په کابل کى د الفاظو جګړه

د لويديځ پلو او مجاهدينو تر منځ شديده سيالي د پلازمينى د ورځپاڼو پر مخونو راڅرګنديږي.

په کابل کى د الفاظو جګړه

د لويديځ پلو او مجاهدينو تر منځ شديده سيالي د پلازمينى د ورځپاڼو پر مخونو راڅرګنديږي.

په کابل کى پرانيستى جګړه راپيل شوى ، خو دا ځل دا جګړه د ټوپک پر ځاى د ټايپ په ماشين پرمخ وړل کيږي.


کابليان يي د پکول او نکټايي تر منځ جګړه بولي. پکول يو ډول دوديزه هواره خولۍ ده او ځکه مشهوره وه چى وژل شوي مشر احمد شاه مسعود پر سر کوله، او د شمالي ټلوالى د مجاهدينو د سمبول په شان ده. او نکټايي لويديځ پلوه مترقي او روڼ آندي ښيي. دا هغه سياسي ويش دى چى نن په افغانستان کى د تاجکانو، پښتنو او هزاره ګانو د نښتو په پرتله ډير ژور دى.


دغى جګړى په دى وروستيو اونيو کى وروسته له هغى شدت موندلى چى ولس مشر حامد کرزي د پخواني شمالي ټلوالى د قومندان پر ځاى د کورنيو چارو يو نوى مترقي وزير وټاکه. د دغه کار لامل د دى مياشت په لومړيو کى د پيام مجاهد په ورځپاڼه کى چى د جمعيت اسلامي له ګوند سره تړاو لري يو مضمون و.


دا ګوند چى مشري يي د ١٩٧١ کال راهيسته د پخواني ولس مشر برهان الدين رباني له خوا کيږي ، او يو له منظمو او ښو تنظيم شويو ډلو و چى د روسانو پر ضد د جګړى پر مهال جنګيده او په ١٩٩٢ کال کى يي د حکومت واګى تر لاسه کړ.


هغه مهال چى طالبانو واک تر لاسه کړ رباني مزارشريف او بيا بدخشان ته ولاړ خو د طالبانو له ړنګيدو وروسته کابل ته راغى. د پيام مجاهد ورځپاڼى يو مضمون درلود چى عنوان يي و لويديځ پلوي د امان اله خان او د کمونستانو پر ګامونو پل ږدي او د ليکونکي نوم يي ابو زيد بلخي ورکړى و ، چى شونى ښکاري کوم مستعار نوم دى ځکه په سياسي او ژورنالستيکو دايرو کى نوم نامعلوم وي.


دغه مضمون پر هغو افغانانو بريد کوه چى له متحدو ايالاتو او يا نورو اروپايي هيوادونو څخه راغلي او د کابل په حکومتي ادارو کى دندى لري. مضمون زياتوي: هغه خلک چى له لويديځ څخه راغلي افغاني غرور، ميړانه او افتخار نه لري او


مجاهدينو ته درناوى نه لري. دوى ځان دلته د بهرنيو ځواکونو او د ب-٥٢ جنګي الوتکو د شته والي له امله مصونه بولي. د بهرنيو مرستو په سلو کى ٩٥ د دوى تنخواه ګانى او د سفر لګښت کيږي، او له همدى امله د دوى بد فعاليتونه د يوى بلى جګړى سبب شوي دي.


د مضمون ليکوال په يوى افغاني کيسى سره دوام ورکوي: چى يو نه يو وخت يوه وزه پر بام ولاړه وه او پر زمري چى کوز ولاړ و خندل يي. زمري وزى ته وويل: دا بام دى چى تا ته يي دا مړانه درکړى چى ما ته ښکنځل وکړى. که چيرى کوزه شى نو دا کار به ونه شى کولى. د نړيوالو ځواکونو له ملاتړ پرته به لويديځ پلوي افغانان دا توان ونه لري هغه څه تر سره کړي چى اوس يي کوي.


د اطلاعاتو او کلتورد وزارت مرستيال چى د خپرونو مشري هم په غاړه لري ، د هغو کسانو په استازيتوب يو ځواب وليکه چى غوښتل يي دى د طالبانو له ړنګيدو وروسته افغانستان ته راستون شي چى خپل هيواد بيا ودان کړي.


د هغه د مضمون سر ليک و له لويديځ څخه راستانه شوي د دغه هيواد رښتيني زامن دي. د هغه ځواب د انيس د حکومتي ورځپاڼى په پنځو برياليو ګڼو کى خپور شو. مبارز ليکي هغه خلک چى له پاکستان او نورو هيوادونو څخه راستانه شوي له ځانه سره يي هيواد ته د پاټکونو، غلا او ورانۍ پر ځاى پوهه، راوړى. مبارز دا ټکى جوت کړى چى هغه کډوال چى په پاکستان کى و هم د ډموکراسۍ پلويان دي. موږ هڅه کو چى موزيم او عامه کتابتون او دغه راز هيواد چى د مجاهد د اوونيزى مسول مدير وران کړى بيا جوړ کړو. موږ د قاچاق ، وژنى، او غلا له کلتور سره مخامخ يو. موږ د بن سوله راوړى چى په هيواد کى سبوتاژ شوى وه.


په يوه بله ګڼه کى مبارز ليکلي: له هغو خلکو چى په زرګونو پوښتنى کيږي بايد نورو ته لار ونه ښيي او يا دى خپلى مفکورى پر نورو نه تحميلوي. دوى لادمخه دا اعلان کړى چى د پکول او نکټايي تر منځ جګړه پيل شوى. په تير وخت کى پيسى د عمومي خزانى پر ځاى رباني پخپله ساتلى، خو اوس د مرکزي بانک ريس او د ماليي وزير پيسى ساتي او په ښه توګه يي اداره کوي.


مبارز د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: اوس وخت دى چى د هغو خلکو لپاره بايد په ډاګه ودريږو چى غواړي افغانستان بيا ودان کړي.


هغه وويل د پکول ډله پر دوى بى ځايه تور لګوي . ما د دى لپاره خپل عقايد څرګند کړل چى د هغوى د ماشينګڼو د کلتور پر ځاى د علم او سولى کلتور غښتلى کړم ، او ټولى داخلى موضوع ګانى د ويناو له لارى حل کړوچى په دى توګه به مو د


بيان او د مطبوعاتو آزادي غښتلى کړى وي.


که څه هم څرنګه چى د مجاهد د اونيزى مضمون جوتوي: سخته کرکه هم د سياسي نظر د نه څرګندولو يوه برخه ده ځکه چى نکټايي افغانان د لويديځوالو غير حکومتي سازمانونو لپاره کار کوي او د يوه عادي مامور په پرتله له ١٠ څخه تر ٢٠ چنده هم ډير تنخواه اخلي.


اقتصادي ويش هم د تعليم فرق منعکسوي، ځکه هغه خلک چى په افغانستان کى پاتى و د کورنى جګړى پر مهال ډير لږ ښوونځي ته تللي. هغه خلک چى پاکستان او نورو هيوادونو ته ولاړل پر مخ تللي تعليمي سندونه لري او د انګريزي ژبى او کوپيوټر مهارتونه هم لري، چى دا د دغو ډيرو تنخواه لرونکو دندو لپاره ضروري دي.


د لويديځى نړۍ معلوماتو، د پراخ نظر درلودو، او د ژوندانه ډول له امله دوى د ښځو د حقونو رعايت کوي، د شخصي اختلافونو د زغم توان لري او د اسلام دين په معتدله توګه پر مخ وړي.


دا مطبوعاتي جګړه تيره مياشت د کيبلي تلويزيون د کنترول په اړه د انيس د يوه ژورنالست محمد علي قيام او د سترى محکمى د مرستيال فضل احمد معنوي تر منځ پيل شوه.


د محمد علي قيام د مضمون عنوان و کلتور د کلتور د وزير له نظره، او د اطلاعاتو او کلتور د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د معلوماتو د آزادۍ د دفاع لپاره يي د هغه ستاينه کوله او پر کيبلي تلويزيون د بنديز د لګولو له امله يي پر سترى محکمى نيوکى کولى چى په غير منطقي او غير اسلامي لار يي دغه بنديز لګولى.


معنوي په ځواب کى دا مضمون وليکه ، د تمساح اوښکى: چى قيام يي کافر بللى او هغه ته يي دوه په دوه د جنګيدو چلنج ورکړى. قيام د يوه مضمون په ليکلو خپل دريځ څرګند کړ او پر معنوي يي غږ وکړ چى د نوم د ايښودو او په تشدد د لاس پورى کولو پر ځاى دى با دليله خبرى اترى وکړي.


د دفاع وزير مارشال فهيم چى د پخواني شمالي ټلوالى قومندان او يو وتلى دودپالى دى د فبرورۍ په ٢٤ نيټه په يوه خبري کنفرانس کى د يوى يا بلى ډلى له پلوۍ څخه ډډه وکړه، او هغه وويل چى په ډاګه چنى وهل د مطبوعاتو د زياتى آزادۍ نښه ده. خو په رسمي توګه يي ځان د مجاهد له ورځپاڼى ګوښه کړ، او ويل يي چى د بلخي مضمون د ليکوال خپل نظر و او نه دا چى هغه د مجاهد مشرانو. فهيم په حکومت کى د دودپالو تر شاه قوت دى.


کابليان ويره لري چى د مطبوعاتو جنګ د کرزي حکومت ته زياتيدونکى ګواښ دى داسى ګنګوسى دي چى د پکول او لنګۍ ( د طالبانو سمبول) اعتلاف يوه کودتاه پلان کړى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists