په هلمند کې رايې ورکول د راکټونو او درغليوترسيورې لاندې راغلل

د هېواد په پر ټولو نارکرار ولايت، هلمند کې هغه مهال د رايو ورکولو ورځ بيا بيا په تراژيدۍ بدله شوه چې خلکو د رايې ورکوله هڅه وکړه.

په هلمند کې رايې ورکول د راکټونو او درغليوترسيورې لاندې راغلل

د هېواد په پر ټولو نارکرار ولايت، هلمند کې هغه مهال د رايو ورکولو ورځ بيا بيا په تراژيدۍ بدله شوه چې خلکو د رايې ورکوله هڅه وکړه.

. په لارو کوڅو کې ډېر لږ خلک ليدل کېدل. ټولې هټۍ تړلې وې. سړکونه بند شوي وو. ډلې ډلې سپي په تشو پارکونو ګرځېدل او غپېدل.



په پام کې وه چې د رايو د ورکولو مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانيستل شي، خو د ښار په منځ، د کرزي په ستډيوم کې، هغه شل دقيقې وځنډېدل. يوه دقيقه له هغه وروسته چې دروازه پرانيستل شوه، د ستډيوم په انګړ کې راکټ پرېوت، يو ماشوم يې ووژلو او دوه تنه لويان يې ټپيان کړل.



راکټ خپل کار وکړ. ستډيوم ته راغلو خلکو په وتلو پيل وکړ.



د هلمند والي، ګلاب منګل د راکټ له رالوېدو شل دقيقې وروسته ستډيوم ته راورسېد. هغه د ماشوم د وژل کېدو له امله خپګان څرګند کړ. وروسته د رايو ورکولو صندقونو ته لاړ چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو نوماندو ته رايه ورکړي.



کله چې له هغه وپوښتل شو، چاته دې رايه ورکړه، هغه په ځواب کې وويل: "حامد کرزي ته!"



د سهار په اوږدو کې راکټونه راتلل. ټول اته راکټه راغلل. د لومړنيو رپوټونو له مخې په دې بريدونو کې ١٤ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.



د لښکرګاه د کارته لګن د ناحيې اوسيدونکي، حزب الله وپوښتل: "ولې بهرني ځواکونه ددې راکټونو مخه نه نيسي؟ خلک دلته وډارېدل. هيڅوک رايې ورکولو ته نه راځي."



د کوکنارو او بغاوت مرکز، هلمند، اوس د نړيوالو پوځونو مرکز هم دى. د متحده ايالتونو له ١٠ زرو څخه سرتېرې د اوړي په اوږدو کې راغلل او د برتانيې له موجودو اتو زرو سرتېرو سره يوځاى شول. دې دوو ډلو د تېرو دوو مياشتو راهيسې له طالبانو څخه د سيمې د پاکولو په موخه ستر پوځې عمليات وکړل.



ځايي اوسيدونکي شکايت کوي چې پوځي عملياتو نتېجه ورکړې نه ده.



د هلمند د سيند دپاسه لښکرګاه ته څېرمه د باباجي د سيمي اوسيدونکي شېرمحمد افغان وويل: "زه دلته له هندواڼو سره ناست يم. رايه نشم ورکولاى، ځکه د رايو ورکولو کوم مرکز يې دلته نه دى جوړ کړى. طالبانو هغوى پرې نه ښودل."



محمد عظيم ظاهريار هم د رايې ورکول مرکز ته نه و تللى.



هغه وويل: "طالبان په ټولو څلورلارو کې ګزمې کوي. هغوى به هيچا ته هم اجازه ورنه کړي چې رايه ورکړي. هغوى له ځان سره چړې ګرځوي. هغوى وايي که ويې ليده چې د چا ګوته په رنګ شوې وه، نو ورپرې به يې کړي. که د رايې ورکولو کارت يې درسره ونيو، نو درباندې خوري يې. زما په ګاونډي باندې دا کار شوى دى."



له لښکرګاه څخه وړاندې وضعه تر دې ناوړه ده. په سنګين کې د رايو ورکولو زياتره مرکزونه، نه دي پرانيستي. که کوم پرانيستى هم وي، ډېرلږ خلک ورته راغلي دي. طالبان توانيدلي دي چې سنګين په بشپړ ډول تړلي پاتې کړي.



د سنګين ولسوال، فضل حق وويل: "زه ډېر خپه يم چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته ټولې راغلې لارې تړلي دي."



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دادى اوس نهه نيمې بجې دي او يوازې درې تنه رايه ورکوونکي راغلي دي. خلک ډېر خپه دي؛ ځکه بهرنيانو ونه کړاى شول په سنګين کې امنيت تامين کړي."



د موسى کلا ولسوال، ملا عبدالسلام وويل د هغه په سيمې کې يو شمېر خلکو له تاوتريخوالي سره سره رايې ورکړې.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دلته تقريبا ١٥ راکټونه راغلل. خلک يې وډارول او رايې ورکولو ته رانغلل. خو سره له دې ډلې ډلې خلک راځي او رايه ورکوي. له بده مرغه د ښځو لپاره د رايو مرکزونه نه لرو. له دې امله هغوى په کورونوکې پاتې دي."



په يوولس بجو خبر راورسېد چې لښکرګاه ته څېرمه د بولان د ولسوالۍ د رايو ورکولو په مرکزکې راکټونه ولوېدل او وتړل شو.



د هلمند د ټاکنو کميسون مشر د بريد پخلى وکړ ، خو دايې ونه ويل چې ګوندې کوم بل ځاى به ورته وموندل شي.



له تاوتريخوالي برسېره د رايو ورکولو په بهيرکې د بېنظميو خبر هم ورکړ شوى و.



يوڅو مرکزونو ژورناليستانو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې او داسې ګونکوسې خپرې شوې وې چې ګوندې کوم شى پټوي.



د پژواک خبري رسنۍ يو خبريال، زين الله ستانکزي وويل: "زه پوهيږم چې هلته څه روان دي. ښايي هلته درغلي وشي."



لږ تر لږه د رايو ورکولو په يو مرکز کې د ټولټاکنو په کارکوونکو ادعا شوې چې په رايو کې يې لاس وهلى دى. د رپوټونو له مخې يې زړو رايه ورکوونکو ته ويلي چې خپلې رايې ټاکلي نوماند ته ورکړي. په يو ځاى کې د ټاکنو يو کارکوونکي د يو رايه ورکوونکي له لاسه د رايې ورکولو کارت اخيستى او پخپله يې ډک کړى دى.



د ښار د کارته لګن په سيمه کې پنځه ښځې په بېصبرانه ډول د رايو ورکولو مرکز ته انتظار وې. هغوى ته يوې ښځې وويل د هغو "مشره" غوښتل راشي، خو پخپله هغه رانغله.



يوې ښځې وويل: "هغې زموږ د رايې ورکولو کارتونه پرون اخيستې وو. موږ نه پوهيږو چاته رايه ورکړو. هغې غوښتل له موږ سره مرسته وکړي."



د رايو ورکولو په يو شمېرمرکزونو کې د برحال ولسمشر حامد کرزي نوي لوى پوسترونه ځوړند شوي وو. د ټاکنو د قانون له مخې له ټاکنې دمخه په دوه اويا ساعتونو کې د کمپاين اجازه نشته.



د اشرف په نامه د يوکانديد څارونکي نيوکه وکړه: "دا کار د ټولټاکنو له قانون څخه سرغړونه ده. د ټولټاکنو خپلواک کميسون بايد هغې ته اجازه ورنه کړي."



د رايو د ورکولو د مرکز مشر، رشيد احمد وويل: "ما دا خبره د ټولټاکنو خپلواک کميسون ته رسولې ده. خو هغوى وويل چې داسې عکسونه هرځاى شته. موږ د هغې په اړه څه نشو کولاى."



د کارته لګن د ښوونځي زده کوونکو، ملالۍ بيات او دهغې خور آى ډبليو پي آر ته وويل، هغوى ته ويل شوي و چې کرزي ته رايه ورکړي.



هغې وويل: "دا څنګه کېداى شي؟ ما فکر کاوه چې دا به ازادې او عادلانه ټولټاکنې وي."



د هلمند په زياترو مرکزونو کې يو ډېر مهم شى نه و، د سوري کولو ماشين. کله چې رايه ورکوونکي د رايې پاڼه واخلي د هغه د رايې ورکولو کارت سورى کيږي، چې د دويم ځلې رايې ورکولو مخه يې ونيول شي.



د سوري کولو د ماشين په نشتوالي د ټولټاکنو کارکوونکو له قيچي څخه کار واخيست او د رايې ورکولو د کارت يوه څنډه يې قيچي کوله. دا کار د ځينو رايه ورکوونکو نه خوښېده.



انور وويل: "زه له مارجې څخه دلته د رايې ورکولو لپاره راغلى يم. (هغوى) زما کارت پرې کړ. هغه يې خراب کړ. په دې کار ډېر خپه شوم."
Frontline Updates
Support local journalists