Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په داغيستان کې له کليوالي ژوند څخه د کاسيرۍ (بدلمنۍ) لوري ته

داسې بريښي، چې په ناقانونه توګه په فاحشه خانو کې د ښځو کارکول زياتره دوديزي ريښي لري.
By Svetlana Anohina

هغه مهال چې رادميلا د داغيستان پلازمينې مهاج کلا ته د طبي زده کړو لپاره راغله، نو د نورو زده کوونکو په مخکې د خپلو زړو او موښلو جامو او خوارپړکو شيانو له امله په خپلې کليوالي مخينيې شرمېده.


رادميلا د خپلو همټولکيوالو په هکله ويل: ((هغوی ډېر ښه برېښېدل. هغوې موبايل تيليفونونه لرل. ما دخپلې خور جامې اغوستې وې.))


هغه وايي: ((ما وليدل چې نورې نجونې څومره په اسانۍ ژوند کوي او هغه هم په زړه پورې. ما په خپل کلي کې څه ليدل؟ د کور کار، باغ او د څارويو سمبالول.))


سره له دې د هغې روزنه يو څه ستنونزمنه وه، خو د مستعار په نوم، راديملا هغه مهال خپلې زده کړې پرېښودې، چې په سوناګانو (حمامونو) کې د ورځې په يو ساعت کې د 700 روبلو يا 25 لوړ عايد د تر لاسه کولو خبره يې غوږونو ته ورسېده. هغې اوس يواپارتمان په کرايې نيولی دی او له دوو نورو نجونو سره اوسيږي، چې يوځای کار وسره کوي.


د رادميلا کيسه د روسيې په هر ځای کې د خلکو غوږونو ته رسيږي. هغه څه چې هغه له نورو بېلوي، هغه په داغيستان کې د هغې اوسېدنه ده، چې اوسېدونکي يې زياتره مسلمانان دي او کليوالي ژوند په کې لا تر اوسه د درنو دودنو لاندې دی. په کليو کې د ښځو وقار کېدای شي، مازې د يو ناسم چلن له امله ناوړه شي او د خلکو په خولو کې ولويږي. .


له دې امله له داسې ارزښتونو سره فرهنګې ټکر او چټک پرمختګ، د ښاري ژوند بې نومه والی (ګمنامي) او ژر خپرېدونکي ماترياليزم په مهاج کلا کې د روسيې د نورو ښارونو په پرتله زيات پياوړی دی.


په وروستيووختونو کې کاسيرۍ ته د داغيستان د ښځو داوښتلو شمېره په لاس کی نه شته، خو له شواهدو داسې برښي، چې هغوی زياتره ځوانې دې او کليوالي مخينه لري.


په داسې حال کې چې د کاسيرۍ په اړه د پرېکړې کول په بشپړ ډول له ټينګي روزنې سره مل وي، خو يو شمېر ارواپوهان په دې اند دي، چې دا سوداګري له دې امله له کليوالي ښځو سره کيږي، چې له کوچنيوالي مطيع پاتې شوي دي.


له ښار څخه بهر زياتره هغه د بزګرانو په مارکيټونو، موټرو پرېمنځلو او نورو هغو ځايونو کې په کارونو ګومارل کيږي، چې د کليوالي سيمو نالوستې او بې کسب او کاره ناماهرې ښځې په کې استخداميږي.


د (ښوونځيو) د ازموينې وختونه د فاحشه خانو د خاوندانو لپاره د بېړوبار وختونه او د کاسيرۍ لپاره د نجونو د استخدامولو ښه موقع ده. ځکه که هغوی په خپلو لوستو کې ناکامې شوې وي، نو بېرته کلي ته نه ستنيږي.


يو شمېر يي لکه تاميلا، چې له دوو کلونو راهيسې د کاسيرې په توګه کار کوي، ټينګا رکوي، چې دا کار د بلونو د تاديې په خاطرکوي. هغه مړوښه ده او فکر کوي، چې ښايي د هغې مېړه وپوهيږي، چې زه د اوونۍ څو څو ځله په سونا کې څه کوم.


هغه وايي: ((هغه څه شی نه شي ګټلای... زموړ خپلوان له موږ سره مرسته نه کوي. موږ يو ماشوم لرو، چې ويې روزو. زه لا تر اوسه ځوانه يم. زه بايد ددې جوګه شم ، چې ښې جامې واغوندم.))


هغه زياتوي: ((د سونا خواندان زما د تلفون شمېره لري، هرکله چې يو بډای مشتري راشي، هغوی ماته تليفون کوي. که زما دا عايد نه وای، نو مېړه او ما ته به ګرانه وای، چې خپې اړتياوې پوره کړو.))


ماهرين وايي، په اسانه توګه د پيسو لاسته راوړلو هڅه د هغه نوي ماټريالزم پيل دی، چې د شوروي اتحاد له تس نس کېدو راوسته زيات شو او زيات شمېر (نجونې) يې حمامونو او کوڅو ته راوايستلي.


په مهاج کلا کې د ښځو د روغتون مشره، عايشت محمدوا، دا کار د ((جامو عبادت)) بلي.


هغه وايي: ((زه ډېرو هېوادونو ته تللې يم. ما هيڅکله نه دي ليدلي، چې خلک مادي شيانو ته اهميت


ورکړي. دلته په داغيستان کې د ځوانو مېرمنو معلومات او د دريځ احساس له فيشني جامو لسره دی. هغوې خپل ټولنيز دريځ د خپلو او نورو د سترګو په واندې لوړوي.))


ارواپوهه اليا مکرچاين د داغيستان د مورولۍ او پلارولۍ په دويزې لارې باندې پړه اچوي، چې د ځوانو نجونو د ژوند په هرې لارې او اړخ باندې اصول او محدوديتونه لګوي او په دې توګه يې کاسيرۍ ته لاره هواروي.


هغه وايي: ((يوې نجلۍ ته له دليله پرته د کاسيرې نوم ورکول کېدای شي، کور ته په ناوخته راتګ، د نازکو جامو په اغوستلو، ځانته د هلکانو په پام اړولو او نورو. لا له هماغه لومړنۍ شېبې هغې ته ويل کيږي، چې هغه ناولې او بدرنګه ده. طبيعي ده، چې هغه ددې فشار په وړاندې غبرګون ښيې. هغه له ځان سره سوچ کوي، هرڅوک راته له ډېر پخوا څخه همدا وايي، ښايې دا هم يو لامل وي.))


يو بل اراپوه، سرګي چيپاسويلي نيمګړتيا د داغيستان د نجونو په روزلو او تربيېې کې ګوري. هغه


وايي، هغه له پوښتنې پرته داسې روزل کيږي، چې د نارينه وو او د هغوی د مشرانو متابعت وکړي. نجوني لکه د امتعې په څېر کاريږي، زياتره هغه چاته وديږي، چې هغوی ورسره مينه نه لري، او نه د کورنۍ په دلچسپۍ پوهيږي.


هغه وايي، دليل يې دادی، چې دا نجونې، (د خپل ځان په وړاندې منفي او يو ځانګړی تصور لري.)


هغه زياتوي: ((دا داسې مانا لري، له يو نارينه سره په يوې بسترې کې د يوې مېرمنې څملاستل، چې هغه يې نه غواړي، داسې داخلي خنډونه دي، چې د داغيستان په ښځو لاسبرې شوي دي. دا کار د کاسيرۍ په لور د يو ګام پورته کول دي.))


په دې کلکې دوديزي ټولنې کې کاسيري ښځې خپل ځانونه د خپلو کورنيو او خلکو له خوا زياتې رټلې او شرمېدلې بولي. يوه ناګڼلې لور زياتره له کوره شړل کيږي او خپلوان يې ورسره ټول اړيکي شلوي.


تامارا د پنځلس کلنۍ په منګ هغه مهال کاسيرۍ ته مخه کړه، چې پلار يې د هغې د امينداورۍ له خبرېدو ورسته هغه کور ته له راتګ څخه منع کړه.


تمارا، چې د خپلو درېو اولادونو د نفقې د برابرولو لپاره کاسيري کوي، وايي: ((هغه زه ووهلم او له کوره يې وشړلم. چېرته دتګ ځای مې نه درلود. زما خپلوانو خپلو کورنو ته نه پرېښودم. ځکه زه مختورې او شرمېدلې وم. لومړی د خپل اپارتمان په دهليز کې بېده کېدم. کله چې مې پلار خبر شو نو ويې ويل، چې که بيا مې دلته نژدې ولېدې، نو وبه دې وژنم. هغه زما خويندو ته وويل، چې له ما سره خبرې ونه کړي.))


له دې مخ په زياتېدونکې ستونزې سره د مقابلې لپاره هلې ځلې روانې دي..


اسلامي عالمانو د مهاج کلا د 300 په شاوخوا کې سوناګانې (حمامونه) وليدل، تر څو د فاحشه خانو خاوندانو او د هغوی مشتريانو ته ووايي، چې د اسلام له خوا د منع شويو فعاليتونو له سرته رسولو څخه لاس واخلي.


په عين حال کې يو شمېر مذهبي څېرو د سوناګانو د خاوندانو او د کاسيرو ښځو د عکسونو اخيستل او د هغوی کليو او کورنو ته د استولو د يو سخت ګام اخيستلو وړانديز وکړ.


د د اغيستان د مذهبي چارو مشر، محمد عبدالرحمنوف دا ومنله چې دا هڅې تر اوسه بريالۍ نه دي.


هغه وويل: ((خلک په زړونو کې له خدای څخه ډار نه لري. . زه نه شم وبلای، چې ولې، دا د کليو نجونې دي. هلته عادت پياوړی دی، چې په پوره اسانۍ کاسيرۍ ته مخه کوي. هغوی ان له تر دې نه ډاريږي، چې يوه ورځ به ونيول شي او جزا به ومومي.


رادميلا لا تر اوسه له خپلې کورنۍ سره اړيکې لري، خو د نوي ژوند په هکله ورته څه نه وايي.


هغه وايي: ((کله چې زما مور او پلار زما د ليدو لپاره راځي، جامې بدلوم او ورته وايم، چې لا زده کړو ته دوام ورکوم. سره له دې چې په دې باندي پوهيږم، يوه ورځ به هغوی په دې پوه شي.)).


((زما ورور به ما مړه کړي.))