په هرات کې ښځينه خبريالانې ترګواښ لاندې دي

ښځينه ژورنالستانې د بريدونو له امله يا په کور کې ايسارېږي او يا هم په بلې دندې پسې ګرځي.

په هرات کې ښځينه خبريالانې ترګواښ لاندې دي

ښځينه ژورنالستانې د بريدونو له امله يا په کور کې ايسارېږي او يا هم په بلې دندې پسې ګرځي.

(هرات) کې د ژورناليزم تر ټولو فعاله محصله وه. هغه به په هرات کې تل له خپلې ويديويي کمرې سره د رسنيو غونډو ته راتله او معمولا به په غونډه کې يوازينۍ ښځينه وه. هيچا ته د حيرانتيا خبره نه وه، چې له زده کړو وروسته هغه د فرياد راديو د رياست د مرستيالې په توګه وګومارل شي. خو اوس يې دا بريالۍ دنده په زوره له لاسه ورکړه.



احدي وويل: "يو شمېر نارينه وو به راته ګواښونه کول، له دې امله چې زه يوه رپوټره يم. لومړى مې دندې ته دوام ورکړ او خپلې کورنۍ ته مې څه ونه ويل، ځکه ښايي چې له دندې يې منع کړې واى. څو ورځې وروسته زما کورته دوه لاسي بمونه وغورځول شول. له هغه راهيسې بيا کار ته نه يم تللې."



سره له دې چې هرات له کابل وروسته په افغانستان کې ډېر پرمختللې او امن ولايت دى. په ټولنه کې د ښځو د رول په اړه ډېر دوديز نظر شته دى. ښځې زيار باسي د ژوند په ډګر کې راڅرګندې شي. احدې يوازنۍ ژورنالسته نه ده، چې له ستونزو سره مخامخ ده. هغه څوک چې د هرات پوهنتون د ژورناليزم له څانګې څخه فارغيږي، د کار په پيلولو له سخت مقاومت سره مخامخ کيږي. شرايط دومره خراب دي چې يوزيات شمېر ژورنالستې مېرمنې يا په کور کيني او يا هم دنده بدلوي.



هغوى ټول د هرات د ملي راديو تلويزيون د وياندې، نيلوفر حبيبي په اړه پوره معلومات لري. تېر کال يو شمير نارينه ګانو هغه پر مټ په چړو ټپي کړه او ورته ګواښ يې وکړ، چې که بيا په تلويزون راڅرګنده شوه، نو وبه وژل شي. د هغې لږ وروسته د ا ٢٢ کلنه ژورنالسته دناپيژاندو کسانو له خوا دکور په مخکى په چاکو ووهله شوه .



حبيبي ژوندۍ پاتې شوه، خو له هېواده وتښتېده. د ژورنالستانو د څار د ډلې او د بې پولې ژورنالستانو په مرسته قطر ته لاړه. د هغه د پخواني رئيس، حسام الدين شمس له خولې هغه اوس په فرانسه کې زده کړه کوي. د حبيبې کورنې نه غواړي د خپلې لور په اړه رسنيو ته څه ووايي، ځکه ډاريږي، چې يو ځل بيا به د بريد کوونکو پام ورواوړي.



دهرات پوهنتون د ادبياتو د پوهنځې استاد پوهندوى محمد داوود منير په وينا سيمه کى د دود په توگه د ښځو لپاره له کوره بهر کار کول دشرم خبره ده، "په تېره بيا که د يوې کورنۍ يوه لور د تلويزون پر مخ راڅرګنده شي."



د احدي او حبيبي په څېر بريدونه په ١٩٩٠ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر ښځو باندې د ظلم او فشار له امله زياتره هغوى ته نسبت ورکول کيږي. خو د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي په ګډون د ځايي محافظه کارانو نورې ډلې هم د تاوتريخوالي په فعاليتونو کې ښکېل پېژندل شوي دي.



منير او يو شمېر نور دا هم وايي چې د امنيت نشتوالي د ښځينه ژورنالستانو دکار لپاره سخت چاپېريال رامنځته کړى دى.



هغه کړکۍ چې د طالبانو د رژيم تر رانسکورېدو راوروسته ښځو ته د خبريالۍ په توګه د کار کولو په منظور پرانيستل شوې وه يوه پلا بيا مخ په تړل کېدو ده. د ژورناليزم د پوهنځي يو استاد بشير احمد بهروان وويل د هرات د پوهنتون د ژورناليزم له څانګې څخه په تېرو څلورو دورو کې له ٥٤ فارغو شوو نجونو څخه يوازې ١٥ هغه اوس د ژورناليزم په څانګو کې کار کوي. هغه وويل: "دا اندېښمنوونکي شمېره ده."



د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، نعمت الله سروري وويل: "سره له دې چې په هرات کې ١١ ځايي راديوي ستيشنونه، پنځه تلويزيونونه او ٤٠ خپرونې فعالې دي د ښځينه کارکوونکو شمېر ټيټ دى."



په هرات کې د افغان ژورناليزم د مرکز يو چارواکي، امام محمد واريماچ آى ډبليو پي آر ته وويل هغه نه شي کولاى يوه ښځينه ژورناليسته د کار لپاره ومومي.



د هرات د ژورنالستانو د ملاتړ د کميټې غړى، شرف الدين ستانکزى له ستونزو سره د ښځو د مخامخ کېدو له امله ډېر اندېښمن دى. ښځينه ژورنالستانې د هغو د نارينه همکارانو په پرتله ډېر سخت او ځوروونکى حالت لري.



ستانکزي زياته کړه، حکومت زياتره د هغوى حالت ته په جدي سترګه نه ګوري. هغه د دوو ژورنالستانو پېښو ته ګوته ونيوه، چې ولايتي امنيتي چارواکو هغوى په دروغ ويلو تورن کړل.



له داسې ننګونو سره د مخامخ کيدو له امله د ژورناليزم زياتره فارغانې غوره بولي ښوونکي شي. بصيرې غفوري، چې په دې وروستيو کې د هرات پوهنتون د ژورنالېزم له څانګې څخه تر فارغه کېدو وروسته ښوونکې شوې، وويل: "په هرات کې د يوې مېرمنې لپاره امنيتي شرايط هغومره ښه نه دي چې له خپل دفتر څخه بهر لاړه شي او خبري توکي راټول کړي." يوه بله فارغه نجلۍ، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، وويل چې د هغې د ځاى خلک نه غواړي هغه يوه رپورټره شي.



د هغه نجونو راتلونکې روښانه نه ښکاري، چې په ژورناليزم کې د پاتې کېدو لپاره مجادله کوي. شکريې نورزايي وويل: "کله چې له دفتر څخه په هرات کې د ټولنيزو موضوعګانو په اړه د رپوټ د چمتو کولو لپاره بهر ځم، په کوڅو کې مې نارينه سپکاوى کوي. داسې اخلاق او چلن د ښځو لپاره ستونزمنوي، چې په ژورناليزم کې کا روکړي."



احدى لا تر اوسه هغه وختونه يادوي چې په راديو فرياد کې يې ژوندۍ خپرونې خپرولې او هيڅ فکر يې نه کاوه، چې د هغې په اړه خلک څه وايي. سره له دې چې غوښتل يې خوبيا هم يې د ښځينه ژورنالستانو لپاره دروازې بېرته نه کړاى شوې او پخپله په زوره د کور دننه کښيناسته.



هغې وويل: "خوشبينه يم، هيچا داسې انګېرله چې د طالبانو رژيم به ړنګ شي، ښځې به له کورونو څخه راوځي، بهر به لاړې شي او کار به وکړي. خو همداسې وشوه. اوس هيله منه يم داسې ورځ راشي، چې له کوره راوځم او له ډاره پرته خپل کار بېرته له سره پيل کړم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists