په كلاشينكوف باندې د افغاني هيرويينو بدلېدل

افغان لېرې پروت ولايت اروپا ته د هيرويينو د وړلو او په بدل كې طالبانو او نورو ملېشو ته د وسلو د راوړلو په سترمركز اوښتى دى.

په كلاشينكوف باندې د افغاني هيرويينو بدلېدل

افغان لېرې پروت ولايت اروپا ته د هيرويينو د وړلو او په بدل كې طالبانو او نورو ملېشو ته د وسلو د راوړلو په سترمركز اوښتى دى.

. دا سيمه يو لږ څه پراخه ده، خو د پنج د سيند اوبه په كې خوار تېزې بهيږي. دا سيند په تاجيكستان پورې اړوند بدخشان له افغاني بدخشان څخه په طبيعي توګه بېلوي. د سيند دواړو خواو ته د پامير دنګ غرونه پراته دي. ددې غرونو لوړې څوكې، چې د نړۍ بام يي يادوي، دا سيمه د نړۍ له نور برخو څخه بېلوي.



هغه مهال چې پنځه كاله دمخه دا بازار پرانيستل شو، پولې ته څېرمه د تاجيكستان پرتو خلكو د خوښۍ احساس وكړ، چې اوس به د سيند هغې غاړې ته له خپلو خلكو سره يو ځل بيا اړيكې ټينګې كړي. دا سيمه د پخواني شوروي اتحاد له خوا لسګونه كلونه وړاندې د جګړې او كمزوري اقتصاد له امله له دې سيمې څخه جلا شوې وه.



يوشمېر خلك له دې امله ډېر خوښ و، چې تاجيكستان به خپله پوهه او تخنيك له افغاني ورونو سره شريك كړي.



له هغې راوروسته د پوهې اوتجربو دا راكړه وركړه دوه اړخيزه شوه، خو نه لكه هغسې چې هيله يي كېده.



د پنج د سيند په سيمې كې په دې ناغوښتلي سرحد كې په خپل سر جوړ شوى بازار د نړۍ په كچه د هيرويينو په وړاندې د وسلو د بدلون په يو ډېر لوى مركز واوښت.



د مافيا ځايي ډلې د سيند په منځ كې داسې معاملې كوي، چې له لارې يي د افغاانستان په سويل كې طالب جنګيالي، القاعده او همدارنګه په پراخې سيمې كې د ملېشو نورې ډلې وسله والې كيږي. په روسيې كې د جوړو شوو وسلو په بدل كې افغاني هيرويين تبادله كيږي، چې ښايي د اروپايي هېوادونو په لارو كوڅو كې پلورلو ته وړاندې شي.



د ګډ بازار په نوم مشهور شوى دا ځاى په څه ناڅه ۲۰۰۰ متره مربع ځمكه كې پروت دى او شاوخوا ترې سمنټي ديوالونه راتاو شوي دي.



سرحدي پوليس سيمې ته د خلكوتګ راتګ كنترولوي. يو لوري ته تاجيك افسران او بل لوري ته افغاني افسران پراته دي.



د بازار دننه ځايي سوداګر د خرڅولو توكي په لاسي اوبدلوغاليو باندې ږدي. له تاجيكستان څخه خوراكي توكي، لكه وچ توتان، مڼې اوبادام او د افغاني سوداګرانو له لوري د امونو كينو او مالټو په څېر له پاكستان څخه زياتره راغلې نااشنا مېوې د خرڅلاو لپاره ايښوول كيږي.



پېړې اوبدل شوې پاميري رنګه جرابې، چې ځايي خلك يي په ژمې كې په لاسوي، له ارزان بيه جامو سره تبادله كيږي. البته په بيو كې د چنووهل يوه معمولي خبره ده.



خو اصلي او حقيقي راكړه وركړه د پردو تر شا تر سره كيږي. قاچاق وړونكي له شمالي لوري څخه ګران بيه غمي او وسلې راوړي او له افغاني لوړ كيفيته هيروينو سره يي تبادله كوي.



د محمد اسلم (مستعار نوم) په نوم د يو افغاان سوداګر د وينا له مخې كاروبار مخ په غوړېدو دى.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په دې ورځو كې زما عايدات دوه برابره شوي دي. له يوې خوا دهيرويينو (د خرڅلاو) له لار پيسې ګټو او له بلې خوا افغانستان ته وسلې وړو او د سويل په قاچاق وړوكو باندې يي په لوړه بيه پلورو.))



دا بازار د كتنو ليدنو مركز دى. دلته يو له بل سره اړيكې نيول كيږي او معاملې سرته رسيږي. خو شيان او توكي هلته نه زېرمه كيږي. محمد اسلم وايي قاچاق وړونكي د خپلو توكو نمونې راوړي او وروسته يي په بيې او اندازې باندې يوې پرېكړې ته ر سيږي.



هغه وويل: ((كله چې په معاملې روغه جوړه وشوه، نو يو څو روپۍ د پېشكۍ په توګه وركول كيږي او د پاتې توكو د تبادلې لپاره ټاكلى وخت اوځاى په نښه كيږي.))



د قاچاق وړونكي د وينا له مخې بيې څه ناڅه ثابتې او سټندرد وي.



هغه وويل: ((اتوماتيكې وسلې، چې روسان يي راوړي زياتره كله كوف وي، چې د كلاشينكوف په پرتله ګران بيه دي.))



كله كوف د كلاشينكوف وروستى موډل دى، لكه AK-74 چې د زړې AK-47 په پرتله زياته بيه لري.



هغه وويل: ((موږ يو كيلوګرام هيرويين د لسو كله كوفو او يا ۱۵ (زاړه مودل) په وړاندې تبادله كوو. له هغې وروسته يي د نغدو پيسو يا هيرويينو په وړاندې له كندهار يا هلمند څخه په راغلو قاچاق وړونكو پلورو.))



څنګه چې ياغيان د وسلو په وړاندې ډېر ډالر وركوي، نو له دې امله سوداګر په دې كار كې ښه ګټه كوي.



هغه دوام وركړ: ((په داسې حال كې چې موږ يو كيلو ګرام هيرويين د لسو كله كوفوو په وړاندې تبادله كوو، طالبان راته د پنځو شپږو ټوپكونو په وړاندې يو ګيلو ګرام هيرويين راكوي. (په دې كار كې) هرڅوك ګټه كوي.))



ټوپكونه د اسانه ليږدونې لپاره پرزه، پرزه راوړل كيږي.



محمد اسلم وويل: ((هغه پرزه، پرزه راوړل كيږي او په همدې ډول يي موږ افغانستان ته وړو. كله چې يو كلاشينكوف د بدخشان مركز، فيض آباد ته ورسولاى شو، نو د ۲۰۰ ډالرو په وړاندې يي پلورو، خو همدا وسله په جلال آباد كې په سلو كې پنځوس زياته بيه كوي.))



وسله د هيرويينو په وړاندې له خطرڅخه ډك يو كسب دى.



هغه وويل: ((د زياتې اندازې هيرويينو او زيات شمېر وسلو د تبادلې ځاى تل پټ او محرم وي. كه معامله ډېره غټه وي، نو د خپل امنيت لپاره زيات شمېر وسله وال له ځان سره وړو. بيا خپل مالونه په خرو او كچرو باندې ليږدوو.))



لاره هغومره له ستونزو ډكه وي، چې يوازې كوچني او چټك څاروي دغرونو څوكو ته په ډېرو كوچنيو اونريو لارو تګ راتګ كولاى شي.



قاچاق وړونكي د پوليسو او د قانون د نورو پلي كوونكو چارواكو پروا نه لري.



د محمد اسلم تير تاريخ د اقغانستان د زيات شمېر وسله والو ملېشو په ډلې كې له (جنګ سالار) څخه هغومره كم نه و. هغه يو څه سودمن اړيكي لا تر اوسه ساتلي دي.



