په باميانو کې غوښن شعارونه او د خلکو لږه هيله

کانديدان زياتې ژمنې کوي، خو رايه ورکوونکي په دې غرني ليرې پروت ولايت کې لا هماغسې شکمن پاتې دي.

په باميانو کې غوښن شعارونه او د خلکو لږه هيله

کانديدان زياتې ژمنې کوي، خو رايه ورکوونکي په دې غرني ليرې پروت ولايت کې لا هماغسې شکمن پاتې دي.

څلور تنه چوپ ناست او د ټاکنو د تبليغاتو پاڼې کاتوي، په داسې حال کې چې دېرش کلنه مرضيه محمدي د باميانو په ولايت کې خلکو ته د خپلو پلانونو په هکله خبرې کوي. مرضيه په نرمه اوخوږه ژبه، په ټوکو او خندا خبرې کوي او د باميانو ولايت ښځو د وو ځانګړو شويو څوکيو د يوې هغې د نيولو لپاره له اوو تنو نورو سره سيالي کوي.


مرضيه په دې بېرته پاتې ولايت کې يوه استثنايي مېرمن ده، چې په سلو کې د 98 په شاوخوا کې ښځې په کې په ليک لوست نه پوهيږي. نوموړې يوه ډاکټره او قابله ده او په حکومت کې د کار درې کلنه مخينه لري، چې دوه کاله يې د ښځو د چارو په وزارت او يو کال يې د ميدان وردګو ولايت په ټولنيزو چارو کې کار کړی دی.


په دې نارينه برلاسې ټولنه کې، چې خواوشا يې نارينه راټول شوي، په غيرعادي توګه، د هغې مېړه، يو خپلوان او د کمپاين دوه ملګري په پارلمان کې د څوکۍ د ګټلو لپاره له هغې سره مرسته کوي.


هغه وايي: ((ما خپله ټوله ګاڼه وپلورله، ترڅو د کمپاين لپاره پيسې چمتو کړم، خو اوس هغه خلاصې شوې دي. مېړه او لېور مې له ماسره مرسته کړې او پيسې يې راته پيدا کړي دي.))


د مرضيې د کمپاين مرکزي څانګه د باميانو په يو لوی خام سړک د پرتې يوې ودانۍ په دويم پوړ کې ده. دفتر ته د لرګو پاټکي ختلي او لاره يې خامه ده، چې اوړی له خاورو دوړو ډکه او د ژمې په واورو کې خټو او پلنديو پوښلې وي.


د خونې په يو کونج کې د کمپاين پوستر په يو لرګي ولاړ دی او نورې تبليغاتي پاڼې د وېشلو او ځړولو انتظار باسي. د دېوال دپاسه په يو ځړېدلې شعا رکې ليکل شوي: ((په ټاکنو کې برخه واخلئ. تر ټولو ښه کانديد غوره کړئ!))


مرضيه وايي: ((ما 1000 پوسترونه او 5000 تبليغاتي پاڼې چاپ کړي. تر اوسه مې په خپل کمپاين سل زره افغانۍ لګولي دي.)) نوموړې زياته کړه، د هغې ورور د لسو زرو افغانيو مرسته ورسره کړې ده.


هر کانديد د ټاکنو د سمبول د خپلولو لپاره په خولۍ کې له پرتو دريو نښو څخه يوه نښه غوره کوي. هغې نغری خوښ کړ. د هغې لپاره دا نښه د کورنۍ د زړه، ګرمۍ او رڼا د سرچينې مانا لري. په خولۍ کې د -اوښ او کمرې- دوه نورې نښې هم وې، چې د هغې په اند يې له ټولټاکنو سره اړيکې تتې برېښېدې.


مرضيه په ټينګار وايي: ((که پارلمان ته لاره وموم، زما لومړی کار به داوي، چې ددې ځای د نجونو او ښځو د زده کړې د اسانتياوو لپاره مبارزه وکړم.)) نوموړې زياته کړه،چې هغه به د ټول ولايت لپاره کار وکړي، چې وايي کلونه کلونه په پرله پسې توګه مرکزي حکومتونو له ياده ايستلی و.


هغه وايي: ((همدارنګه زه غواړم، چې د روغتيا د وضعې (د ښه والي) په هکله هم کار وکړم. يو کانديد څو ورځې دمخه خپله خور د ماشوم د زېږولو پر مهال له لاسه ورکړه. ماشوم هم مړ شوی و. چې مخه يې نيول کېدای شوه.))


مرضيه يوه لس کلنه لور او اته کلن زوی لري او په خپل مسلکي ژوند کې د کورنيو ستونزې له نژدې پېژني.


د هغې تر څنګ ناستې نولس کلنې عاقلې حسين علي د مرضيې خبرو ته په ډېر غور غوږ نيولی. دا ځوانه مېرمن د باميانو په ولايتي شورا کې د ځان د کانديدو په اړه تبليغات کوي.


هغه شرمندوکه بريښي او وايي، چې په ټولټاکنو د سياليو لپاره خلکو هڅولې ده.


هغه وايي: ((ما په يوې بنګله ديشۍ غير حکومتي موسسې کې کار کاو، چې خلکو راته وويل، بايد د ټاکنو لپاره ودريږم.))


هغه ښايي شرمندوکه وي، خو دومره زړورتيا يې درلودله، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د نجونو په يو پټ ښوونځي کې لوست کاو. هغه مهال چې د نجونو په ليک لوست باندې بنديز لګېدلی و.


هغه وايي: ((موږ پنځلس تنه ښوونځي ته تللو. موږ هرې يوې د مياشتې درې سوه افغانۍ فيس ورکاو. موږ خپل کتابونه دخپلو بورقو لاندې پټول، چې د ځان د نيولو مخه ونيسو.))


عاقله د خپل کمپاين لپاره يوه ساده لاره لري، ((زه غواړم د نارينه او ښځو دواړو لپاره کاروکړم.)) د هغې پوسترونه لنډ دي او يوازې (خپلواکي، ازادي او ځمکنۍ بشپړتيا) په کې ليکل شوي.


هغې همدا راز لوړه کړې، چې په دې ليري پروت غرني ولايت کې زيات کلينيکونه او روغتونونه جوړکړي، چې د خرو په واسطه تر سړکه پورې رسېدل ورځې ورځې مزل غواړي.


د هغې د کمپيان له دفتر څخه بهر د بازار د هټيو په کړکيو او دېوالونو د مرضيې په پوسترونو کې ليکل شوي، هغه هم د افغانستان د ودانولو لپاره د نارينه او ښځو دواړو لپاره په برابره توګه کار کوي.


هغه د هغو خلکو هڅونې ته اړتيا لري، چې د اړتياوو د پوره کولو او پېر او پلور لپاره د باميانو بازار ته راځي. زياتره ښاريان پارلمان نه پېژني او هغې ته د ټاکنو کولو په اړه پوره بې باوري څرګندوي.


يو هټيوال، محمد نعيم عالمي، چې د نورو په پرتله زيات معلومات لري، په خپلو کړکيو باندې د يوې ښځې په ګډون د پنځو نورو کانديدانو د پوسترونو لګولو ته اجازه ورکړې.


عالمي وايي: ((زه پوهيږم، چې پارلمان څه ته وايي. په هغې کې د هر ولايت خلک غړيتوب لري، چې د خپل ولايت استازيتوب کوي.))


هغه لا تر اوسه پتېلې نه ده، چې چاته رايه ورکړي، خو وايي هغه چاته به رايه ورکړي، چې له پخوا څخه يې پېژني او باور پرې کولای شي.


هغه په غوسه وويل: ((يو شمېر کانديدان خلکو ته پيسې ورکوي او د هغوی د رايو د اخيتسلو هڅه کوي. که چا ما ته دپيسو وړانديز وکړ، نو هغه به واخلم، خو هغه ته به رايه ورنه کړم.))


يو بل هټيوال شل کلن محمد اغا ټول ټاکنو ته په بده سترګه ګوري. هغه وايي: ((زما ټول کانديدان بدې راځي. يو شمېر يې ان له پوښتنې پرته زما د هټۍ پر کړکيو خپل پوسترونه ځړوي. ما هغه ټول وشلول. زه هغوی يو ته هم رايه نه ورکوم.))


د محمداغا له هټۍ سره نژدې، چې شليدلي پوسترونه ورباندې ځوړند و، د باميانو د خلکو د شورا مشر ناست و او دخپل کمپاين ليک يې لوستلو. دوست محمد هم د پارلمان لپاره ځان نومولی دی او وايي، چې څلور ډلې خلک هغه ته کمپاين کوي.


هغه وايي: ((که زه چېرته پارلمان ته لاړم، نو زيات ځواک به ولرم او دخپلو خلکو لپاره به زيات کار وکړم.)) هغه زياته کړه، هغه نه يوازې د باميانو لپاره کار کوي، بلکې د ټول افغانستان لپاره کار کوي.


هغه وايي: ((ما 2000 پوسترې او 2000 تبليغاتي پاڼې په 15 زرو افغانيو چاپ کړي دي.)) هغه وايي، د هغه کمپاين په ټولنيز عدالت، امنيت، ازادۍ او د افغانستان په بيا ودانولو ولاړ دی.


هغه په يو کانديد باندې د فساد تور ولګولو او ويې ويل، چې نوموړي کانديد شپږ لارۍ بار غوړي او وريجې راوړي او هغه چا ته يې ورکوي، چې د رايې د ورکولو ژمنه ورسره کوي.


دوست محمد وايي، هغه زياتره د ښار د جومات له لارې، په ځانګړې توګه د جمعې له لمانځه وروسته، کمپاين کوي. دا د خلکو د لېدلو تر ټولو ښه ځای دی، ځکه باميان کوم مرکزې سالون، لوبغالی او د غونډو ځای نه لري.


په افغانستان کې په سني مذهبه ټولنې کې جوماتونه د ښځو د ټولېدو ځايونه نه دي. د باميانو ولايت، چې د هزاره ګانو ټاټوبی دی او زياتره يې شيعه ګان دي، ښځو ته اجازه ورکوي، چې جوماتونو ته ورشي.


دوست محمد د اتو او 26 کلونو تر منځ کوچنيان لري. د هغه د رايو ورکولو سمبول د اتلولۍ کپ دی او هغه دماشومانو په څېر خوښ بريښي. هغه د خوشبينۍ له مخې وايي: ((دا د بري يوه نښه ده.))


د هېڅ کانديد لپاره په دې ولايت کې، چې استوګن يې د 400 زرو او 600 زرو تر منځ اټکل شوي دي، د خپل پيغام خپرول اسانه کار نه دی.


ان دلته د ولايت په مرکز کې برښنا نه شته او يوازې هغه خلک د تلويزيون ننداره کوي، چې کولای شي، په خپل لګښت جنراتور واخلي. د هغه ولايت د يوازينۍ راديو خپرونې د هغه ولايت تر لس کيلومترۍ پورې رسيږي.


د دندې اندازه او څومره والی د 32 کلن علي احمد په تبصره کې ښه څرګند شوی دی، چې د يوې لارې په سر يې يو پوستر لوستلو. په هغه د بې طالع کانديد د سمبول لېدلو ښه اغيزه ونه کړه.


هغه وويل: ((زه به هغه چاته هيڅکله رايه ورنه کړم، چې سمبول يې له شرمه ډکه جارو وي. په جارو موږ کورونه جارو کوو. ما ته به شرم وي، چې داسې يو شي ته رايه ورکړم.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists