠١٦ کال په نومبر کې پارلمان تصويب او د ولسمشر توشيح ته استول شوی دی.

له زياترو خلکو سره د قانون د نه پلي کېدو ډار موجود دی. په افغاني ټولنه کې، دمخه تر دې چې هر رغنده بدلون ته لار هواره شي، ښايي پخوانۍ منل شوې او دوديزې موضوعگانې هوارې شي.

د مدني ټولنې فعالې، مريم زرمتي وويل: «زياتره مېرمنې په لارو کوڅو او د کار په ځای کې د جنسي ځورونې قربانيانې دي.» هغې زياته کړه، د کورني چاپېريال په دننه کې ورته د جنسي ځورنې او تيري ډېر رپوټونه رسېدلي دي.  

هغې وويل: «ما لا دمخه د جنسي ځورنې په اړه دا اندېښنې د ښځو د چارو له وزارت، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کميسيون او نورو اړوندو موسسو سره شريکې کړي دي، خو هغوی دا موضوع ډېره جدي نه ده بللې. اوس دا ستونزه ډېره لويه شوې او بريښي چې زموږ ټولنه له يوې جدي ننگونې سره مخ ده.»

زرمتي وويل، د هغه په اند يوه موضوع دا ده چې ځوانان بايد ډېر انتظار وباسي، ترڅو پوره پيسې ورسره پيدا او بيا واده وکړي.

د واده لوړ ولور په افغانستان کې د بېوزلو کورنيو په وړاندې لوی خنډ دی. له دې امله زياتره ځوانان اړ کيږي چې په ناقانونه توگه د کار لپاره له هېواده بهر لاړ شي او د واده لپاره پيسې ټولې کړي.  

هغې په دوام وويل، د جنسي محروميت له امله «هغوی غواړي خپلې غوښتنې او اړتياوې په ناسمې لارې تر لاسه کړي، چې د افغاني فرهنگ او اسلامي قوانينو او ارزښتونو دواړو په خلاف دي.»

ديني عالم مولوي عبدالظاهر له دې سره موافق دی چې جنسي بې برخي توب د دغه ستونزې يو لامل دی. هغه [د جوماتونو] پر امامانو او والدينو غږ وکړ چې ځوانانو ته د دغو ناسمو اخلاقو په اړه پوهه او معلومات ورکړي.   

هغه وويل: «د واده لوړ ولور او په افغاني ټولنه کې نور غيراخلاقي دودونه په بشپړ ډول له اسلام سره مخالف دي.»

ځينې خلک وايي، جنسي ځورونه له ښځو څخه د کرکې او د زور او کنترول د نورو لويو موضوعگانو  محصول دی، چې له امله يې له کوره بهر کارکوونکې ښځې په ځانگړي ډول بېچاره کيږي.

د ... اتلس کلنې فيروزې په نامه يوې کارکوونکې وويل: «کله چې له کوره دفتر ته ځم او بيا بېرته کور ته راځم په لاره مې تل ځوانان او سړي ځوروي او کړوي. ډېره تر فشار لاندې يم.»

دغه کار د هغې ذهني روغتيا ته زيان رسولی او تل له ډار سره مخ ده.

هغې وويل: «کله چې دفتر ته په لاره روانه يم، سړي مې ځوروي او پرزې راباندې وايي، لکه: (راځه ما سره لاړه شه،  د تېليفون شمېره دې څو ده...) موټرونه راپسې روان وي او ځوروي مې. يو شمېر نارينه راپورې ملنډې وهي او خپه کوي مې او پوښتنه راڅخه کوي: دا جامې دې ولې لنډې دي، پوړني ته دې وگوره. ځينې يې راته شپلاق وهي.»

د ښځو د چارو په وزارت کې مطبوعاتي سلاکاره، احمدي وايي، په داسې حال کې چې جنسي ځورونه او بريدونه يوه ستره ننگونه ده، خو له دې سره سره يې د ډېرو پېښو په اړه رپوټ نه ورکول کيږي.

هغې وويل: «تېرکال مو د جنسي تيري ٤١ پېښې او د ښځو د جنسي ځورنې ٣٦ پېښې ثبتې کړې دي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د حقونو د ځانگې مشرې، لطيفې سلطاني وويل، هغوی ته هم د جنسي ځورنې په اړه ډېر شکايتونه راغلي، خو کره شمېره يې په لاس کې نه درلوده.

د کابل د پوليسو د جنايي جرمونو د څېړنې رئيس، فريدون عبيدي آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ په تېرو شپږو مياشتو کې د جنسي تيري څه ناڅه ٣٠ پېښې ثبتې کړي دي.»

هغه وويل، له هغه چا سره چې جنسي ناوړه چلن وشي، بايد رسما د پېښې په اړه شکايت وکړي، ترڅو عدالت تامين شي او سرته رسوونکي يې يوه بېلگه شي.

عبيدي وويل: «زه پر خلکو غږ کوم چې پوليسو ته مراجعه وکړي او له هغه چا څخه شکايت وکړي چې ځورولې يې وي، ترڅو مجرمانو ته له قانون سره سم سزا ورکړل شي.»

Frontline Updates
Support local journalists