په فراه ولایت کې «له زغمه وتلی» فساد

ځايي خلک وايي له حکومت سره یې واټن نور هم پراخ شوی دی.

په فراه ولایت کې «له زغمه وتلی» فساد

ځايي خلک وايي له حکومت سره یې واټن نور هم پراخ شوی دی.

IWPR
IWPR

قومي مشر حاجي سلیمان وویل ، درې ورځې  يې د فراه ولایت احصايي په ریاست کې د تابیعت  تذکرې د اخیستلو لپاره بې گټې تېرې کړې.

دا سند، چې د تذکرې په نامه یادیږي، د ټولو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، لکه، روغتیاڅارنې، زده کړې، بانکي چارې، کار کولو او رایې ورکولو ته اړینه ده.   

د فراه ولایت د درېمې ناحیې اوسیدونکی، سلیمان هره ورځ د سهار په نهو بجو، د دفتر له پرانیستو څخه تر ماسپښین پورې انتظار وي خو  وروسته تش لاس کور ته ستنیږي. لامل يې دادی چې هغه بډې نه ورکوي.

سلیمان وویل: «هره ورځ په منځنۍ کچه ۵۰ تنه د حکومتې ادارو مخې ته د خپلو کارونو د اجرا لپاره کتار ولاړ وي. له هغوی سره د نه زغم چار چلند کیږي. د ټولو څانګو مامورین په رډو سترګو له خلکو څخه بډې غواړي. که څوک بډې ور نه کړي، کارونه يې سر ته نه رسیږي. دا یو حقیقت دی.»

د لویدیځ ولایت فرا اوسیدونکي، چې د افغانستان تر ټولو بېوزلی ولایت دی، وایی، د فساد کچه د زغم وړ نه ده.

د فراه د ولایتي شورا مشر، فرید بختور وویل، هر ځای بډې دي. واسطې په ادارو کې لوی رول لوبوی.

هغه وویل: «د تېرو ۱۶ کلونو راهیسې لوړ پوړو چارواکو او رئیسانو په خپلو ادارو کې خپل خپلوان مقرر کړي او ریاستونه يې له یوه سره شخصي کړي دي.»

بختور ګوت څنډنه وکړه  چې د کابل له مداخلې پرته به خلک له پخوا څخه زیات له حکومت نه واټن ونیسي .

د مدني ټولنې فعال، جاوېد تابش هم وویل، د دې پر ځای چې ټکسونه او پیسې د دولت خزانې ته لاړې شي، په منظم ډول د مفسدو ځايي چارواکو جیبونو ته ځي.

نوموړي زیاته کړه: «نه یوازې د فراه د عوایدو په ریاست کې فساد موجود دی، بلکې د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې حکومتي پیسې په سیستماتیک ډول د چارواکو جیبونو ته ځي.»

د فرید احمد هیبت په نامه یو بل فعال وویل، فساد په قضايي سیستم کې تر دې کچې ناوړه دی چې ځايي خلک زیاتره د خپلو دعوو د فیصله کولو لپاره غیر رسمي کانالونو او آن د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «د فراه اوسیدونکو پر قضایی سیستم خپل اعتماد له لاسه ورکړی. له دې امله خلک هڅه کوي لومړی خپلې ناندرۍ د محلي شوراګانو او قومي مشرانو له لارې هوارې کړي. که دې کار نتیجه ورنه کړه، نو بیا د طالبانو محکمو ته ورځي.»

د فراه چارواکي په خپل وار انکار  کوي چې فساد او بډې په دې سیستم کې ډېرې نه دی.

د فراه د استیناف د محکمې رئیس، عطاءالله فکري وویل، ښایي د خلکو قضیې ورو فیصله شي، هغه له نژدې څخه د خپلو کارکوونکو کارونه څاري.

هغه وویل: «زه دوه یا درې ځلي د محکمې په دروازه کې مراجعین ودروم او پوښتنه کوم که چېرې کوم قاضي ترې پیسې غوښتې وي یا يې ورته کار ځنډولی وي. کوچنۍ قضيې زه پخپله فیصله کوم.»

د فراه ولایت د اداري اصلاحاتو او دولتي خدماتو د کمیسیون رئیسې، راحلې مشعل هم وویل، ډېرې هلې ځلې شوي چې په ګومارنو کې د بډو او واسطو مخه ونیول شي.

هغې وویل: «فکر نه کوم چې په فراه ولایت کې دې څوک د پیسو او یا سیاسي اړیکو له لارې مقرر شوی وي. زما په وړاندې داسې کومه پېښه نه ده تېره شوې. ټول کارکوونکي د خپلې وړتیا او لیاقت له مخې د ازادې او عادلانه سیالې له لارې مقرر شوي دي.»

د فراه والي محمد عارف شاه جهان د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۵ په ولایت کې د امنیت په تأمینولو کې د پاتې راتګ له امله د ولایت له دندې څخه استعفا وکړه.

نوموړي آی ډبلیو پی آر ته تر دې دمخه چې له څوکۍ لرې شي، ویلی و، په سیمه ییز حکومت کې فساد موجود دی او اعتراف يې وکړ، ځینې چارواکي او دولتي مامورین برالا بډې اخلي.

هغه وویل: هغه د سمې پرېکړې د نیولو واک نه لري.

نوموړي زیاته کړه  «هغه څوک چې په فساد کې ښکېل دي، پوهیږي چې محلي حکومت يې مخه نشي نیولای، له دې امله له ډاره پرته بډې اخلي. ما څو څو ځلې حکومت ته ویلي چې ما ته د فساد د مخ نیوي   واک راکړي، خو دا کار تر اوسه عملي شوی نه دی.»

Frontline Updates
Support local journalists