هغه وويل: ((موږ په سيمې كې وسله وال ملاتړي لرو، چې هغوى بيا په خپل وار د يو شمېر چارواكو تر تخرګ لاندې دي. همداشان موږ په حكومت كې زاړه ملګري لرو. هرڅوك خپله، خپله برخه تر ګوتو كوي.))



وسلې د هېواد سويل ته مخه كوي، خو ټولې يوازې طالبانو ته نه وركول كيږي.



د محمد اسلم تر څنګ د ميرعلم په نوم يو سړى ولاړ و. هغه په ختيځ كې د ننګرهار ولايت له سره رود څخه راغلى و. هغه د وسلو يو بار موټر ته پورته كړ او غوښتل يي لږه شېبه وروسته په يو روسي موټر كې سويل ته ولاړ شي.



هغه وويل : ((زه د يو ښه سوداګر په لټه كې يم. هرڅوك چې وي، وي به. موږ ته توپير نه كوي. زياتره طالبان ښه مشتريان دي. خو موږ دا وسلې په پاكستان كې د لنډي كوتل ماركيټ ته هم استوو او هلته يي په نړيوالو قاچاق وړنكو پلورو.))



له لنډي كوتل څخه، چې د خيبر د لويې لارې په لوړه كې پروت دى، بيا دا وسلې د نړۍ د ټولو راديكالو ډلو لاسونو ته رسيږي. ميرعلم داسې وويل: ((لنډى كوتل په سيمې كې د وسلو تر ټولو لوى ماركيټ دى. مجاهدين او القاعده وسلې د فلسطين، كشمير او د جګړو نورو ليكو ته استوي.))



د هر ډول نور كاروبار په څېر تقاضا د بيو په ټاكنو كې رول لري.



ميرعلم وويل: ((كله چې عربان پاكستان ته راشي، نو بيې لوړيږي.))



د بيو لوړېدل او پورته كېدل او نوسان چې هر څومره وي، خو دا كاروبار خورا ګټه لري. څرنګه چې وسلو ته ډېره تقاضا شته، نو له دې امله د نشه يي توكو له خرڅلاو څخه ډېر ښه دى.



ميرعلم وويل: ((له هيرويينو سره د وسلو د تبادلې له لارې تر هغې زياته ګټه لاسته راځي، چې موږ يي مازې د هيرويينو د پلورلو له لارې تر لاسه كوو. هر ځلې چې وسلې د هيرويينو په وړاندې تبادله كيږي، نو دواړه لوري له وسلو او هيرويينو څخه گټه تر لاسه كوي. دا يو ښه كاروبار دى. ماته داسې خلك معلوم دي، چې ددې تجارت له لارې يي په دوبى او عربي هېوادونو كې لوكسې ماڼۍ او ځايونه جوړ كړي دي.))



ډېره ګټه د هغه لوړپوړو چارواكو لاس ته ورځي، چې د حمايت چارې تر سره كوي. هغه وويل: ((لوى قاچاق وړونكي په افغانستان، پاكستان او منځنۍ اسيا كې د حكومتي چارواكو تر حمايت لاندې دي. دا قاچاق وړونكي زياتې پيسې وركولى شي. خوموږ هم تر هغوى كم نه يو.))



د پولې بلې غاړې ته هيرويين تاجيكستان او له هغه ځاى څخه د روسيې د منځنۍ اسيا هېوادونو او اروپايي بازارونو ته قاچاق كيږي. دا سوداګري د لارې په اوږدو كې ډېره ګټه كوي، خو هغه خلك يي چې د افغان – تاجيكستان له پولو اړوي، هغومره نه ګټي.



يو تاجيكي قاچاق وړونكي وويل: ((موږ ته هغومره ګټه په لاس نه راځي. زموږ دنده له پولې څخه دې خوا ته د هيرويينو د كڅوړو اړول دي. بيا د روسيې مافيايي ډلې راځي، چې زياتره يي د پوليسو موټرې لري. هغوى له موږ څخه هيرويين اخلي اوټوپكې راكوي او بيا وروسته يي اروپا ته ليږدوي.))



نوموړي زياته كړه: ((په ټوله لاره كې موږ بډې وركوو. روسان يي هم وركوي، خو هغوى دا بډې لوړ پوړو چارواكو ته وركوي. د بډو نه وركول ناشونى كار دى.))



په تېرو كلونو كې زياتره په بدخشان كې كوكناركرل كېدل، پروسس كېدل اود هيرويينو خام توكي او خپل اپين يي بهر ته لېږولو. اوس د هېواد په سويل، په تېره بيا په هلمند كې د كوكنارو د كركيلې د زياتوالي او په بدخشان كې د بريالي كمپاين له امله دا ولايت د نورو ولايتونو په پرتله له كوكنارو څخه پاك دى.



د بدخشان د ولايت د اشكاشم د ولسوالۍ يو اوسيدونكې د نوم د نه څرګندولو په شرط د ليدونكو ډله له خامواپينو څخه د هيرويينو د جوړولو د پروسس ځاى ته يوړل.



هغه وويل: ((له دريو كلونو راهيسې د هيرويينو د جوړولو يوه كوچنى لابراتوار لرم. مور او پلار او ورونه مې د هغې په قاچاق كې ښكېل دي. هغوى له دې لارې زياتې پيسې لاس ته راوړي.))



نوموړى لابراتوار په ډېر ساده ډول تر ځمكې لاندې په يوې خونې كې جوړ شوى دى. په هغې كې شپږ بېرلونه، د پرېمنځلو يوڅو لوښي، د ځبېښلو ماشين او د اپينو كڅوړې لري.



هغه وويل: ((لومړى له اتلسو څخه تر ۳۶ كيلو پورې اپين په هر بېرل كې اچول كيږي او تر دوو يا دريو ورځو پورې په اوبو كې ايشول كيږي. له هغې وروسته لاس ته راغلې خميره ځبېښل كيږي اوتر لمر لاندې وچه او د خاصو تېزابو په زياتولو په سپينو پوډرو اوړي.))



د نشه يي توكو د يو قاچاق وړونكي د وينا له مخې يو كيلو اپين له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالرو پورې بيه لري. د يو كيلو هيرويينو د جوړولو لپاره له پنځو څخه تر اوو كيلو پورې خام اپين په كاريږي. دا هيرويين بيا د پنج د سيند په بازار كې تر دوو زرو ډالرو پورې خرڅيږي. هغه مهال چې سم سوتره د تاجيكستان له پولو واړوي، نو بيه يي تر پنځو زرو ډالرو پورې رسيږي.



د اروپا او د متحده ايالتونو په كوڅو كې د هغې بيه بې خړته لوړيږي.



د بدخشان والي برالا وايي، چې په بدخشان كې يي د نشه يي توكو د پروسس او قاچاق په بندولو وسه نه رسيږي. ددې غرني ولايت زياتره برخې ليرې پرتې او رسېدل ورته ګران دي. او په يوې بېرنګه بيروكراسۍ كې راكښېل دى. له دې امله د هغې د مخې ډب كولو خبره ګرانه بريښي.



د بدخشان والي، عبدالمجيد وويل: ((څنګه چې سرحد په مستقيمه توګه د كورنيو چارو د وزارت له خوا اداره كيږي، زه د كوم مسؤوليت احساس نه كوم. ًبدخشان د پوځي كلا په څېر دى. زه د هغې د دروازې په ساتونكو كوم كنترول نه لرم.))



نوموړي والي وكړاى شول، چې په ۲۰۰۷ كال كې په هغه ولايت كې د كوكنارو كركېله په سلو كې ۷۲ ته راټيته كړي. بدخشان يي د اپين د ستر توليدونكي ولايت څخه له كوكنارو څخه د يو پاك ولايت په توګه اعلان كړ.



خو عبدالمجيد نشي كولاى چې د قاچاق په سوداګرۍ غاښ ولګوي. هغه په بدخشان كې د هيرويينو د لابراتونو شتون مني.



د هغه ولايت د والي د وينا له مخې تر هغه چې اداري سيستم بدل شوى نه وي او سرحدي پوليس د هغه تر لاس لاندې نه وي راغلي، د قاچاق په لارو باندې د ګزمو كولو وسه نه لري.



هغه زياته كړه، لابراتورونه په ليرې پرتو سيمو كې فعال دي او د پوليسو لاس ورته رسېدلاى نه شي.



هغه وويل: ((بدخشان هغومره غرنى ولايت دى، چې په ځينو ځايونو كې خلك سرك ته د رسېدلو لپاره دوه، درې ورځې لاره وهي. دا لابراتوارونه يو دايمي جوړښت نه لري. هغه يو څو بېرله او د پرېمنځلو يو څو لوښي لري. كه پوليسو ته د هغې په باره كې خبر ورسيږي، نو په اسانۍ بل ځاى ته لېږدول كېداى شي. له دې امله يي كنترول ستونزمن دى.))



د سرحدي پوليسو قوماندان، جنرال عبدالرحمن رحمن په شمال كې د منظمو جنايتونو د مخ په زياتېدو پخلى كوي. هغه وويل، چارواكي هڅه كوي، چې د پوليسو د روزنې او سمبالولو له لارې دا ستونزه له منځه يوسي.



هغه په مزارشريف كې اخباروالاوو ته وويل: ((په داسې حال كې چې ترهګري په سويل كې يوه ستره ننګونه ده، د سيمه ييزې او نړيوالې مافيا شتون په شمال كې يوه بله ستره ننګونه ده. د ځايي ملېشو قوماندانان د ستونزې يو بل ډول دى. هغوى په شمال كې ددې مافيا ملاتړ او ننګه كوي.))



هغه ددې پخلى وكړ، چې پوليس نه شي كولاى د نشه يي توكو له ستونزې سره مقابله وكړي، خو د وضعې په ښه كېدو يي ټينګار وكړ.



هغه وويل: ((زموږ پوليس روزنه تر لاسه كوي او سمباليږي. موږ به په راتلونكي كې ددې وضعې مخه ونيسو.))



په پولې كې مېشت تاجيك پوليس ددې خبرې منلو ته چمتو نه و.



د ماركيټ دروازې ته ولاړ يو تاجيك پوليس افسر د قاچاق له شتون څخه كورټ سترګې پټې كړې.



هغه آى ډبليو پي آرته وويل: ((دلته څوك ناقانونه كار نشي كولاى. تاسې ته هرڅوك ښكاري. هغوى له خوړو، جامو او ميوو پرته د بل څېز تبادله نه كوي. موږ دلته د بازار د امنيت د ساتلو لپاره ولاړ يو، ترڅو خلك په كرار چاپېريال كې خپل كارونه سرته ورسوي. موږ غواړو د تاجيكي او افغاني ورونو تر منځ ورورګلوي ټينګه كړو.))



قاچاق وړونكي وايي هيڅ داسې نه بريښي، چې سيمه ييز حكومت دې د هيرويينو او ټوپكو لېږد رالېږد بند كړاى شي . د هغې اندازه او ګټه ډېره زياته ده.



محمد اسلم وويل: ((وسلې خپله لاره عربي هېوادونه ته وباسي او هېرويين اروپايي هېوادونو ته. په دې توګه ټوله نړۍ په دې سوداګرۍ كې ښكېل ده. ځايي حكومت په دې پوهيږي، چې د هغې مخه نه شي نيولى. له دې امله خپله برخه اخلي. موږ هم همداسې درواخله.))



: ((هغه خلك چې وسلي اخلي د كوكنارو له كركېلې سره مرسته كوي. دا هرڅه د يو تړون له مخې كيږي. كارونه ورځ په ورځ مخ په ښه كېدو دي.))
Frontline Updates
Support local journalists