Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې د دندې د تر لاسه کولو خطر

ښځې ټاکنو ته د خپل دريځ د ښه کېدو په سترګه ګوري، خو د نومونو د ليکلو په واړندې ورته خطر پروت دی.
By Abdul Baseer

د تيلفون له لارې د يو نارينه غږ تر غوږو شو: ((تا ځان کانديد کړی دی. ستا ژوند په خطر کې دی. اوس ستا ژوند زموږ په لاسونو کې دی.))


ثريا پرليکا تلولې نه برېښېده. نوموړې د ښځو د حقونو د مخکښې مبارزې په توګه، چې د افغانستان د ښځو د ټولنې مشري کوي، وويل: ((دا ډول شيان تل پېښږي.))


پرليکا پارلمان ته له پنځو سوو څخه د زياتو کانديدو شويو ښځو په ډلې کې ده. دا ټاکنې چې د وږي په 27 نېټه په پام کې نيول شوي، له پخوا به ډېرې ستونزمنې او د ښځو لپاره به له معمول زياتې خطرناکې وي.


د افغانستان د ټاکنو قانون هڅه کړې، پارلمان ته د ورتګ لپاره ښځو ته لاره اسانه کړي او له هر 34 ولايتونو څخه يې ښځو ته دوه، دوه څوکۍ په پام کې نيولې دي.


داسې برپښي، چې د قانون او دود ترمنځ په جګړه کې دود برلاسی وي. د ټولنې زيات زاړه پال عناصر په دې اند دي، چې ښځې د واک له لاسته راوړلو سره سروکار نه لري او دا د اسلامي دود يو مخالف عمل دی.


د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړی، ډاکتر شېرعلي ظريفي وايي، اسلام پارلمان ته د ښځو له ټاکنو سره مخالف نه دی. هغه وايي. ((ښځې کولای شي، د اسلام ترچتر لاندې ټاکنو ته ودريږي او يا رايه ورکړي.))


خو د ښځو په وړاندې د ګواښ زيات شمېر رپوټونه ورکړي شوي دي. ځينې خو يې لا د تاوتريخوالي په کچه کې دي. د يوې ښځينه کانديدې کور ته اور واچول شو.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر (يوناما) وياند، سلطان احمد بهين، چې د ټاکنو له کميسون سره مرسته کوي، وايي، د ښځو په وړاندې د ګواښ رپوټونه ورته نه دي رسېدلي. د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې د وينا له مخې، پنځوس تنې ښځې د امنيتي اندېښنو له امله په خپله خوښه له کانديدېدو څخه تېرې شوي دي.


له ستونزو سره سره داسې مېرمنې شته او دې ته چمتودي، چې ددې کار لپاره مبارزه وکړي.


صفيه صديقي په کابل کې اوسيږي، خوپارلمان ته يې ځان د ننګرهار له ولايت څخه کانديد کړی دی، چې وايي هلته زيات پلويان لري. هغه په ننګرهار کې د ښځو د ستونزو په اړه پوهيږي، چې له پاکستان سره په پوله پروت يو غرنی ولايت دی.


هغه وايي: ((په ننګرهار کې ښځينه کاندېدانې امنيتي او اقتصادي ستونزې لري. موږ نه غونډې جوړولای شو او نه کوم ځانګړي ځای ته تلای شو. د يو شمېر ښځينه کانديدانو لپاره د کمپاين پر مخ وړل يوه ستونزمنه خبره ده. داسې يو شمېر مېرمنې شته، چې خپل کمپاين له بورقې لاندې تر سره کوي.))


صديقي وايي، څنګه چې ښځې په زياتره دوديزو ځايونو کې د مېړه له اجازې پرته نه شي کولای بهرولاړې شي، نو د هغوی کمپاين به کور په کور ګرځېدل وي .


هغه وايي، هغې پتېلې ده، چې خپلې څوکۍ ته ودريږي، تر څو وکړای شي، د ښځو د حقونو دفاع وکړي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.


يوې بلې سياستوالې، ملالۍ شينوارې، سرچپه کار کړی دی. هغه د ننګرهار د ولايت اوسېدونکې ده او له کابل څخه يې ځان کانديد کړی دی. هغه په دې اند ده، چې په خپل کورني ولايت کې به د دوديز چال چلن له امله ماتې وخوري. هغه وايي: ((که ما خپل ځان له خپلې زوکړې ولايت، ننګرهار څخه نومولی وای، نو دودونو به راته ستونزې رادمخه کړی وای.))


د مزار شريف څخه کانديده شوې مېرمن، صالحه اولکر وايي، افغاني مېرمنو د خپلو نارينه وو شا نيولې ده. زياتره خلک په دې اند دي، چې (ښځې) د کوم شي د لاسته راوړلو وړتيا نه لري. هغه وايي: ((ما خپل ځان د يو کانديد په توګه نومولی دی، تر څو خلکو ته وښايم، چې ښځې هم کولای شي له خپلو حقونو څخه دفاع او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.))


سياسي څېړونکی، حبيب الله رفيع وايي، ښځې ددې حق لري، چې په پارلمان کې واوسي. نوموړي د بېلګې په توګه په 1928 کال کې د شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال رابلل شوې لويې جرګې ته ګوته ونيوه. له 1933 څخه تر 1973 پورې د محمد ظاهر شاه د پاچهۍ په اوږده دوره کې ښځو د پارلمان او ولايتي جرګو ته ځانونه کانديد کړي و. خو رفيع د ټاکنو په بهير باندې د بهرنيانو د کنترول له امله ناخوښ دی. هغه پوښتنه کوي: ((امريکا د 200 کلونو څخه را په دې خوا دموکراسي لري. په دې ټوله موده کې کومې ښځې ځان ولسمشرۍ ته نه دی کانديد کړی او نه په کابينه کې دومره لوی شمېر مېرمنې شته... نو ولې هغوی په نورو باندې هغه کارونه تپي، چې نه يې لري او نه يې غواړي؟))


نارينه رايې ورکوونکي ښځو ته د رايو ورکولو په اړه په خپلو منځونو کې سره وېشلې دي.


د کابل يو اوسېدونکی، عبدالناصر وايي: ((خلکو په تېرو کلونو کې د نارينه ګانو کارونه ليدلي دي. هغه له ورانۍ او لوټ څخه بل شی نه و. زه ښځو ته رايه ورکوم، ځکه ښځو په هغې کې هېڅ ونډه نه درلوده.))


يو بل نارينه رحيم الله ښځو ته رايه ورکول نه مني. هغه وايي: ((زه ښځو ته رايه نه ورکوم. خپلو خپلوانو او انډېوالانو ته به ووايم، چې نارينه ته رايه ورکړي، ځکه نارينه ګان چې څه وايي هغه کوي.))


د کابل يو بل اوسېدونکی، فضل هادي په ټولو کاندېدانو باندې کرښه راکښله. هغه ويل: ((هغه خلک چې د خلکو د استازيتوب دعوا کوي، درغل دي، که نارينه وي يا ښځې. هغوی ځانونه ددې لپاره کانديد کړي، چې پيسې ټولې کړي او بس.