په هوايي څپو د خپرونو نوي امکانات

د هېواد په شمالي ولايتونو کې راديوي او تلويزيوني ستيشنونه يو په بل پسې رازرغونيږي، خو يو شمېر خلک د هغوى د رښتينې خپلواکۍ په هکله اندېښمن دي.

په هوايي څپو د خپرونو نوي امکانات

د هېواد په شمالي ولايتونو کې راديوي او تلويزيوني ستيشنونه يو په بل پسې رازرغونيږي، خو يو شمېر خلک د هغوى د رښتينې خپلواکۍ په هکله اندېښمن دي.

Wednesday, 16 November, 2005

افغانستان د يو داسې هېواد په توګه، چې تر دې وروستيو وختونو (٢٠٠١) پورې په کې د تلويزيون ليدل او د غيرمذهبي سندرو اورېدل منع و، اوس د خپرندويو ستيشنونو شمېر، په تېره بيا له پلازمينې بهر، هلته چې د نالوستو شمېر په ځانګړي ډول زيات دى، مخ په زياتېدو دى.


تېره مياشت د جوزجان ولايت مرکز، د شبرغان په ښار کې، د آيينې په نوم يو شخصي تلويزيون په خپرونو پيل وکړ. د هغې خپرونې دهغه ولايت ټولو برخو او آن د بلخ، سرپل او فارياب ګاونډيو ولايتونو ته رسيږي.


په همدې وخت کې، د بلخ په ولايت کې د "نوبهار بلخ" په نوم د ايف ايم په څپو باندې يوې خپلواکې راديو په آزمايښتي خپرونو پيل کړى دى. دا راديو د "انجمن مشارکت ملي" يوې سيمه ييزي غير حکومتي موسسې له خوا د امريکاد انتر نيوز په مالي مرسته په کار لوېدلې ده. انتر نيوز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلواکو هوايي خپرونو او خپروونکو سره مرسته کوي او روزنيز پروګرامونه ورته چمتو کوي.


د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، دکتور سيد مخدوم رهين د آيينې د تلويزيون د پرانيستلو د غونډې مشر و. هغه په خپله پرانيستونکې وينا کې، چې څه ناڅه زرو تنو په کې ګډون کړى وو، وويل: "جوزجان يو پخوانى کلتوري مرکز و، چې ددې تلويزيون د خپرونو له لارې يي بل فرهنګي امتياز تر لاسه کړ."


رهين په خپلو خبرو کې د ښځو حقوقو ته ګوته ونيوه اوهيله يي څرګنده کړه، چې دا تلويزيون به د ښځو د حقوقو په پراخولو کې خپله دنده سر ته وروسوي. د آيينې تلويزيون د خپلو خپرونو په لومړۍ ورځ د ښځينه سندرغاوړ سندرې خپرې کړي. په کابل کې د افغانستان دتلويزيون له لارې د ښځينه سندرغاړو د سندرو په خپرولو د سترې محکمې او محافظه کارو ملايانو له خوا سختې نيوکې شوې وې.


د ملي جنبش د غورځنګ مشر، جنرال عبدالرشيد دوستم هم غونډې ته وينا وکړه او د خبرو په ترځ کې يي د قرآن کريم څو آياتونه ولوستل. هغه ددې تلويزيون د خپلواکو خپرونو په هکله اندېښنې بابېزه وبللې، چې ګوندې هغه له يو شخصي کور څخه خپرونې کوي. يو شمېر خلک اندېښمن دي، چې دا تلويزيوني کانال به د مليشې د مشر لپاره د تبليغ او پروپاګند په توګه وکارول شي. جنرال دوستم آى ډبليو پي آر ته وويل: "د آيينې تلويزيون يو شخصي تلويزيون دى، څنګه چې هغه له شبرغان څخه خپرونې کوي، نو مينه لرم چې د هغې په فرهنګي چارو کې برخه واخلم. زه هغه په فکري لحاظ هڅوم او د شرکت په دې (نوښت) وياړم."


د هېواد په شمالي درېو ولايتونو بلخ، شبرغان او سمنګانو کې حکومتي تلويزيون خپرونې کوي. افغانان د تلويزيون خپرونې يوازې د هندي فلمونو لپاره ګوري، ځکه د هغوى خبري سروېسونه د سيمه ييزو قوماندانانو په ګټه څرخيږي.


د آيينې تلويزيون مسوول مشر، سيد فهيم ظفر وويل، ددې دستګاه په فعالولو يو مليون ډالره لګېدلي دي. ظفر د دستګاه د اوسني موقعيت په هکله وايي: "موږ د جنرال دوستم کور په کرايه نيولى دى. په نزدې راتلونکي کې به د تلويزيون د دستګاه لپاره له نړيوالو خپرنيزو معيارونو سره سم يوه مناسبه ودانۍ جوړه کړو. ظفر ټينګا رکوي، چې : "زموږ پروګرامونه په بشپړه توګه ناپيېلې او ناپلوي دي او د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره خپرونې کوو." د آيينې د تلويزيون مشر وايي، موږ د عملي لاملونو له مخې د شبرغان په ښار کې د تلويزيون د جوړولو پرېکړه وکړه. نوموړى زياتوي: " موږ ځکه شبرغان غوره کړ، چې وکړاى شو، نورو ولايتونو ته هم خپلې خپرونې ورورسوو. شبرغان قوي برښنالري او تر هرڅه وړاندې امنيت يي ښه دى. زما يوازينۍ هيله داده، تر څو وکړاى شو، د سيمې اوسېدونکو ته ښه خدمت وکړو."


د آيينې په تلويزيون کې ٣٢ تنه ژورنالستان، ٢٥ تنه تخنيکي او ١٢ تنه اداري کارکوونکي په کار بوخت دي. په شبرغان کې د هغې په اصلي ترانسميتر برسېره، د مزارشريف او فارياب له ولايتونو څڅه هم خپرونې کوي. اوس مهال تلويزيون د ورځې شپږ ساعته خپرونې کوي، چې په ازبيکي، ترکمني، دري او پښتوژبو پروګرامونه خپروي.


تردې وروستيو وختونو پورې راديو د ډيرو افغانانو لپاره د معلوماتو د ترلاسه کولو يوه سرچينه وه. کله چې به يي غوښتل په خپل هېواد کې د پېښوپه هکله خبر شي، نو نړيوالې راديوګانې، د بېلګې په توګه، بي بي سي به يي اورېدې، چې په پښتو، دري او ازبيکي ژبو باندې ورځنې پروګرامونه لري. اوس د بلخ د ولسوالۍ اوسېدونکي خوشحال دي، چې خپله خبري سرچينه لري.


يوې دولس کلنې نجلۍ، ذکيي،راديوته په يو ليک کې ليکي دي.: "موږ د نوي راديو ستيشن په جوړېدو خوشحاله يو. هيله من يو چې ډېرې کيسې اوپه زړه پورې مطالب به راته خپاره کړئ."


د انترنيوز د افغاني راديو ستيشنونو منيجر، احمد فهيم زاووش وايي، "نوبهار بلخ" د هغو ١٦ راديوي ستيشنونو په ډله کې دى، چې دانتر نيوز موسسه يي په ټول افغانستان کې د جوړېدو پلانونه تر لاس لاندې لري. زاووش وايي: "راديوې ستيشنونه دخلکو د غوښتنو له امله جوړ شوي دي. دا راديوي ستيشنونه دانترنيوز تګلاره پلي کوي، چې په هېواد کې د ملي يووالي د تامين او آزادو مطبوعاتو د رامنځته کولو په لوري له نړيوالومعيارونو سره سم د ژورناليزم هڅونه ده."


دا ستيشن په کابل کې دانتر نيوز جوړ شوي پروګرامونه خپروي، چې هر ستيشن ته په سي ډي کې له ثبت وروسته ورليږل کيږي. په خپرونو کې خبرونه، روغتيايي، کلتوري، قانون او تفريحي پروګرامونه شامل دي.


د نوبهار بلخ د راديو مشر رحيم ګل ابراهيم خېل وايي، دا پروګرامونه موږ خپروو، ځکه : "زموږ په ټولنه کې له هره پلوه زيات ارزښت لري." اوس مهال د راديو د ورځنيو خپرونو په سلو کې اويا موسيقي ده. ابراهيم خېل وويل، اوس راديوي خپرونې تر يوې لنډې او محدودې سيمې پورې رسيږي. هيله ده، چې يوقوي ترانسميتر د ودرولو له لارې وکړاى شو، خپلې خپرونې ګاونډيو ولسواليو ته هم ورپراخې کړو.


ابراهيم خېل ټينګا رکوي، چې: "زموږ راديو له حکومت څخه په بشپړه توګه خپلواکه ده." خو د شبرغان په څېر دلته ته هم موږ ځينې اندېښنې لرو. هغه وايي، چې په سيمه کې غښتلي سياسي او پوځي څېرې ښايي د ستيشن د خپرونوخپلواکې تر خپل اغېز لاندې راولي. هغه وايي: "څنګه چې داخلک وسله وال دي، نو د امنيتي ستونزو امکانات موجود دي." او زياتوي، چې لا له پخوا يي له امنيتي چارواکو سره اړيکې نيولي دي او د ستيشن دامنيت د ساتلو ژمنې يي تر لاسه کړي دي.


د بلخ د ولسوالۍ د امنيي قوماندان، امير حمزه لا له وخته دې راديوي ستيشن ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي. هغه وايي: "د راديو خپرونې بايد له اسلامي شريعت سره سمې وي. لوېديځي سندرې، چې ښايي زموږ فرهنګ ته زيان ورسوي، خپرې نه شي. که چېرته راديو زموږ له کلتوري غوښتنو سره سم پروګرامونه خپاره کړل، موږ به يي ملاتړ وکړو."


نور اورېدونکي د راديوي خپرونو په هکله خپلې، خپلې نظريي لري. ٣٥ کلن اکرام الدين وايي، چې له خپرونو راضي دى. خو بايد ښوونيز او روزنيز پروګرامونه په کې زيات شي. بل شل کلن ځوان، احمد جواد آى ډبليو پي آر ته وويل: "هيله ده دا راديو به ښې افغاني او لوېديځې سندرې خپرې کړي، ښوونيز او روزنيز پروګرامونه هم د ځوانانو لپاره ګټور دي." خو په موسکا سره يي زياته کړه، چې : "دا لومړى ځل دى، چې په خپلې ولسوالۍ کې راديوي ستيشن لرو. دا ډېر د وياړ ځاى دى."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists