په کابل کې، د ورځې خبره، په تلويزيون کې د ښځو سندرې دي

په سيمه ييز تلويزيون باندې د کلونوکلونو زړو سندرو خپرېدل ددې سبب شول، چې په پلازمېنې کې کې خلک په هېواد کې د ښځو په مناسب رول باندې خبرې اترې وکړي.

په کابل کې، د ورځې خبره، په تلويزيون کې د ښځو سندرې دي

په سيمه ييز تلويزيون باندې د کلونوکلونو زړو سندرو خپرېدل ددې سبب شول، چې په پلازمېنې کې کې خلک په هېواد کې د ښځو په مناسب رول باندې خبرې اترې وکړي.

Wednesday, 16 November, 2005

نن سبا د کابل ښار په لارو او کوڅوکې يوازې يوه خبره اورېدل کيږي اوهغه دتلويزيون پرمخ باندې په دې وروستيو ورځو شپو کې د ښځينه سندرغاړو داوازونوخپرېدل دي.


امان الله، چې د پلازمينې په مرکزي برخه کې د څرمينه کورتيو پلورلو يوه هټۍ لري، له يوې لسيزې وروسته د تلويزيون پر مخ باندې د ښځينه سندرغاړې د ښکاره کېدوپه هکله په لېوالتيا وايي: "د داسې سندرو اورېدل د سړي روح تازه کوي."


احمد شعيب، يو ځوان هلک، چې په يو لاس ګاډي کې د سيمسارۍ سامان پلوري، وايي چې اوس د هغوى ټوله کورنۍ په ډېره مينه د تلويزيون خواوشا ته راټوليږي. هغه وايي: "په تلويزيون باندې د ښځو سندرغاوړ راښکاره کېدل د هېواد يو ګام پرمختګ ښيي. موږ هره شپه، ترناوخته ددې لارې څاروو چې په تلويزيون د يوې ښځينه سندرغاړې اواز واورو."


يو شمېر نور هېوادوال په دې هکله خپل نظر په پوره احتياط څرګندوي.د افغانستان دراديو اوتلويزيون د رياست د ترانسپورت د تنظيم د څانګې کارکوونکې وايي: "دا يو ښه کار دى، چې د ښځينه سندرغاوړ اوازونه په تلويزيون ښوول کيږي، خو هغوى بايد په حجاب کې وي."


خو داسې يو شمېر نو خلک هم شته چې په تلويزيون باندې د ښځو سندرغاوړ له سندرو سره خپل ټينګ مخالفت څرګندوي. يو کسبه کار، محمد مصطفى ځدران، وايي: " د افغانستان خلک مسلمانان دي. دا يو اسلامي هېواد دى. موږ ددې کارونو (د له منځه وړلو) لپاره جهاد کړى دى. موږ د ښځو حقوق منو، خو تر اسلامي قانون لاندې. ښځې د کور لپاره دي، نه په بهر کې د نندارې او نمايش لپاره."


په لومړي ځل، د جنورۍ په ١٢ په داسې حال کې د سلما په اواز يوه عشقي سندره د تلويزيون په مخ باندې وښوول شوه، چې دستمال يي په سر و.


دا ناندرۍ او اختلافات په افغانستان کې د روڼ اندو او محافظه کارانو ترمنځ د پرله پسې جدال ښکارندويي کوي.


پروسږکال، کله چې د يوې ښځينه سندرغاړي سندره په تلويزيون وښوول شوه، سترې محکمې په دې ډول خپرونو باندې له سره بنديز ولګولو، چې د ١٩٩٢ کلونو په پيل کې پرې لګول شوى و.د محکمې غړيو د وروستيو خپرونو په وړاندې ټينګ غبرګون وښود. د سترې محکمې مرستيال فضل احمد معنوي آى ډبليو پي آر ته وويل: "په اسلام کې له موسيقۍ سره ښځو ته د سندرو ويلو اجازه نه شته. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د شريعت او د افغانستان د اساسي قانون او ملي دودونودرناوي وکړي."


په دې هکله د سترې محکمې رئيس، الحاج فضل هادي شينواري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يو ټينګ لارښود استولى، چې د افغانستان راديو او تلويزيون يي تر لاس لاندې دى. په دې لارښود کې غوښتنه شوې وه ، چې هغوى (د افغانستان راديو او تلويزيون) بايد "بښنه وغواړي او هغه اشخاص تر پوښتنې لاندې ونيسي، چې دا کار يي کړى دى."


خو هر څوک دمحکمې له دې دريځ سره موافق نه دي. ارزو، د يو ښوونځي د لسم ټولګې زده کوونکې وايي، هغه خوشحاله شوه، چې په تلويزيون باندې يي د ښځينه سندرغاړو سندرې واورېدې، خو نه پوهيږي، چې محافظه کاران ولې له هغې سره مخالت ښيي. دې وويل: "په هېوادکې ډېرې ګناهګانې (جنايتونه) تر سره کيږي، ولې ستره محکمه د هغوى په باب تصميم نه نيسې ؟"


د ښځينه سندرغاوړ د اوازونو خپرېدل د راديو تلويزيون د پخواني رئيس، انجنير محمد اسحق له بدلېدو راوروسته، د نوي رئيس غلام حسن حضرتي له ټاکل کېدو سره سم رامنځته شول. حضرتي پخوا د راديو د رئيس په توګه کا رکاو، چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راهيسې يي په راديو کې د ښځينه سندرغاوړ د سندرو په خپرولو پيل کړى و.


په هغه شپه چې د تلويزيون له لارې د سلما په اواز سندره خپره شوه، شهاب الدين تره خېل (د آى ډبليو پي آر سره کارکوونکى آزاد خبريال ) هلته د پروګرامونو د معرفي کولو دنده پرغاړه درلوده. هغه وايي، کله چې خبر شوم، سندره خپريږي، نو د نورو خلکو په څېر زه هم هک پک پاتې شوم. هغه وايي، د سندرې له خپرېدو وروسته زيات شمېر خلکو تيلفونونه وکړل. نوموړى زياتوي: "خلکو پوښتل، آيا دا يوه تېروتنه وه او که له دې وروسته به د افغانستان تلويزيون له لارې د (ښځو) په اوازونو کې نورې سندرې هم خپرې شي؟"


د افغانستان د راديو تلويزيون ادارې په دې هکله له څه ويلو ډډه وکړه. خو داسې بريښي، چې په دې هکله د خپرونو په تګلارې کې بدلون په خپل ځاى پاتې دى. هر ماښام د ښځو په اوزاونو يوه يا دوې سندرې خپريږي.


کومې سندرې چې تر اوسه خپرې شوي، زياتره يي له لسو کلونو څخه زياتې زړې دي.


په افغانستان باندې د شوروي يرغل راوروسته د افغانستان په راديو تلويزيون د ښځينه سندرغاړوسندرې مخ په زياتېدو شوې. خو کله چې مجاهدينو شوروي پوځونه له هېواد څخه وشړل، په تلويزيون باندې د ښځينه سندرغاړو په سندرو بنديز ولګول شو. هغه مهال د حکومت مشر، صبغت الله مجددي و، چې په دې وروستيوکې د اساسي قانون د لويي جرګې مشرتوب په غاړه درلود.


کله چې طالبان واک ته ورسېدل، تلويزيون په بشپړه توګه وتړل شو.


د افغانستان مشهور او تکړه سندرغاړي، چې په خپل هېواد کې ورته د ژوند شرايط سخت شول او له زيات تاوتريخوالي سره مخامخ شول، نو له هېواد څخه بهر ميشت شول. په بهر کې هغوى خپلو هنري فعالتيونو ته دوام ورکړ او خپلي ريکارډ شوې سندرې به يي د هېواد دننه راليږلې او له بنديز سره سره به په لوړه بيه پلورل کېدې.


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين، عبدالحميد مبارز آى ډبليو پي آر ته وويل: په دې موضوع کې "محافطا کاران په لږه کيو کې دي." هغه وايي چې د تلويزيون ادارې د سلما د سندرې له خپرېدو راوروسته څلوېښت تيلفونونه تر لاسه کړي دي.


د ښځو د چارو د وزارت د اقتصادي پراختيا د څانګې مشره، کريمه سالک وايي ددې سندرې خپرېدل افغاني ښځو ته لويه ورځ وه. هغه وايي: "د طالبانو له تورو ورځو وروسته، ښځوپه زياترو برخو کې آزادي تر لاسه کړه او دا په هغې ورزياته شوه. د هغې شپې په سهار چې سندره خپره شوه ، د ښځو د چارو دوزارت مامورينې زياتې خوشحالې وې او يو تربله يي مبارکي ورکولې."


ريتا وږمه، د يو ډېر لږ شمېر ښځينه سندرغاړو په ډله کې ده، چې له هېواد څخه نه وه وتلې،خود هنري فعاليت د تر سره کولو زمينه ورته هم نه وه برابره. ريتا د وروستې پراختيا له امله له احساساتو لاندې راغلې او زياته خوشحاله شوې ده. هغه وايي: "زه بې حده زياته خوشحاله شوم. د نارينه او ښځو حقونه مساوي دي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists