په هرات کې د طلاق پېښې مخ په زياتېدو دي

مرستندويه خيره ډلې له هغو مېرمنو سره مرسته کوي، چې له ميړونو ناخوښې دي، خو يو شمېر وايې چې جدايې تل د حل يوه ښه لاره نه وي.

په هرات کې د طلاق پېښې مخ په زياتېدو دي

مرستندويه خيره ډلې له هغو مېرمنو سره مرسته کوي، چې له ميړونو ناخوښې دي، خو يو شمېر وايې چې جدايې تل د حل يوه ښه لاره نه وي.

.دې شل کلنې مېرمنې په تور څادر کې ځان پېچلى او يوازې مخ يې ښکاري. له خبريال سره د خبرو په اړه زړه نازړه وه، خو د پلار د ټينگار له امله يې خبرو کولو ته غاړه کيښوده.



هغې وويل: "زه طلاق غواړم."



د ليسې فارغ التحصيله، فاطمه له ١٥ مياشتو راهيسې واده شوې ده. يوه مياشت دمخه له خپل پلار سره د لومړي ځل لپاره محکمې ته راغله او غوښتل يې خپل مظلوم ژوند ته د پاى ټکى کيږدي. درې مياشتې دمخه يې د خپل مېړه کور پرېښى دى او اوس غواړي پوهنتون ته دوام ورکړي او په پاى کې يوه انجينيره شي.



هغى وويل: "مېړه مې بې دليله وهي. آن يوه پلا يې زما د وژلو هڅه وکړه، خو گاونډيانو مداخله وکړه. ټول بدن مې تور او بانجاني دى. نوره به يوه ورځ هم د هغه تر لاس لاندې تېره نه کړم."



د يو شمېر مسلکي حقوقپوهانو د وينا له مخې له تېرکال راهيسې د طلاق په پېښو کې زياتوالى راغلى دى. په دې ټولو قضيو کې ښځې د جدايۍ خبرې کوي.



د هرات د حقوقپوهانو او قانون ماهرينو د بنسټ مشرې، گلثوم صديقي وويل د هغوى د پلټنې له مخې د طلاق شمېره دوه هومره شوې ده.



هغې آى ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ د خپلو پلټنو له مخې په روان کې د ٢٠٠ په شاوخوا مېرمنو له خپلو مېړونو څخه د طلاق غوښتنه کړې. په داسې حال کې چې دا شمېره پروسږکال ١٠٠ ته رسېده."



ددې ډگر د ماهرينو د وينا له مخې د طلاق د پېښو د زياتوالي زياتره مسؤوليت په هرات کې د قانوني خيريه مؤسساتو په غاړه پروت دى.



مونيکا مونيديال او همدارنگه د ناروي د کډوالو شورا، نړيوال حقوقي بنياد او نور اوس له ښځوسره د خپلو قانوني حقونو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي.



ځايي خلک په ټوکو کې وايي په هرات کې تر ټولو اسانه دنده د دفاع وکالت دى. د حقوقو د بري ليک خاوندان او د مسلک ځوان هڅول شوي خلک کولاى شي په ډېرې چټکۍ په يوې بهرنۍ موسسې کې يوه غوښنه دنده پيدا کړي، چې د طلاق او همدارنگه د کورنۍ نورې حقوقي موضوعگانې تعقيبوي.



د لويديځي ساحې لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون (AIHRC) مشر، عبدالقادر رحيمي په هرات کې په خپلې او د نورو ورته موسسو په کار وياړي.



هغه وايي: ""موږ له نورو ناحکومتي موسسو سره، چې په دې برخه کې کار کوي، گډه مرسته کړې، ترڅو ښځې له خپلو حقونو څخه خبرې کړو. دې کار ډېره ښه پايله درلودلې ده.



رحيمي وويل څنگه چې ښځې حقوقي سيستم ته ښې رسېدلاى شي له دې امله هڅه کوي هغه ستونزې له منځه يوسي، چې په ټولنه کې ورسره لاس او گرېوان کيږي. جبري ودونه ددغو ستونزو له ډلې څخه دي.



هغې وويل: "هغې ١٦ کلنې نجلې څه کړې و، چې په يو ٨٠ کلن سړي باندې په زورواده شوې وه. د هغې سرچپه مو هم لېدلي دي. يوه شل کلنه نجلۍ دوه کلن ماشوم ته واده شوې ده."



د ميډيکا مونديال کارکوونکي، فريدې حقشناس آى ډبليو پي آ رته وويل د طلاق د پېښو زياتوالى د ښځو د حقونو په برخه کې د زياتو موسسو د کارکولو له امله دي.



هغعې وويل:"ښځو پخوا هم ورته ستونزې درلودي. خو هغه مهال چا د هغوى دفاع نه کوله."



په هرات کې د AIHRCد حقوقي څانگې مشرې، رڼا حبيبي آى ډبليو پي آرې ته وويل، هره ورځ د هغې دفتر ته څو ښځې مراجعه کوي او ټولې يې طلاق غواړي.



هغې څرگنده کړه: "لومړى هڅه کوو، د ښځې او د هغې د مېړه تر منځ ستونزه هواره کړو او گډ ژوند ته يې وهڅوو. خو که چېرته موافقه ونه کړي نو د دفاع وکيل ورته نيسو او د کورنيو محمکې ته يې استوو."



يو شمېر حقوقي او ټولنيز فعالين طلاق ته د ښځو هڅول ښه نه بولي.



صديقي وايي: "کېداى شي د طلاق د غوښتونکو د نيمايي شمېر ښځو ستونزې د سلا مشور له لارې هوارې شي. خو حقوقپوهان ددې کار هڅه نه کوي او دا لاره (طلاق) غوره بولي"



له بې شمېره غوښتنو سره سره هيڅ قانونپوه د مرکې لپاره زړه ښه نه کړ.



صديقي زياته کړه طلاق ښځې له ټولنيزې بسنټ بهر وباسي او زياتې ستونزې رامنځته کوي.



د هرات د پوهنتون استاد او د ټولنيزو او حقوقي چارو ماهر، عبدالکريم حقيار هم ددې نظر پلوى دى.



هغه وويل : "طلاقې شوې مېرمنې د بيا واده ډېر لږ چانس لري. يوازې زاړه سړي او يا طلاق شوې نارينه له هغوى سره گډ ژوند ته زړه ښه کوي. له دې امله هماغه ډله خلک ورته په لاس ورځې، چې ترې تښتېدلي دي."



نوموړي زياته کړه د ځينو ښځو لپاره طلاق يوازينۍ لاره ده.



هغه زياته کړه: "د طلاق په شمېرکې ځکه زياتوالى راغلى دى، هغه ښځې چې له خپلو حقونو څخه خبرې شي، نه غواړي غمجن ژوند ته دوام ورکړي. هغه له ځان سوځونې غوره ده."



په هرات کې هرکال د ځان سوځونې ډېرې پېښې رامنځته کيږي. په دې ډلې کې هغه ښځې او نجونې شاملې دي، چې له ناسم واده سره مخامخ شوي وي.



دينې پوهان، په داسې حال کې چې شريعت طلاق ته اجازه ورکړې، دا عمل نه خوښوي. محمد کبير صالحي وايي:"شريعت طلاق مکروه بولي."



احمدي بله لاره نه ويني. د هغې ميړه په (طلاق) خوښ نه دى. خو هغې پتېلې چې که لازمه وه، نو د هغه په غياب کې به خپل واده فسخ کړي.



دا ځوانه مېرمن د اتو مياشتو اميندواره ده، خو نه غواړي چې ماشوم وساتي.



هغې له اوښکو څخه په ډکو سترگو وويل: "کله مې چې ماشوم وزيږيد، نو پلا رته به يې ورکوم. آن نه غواړم، چې د هغه مخ وگورم. ځکه د هغه سړي وينه يې په بدن کې چليږي."



نورې ښځې د کورنيو په محکمه کې کتار ناستې او فاطمې ته د ورته قضيې لپاره راغلې دي.



نجيبه (مستعار نوم) له ١٦ کلونو راهيسې واده شوې. څلور ماشومان لري. مشر ماشوم يې ١٤ کلن دى. هغه پخپله ٢٧ کلنه ده.



هغې وويل: "د يوولس کلنۍ په منگ مې پلار څلوېښت کلن سړي ته واده کړم. هغه په نشې روږدى دى. هغه ما وهي. هغه نه ماته او نه زما ماشومانو ته ډوډۍ راکولاى شي. هغه ماا اړ باسي چې د جوماتونو مخې ته خېر وغواړم. مشر زوى مې له ښوونځي وايسته، چې کا روکړي. له يوې ورځې نه بلې ته مې ژوند ترخيږي."



د خپل مدافع وکيل په مرسته به دا ښځه ډېره ژر له ميړه څخه جلا شي.



هغې په ماته ژبه وويل: "غواړم خپل ځان او اولادونه مې وژغورم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists