په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ محدوديت

د هلمند ولايت خبريالان د طالبانو تر لاس لاندي سيمو څخه د راستنو شوو خبريالانو په وړاندې د پوليسو د ناسم چال چلن په هکله څرګندونې کوي.

په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ محدوديت

د هلمند ولايت خبريالان د طالبانو تر لاس لاندي سيمو څخه د راستنو شوو خبريالانو په وړاندې د پوليسو د ناسم چال چلن په هکله څرګندونې کوي.

Thursday, 6 December, 2007
.



د نومبر د مياشتې په پنځمه د دوشنبې په ورځ موږ څلور تنه د طالبانو تر لاس لاندې ولسوالۍ، موسی کلا ته وخوځيدو. له ماسره د بي بي سي خبريال، عزيز احمد شافي، د آريانا د تلويزون خبريال، عبدالودود هجران او د الجزيرې د تلويزيون خبريال، عبدالصمد صميم ملګري و.



موږ د طالبانو په بلنه هلته لاړو، خو د هلمند والي او د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، جان ګل خان مو هم هلته له تګ څخه خبرکړل.



موږ موسی کلا ته په ورتګ له مرګ څخه ډارېدلو. خو بيا مو هم زړه وکړ او هرګام مو د طالبانو له وياند، قاري يوسف سره همغږی کولو. دلته د طالبانو ډېرې ډلې شته دی. هريو يي خپل واک او ځواک لري. څوک نه پوهيږي، چه څه به کيږي.



موږ دا هم وليدل، چې طالبان لکه د پخوا په څېر و. خو کله چې د موسی کلا بازار ته ورسېدو، هغوی زموږ راتګ ته سترګې په لار و. خولې يي له موسکا ډکې وې.



موږ له زيات شمېر خلکو سره خبرې اترې وکړې. موږ د طالبانو د پرېټ(پوځي رسم ګذشت) فلمونه واخيستل. هغوی د سلو په شاوخوا کې موټرې او وسلې درلودې. هغوی موږ ته اجازه راکړه، هر څه چې مو زړه غواړي، هغه وکړو.



موږ اعصاب د راتګ ترمهاله خراب نه شول. (د راتنېدو پر مهال) په ګرشک کې زما موټر د پوليسو له خوا ودرول شو. کله يي چې زما د وسايلو بکس وليد، نو پوښتنه يي وکړه، چې په هغې کې څه شی دی؟



ما ورته وويل: "زه يو خبريال يم."



پوليس وويل: "ورک شه!"



هغوی هرڅه وکتل. هغوی له ما وغوښتل هغه عکسونه ورته وښايم، چې اخيستې مو دي. بيا يي زما مرکې واورېدې. يو سړی په مرکې کې د ناټو او د هغی له خوا له بمباريو شکايت کولو.



نوموړي سړي ويلي و: "هغوی زموږ جومات ويجاړ کړ. اوس دومره ځای نه شته چې د خدای لپاره په کې لمونځونه وکړو."



کله چې يي دا واورېدل، نو پوليس په غوسه شو او په ما باندې يي نارې سورې پيل کړې.



هغه په غوسه وويل: "ولې داسې شيان ثبتوې؟"



هغوی د سفر په هکله نورې ډېرې پوښتنې هم وکړې. هغوی غوښتل پوه شي، چې په موسی کلا کې چېرته او له چا سره اوسيدم. هغوی د نومونو او د تيلفون د شمېرو پوښتنه کوله.



له دې وروسته يي د الجزيرې خبريال، صميم راوست، چې له موږ څخه وروسته له موسی کلا څخه راخوځېدلی و.



هغوی زما موبايل تليفون راڅخه واخيست، خو د هغه ترمخه مې په کندهار کې خپل يو ملګري ته تيلفون وکړ. د خدای فضل و، تليفون وشو. زما په اند هغه يو څو نفرو ته تليفونونه وکړل، ځکه له څه کم و ډېر يو نيم ساعت څخه وروسته موږ دواړه پرېښودل شو. پوليس په دې کار خوشاله نه برېښېدل.



يو پوليس وويل: "موږ هغه څه کوو، چې راته وويل شي. موږ ته وويل شول، چې تاسو پرېږدو."



زه د ماسپښين په يوه نيمه بجه لښکرګاه ته راورسېدم او هلته مې د مطبوعاتو په مرکز کې يو څه کار تر سره کړ. له هغې وروسته کور ته لاړم. ډېر ستړی وم، ځکه تېرې دوې شپې مې له طالبانو سره پوره خوب نه و کړی.



په ماښام راته تليفونونه وشول. هغوی ويل موږ پوليس يو او غوښتل يي تر څو د هغوی څانګې ته ورشم. خو ما ورته وويل: "تاسو څوک ياست؟ زه تاسونه پېژنم. زه نه غواړم له تاسوسره خبرې وکړم."



د شپې په اتو بجو مې پوليس کور ته راغلل. هغوی سيمه محاصره کړې وه او زما دروازه يي ټکوله. هغوی زه لټولم. خو زما ورور ورته وويل، چې زه کندهار ته تللی يم. هغوی بېرته لاړل.



ما له ځان سره سوچ وکړ، "ښه، اوس خبريالان هم ترهګر بلل کيږي."



زه نه پوهېدم چې کوم ناسم کار مې کړی دی. آيا کوم جرم مې کړی؟ د پوليسو قوماندان، حسين انډيوال ته مې تليفون وکړ. سره له دې چې له هغه سره مې له پخوا څخه پېژندل، خو ډېره سړه وضعه يي راسره وکړه.



هغه ماته وويل: "که چېرته د الجزيرې خبريال يا نور مېلمانه درسره وي، نو موږ ته يي تسليم کړه."



ما د ملي امنيت په رياست کې يو چاته تليفون وکړ، چې د رئيس په نوم مو پېژندلو. هغه وويل، ما ته پته نه شته، چې تاسو څوک او ولې لټوي.



خو يو څوک مو لټوي. زه له والي سره څو، څو ځلي د جګړو ځپلو سيمو ليدلو ته تللی وم. خو دا پلا چې له طالبانو سره لاړم، نو حکومت مې په ځورولو پيل وکړ.



تاسو ښايي پوه نه شئ، چې په هلمند کی د خبريالۍ کا ر ډېر ستونزمن دی. موږ موسی کلا ته په تګ ځان له خطر سره مخامخ کړ او حکومت په دې پوهېد. موږ له خطر څخه ښه خبر و. موږ په دې پوهېدو چې ښايي بېرته ژوندي را نه شو. خو اوس حکومت، چې زموږ د خونديتوب مسووليت لري، زموږ د بندي کولوهلې ځلې کوي. هغوی داسې کارونه کوي، چې له طالبانو څخه ناوړه دي.
Frontline Updates
Support local journalists