په ارزانه بيه د کوکنارو د بوټو له منځه وړل

په شمالي ولايتونو کې چارواکي د ښوونځيو زده کوونکي د کوکنارو د بوټو د اړولو لپاره ګوماري.

په ارزانه بيه د کوکنارو د بوټو له منځه وړل

په شمالي ولايتونو کې چارواکي د ښوونځيو زده کوونکي د کوکنارو د بوټو د اړولو لپاره ګوماري.

Tuesday, 11 July, 2006
. هغه کوتک په لاس د کروندې په منځ کې ولاړ دی او خواوشا د کوکنارو بوټي وهي.



نوموړی وايي: ((د کوکنارو له منځه وړل زما ښه ايسي. د يوې ورځې لپاره له ښار څخه بهر وتل يوه تفريح ده.))



اتلس کلن نور د بلخ ولايت مرکز، مزارشريف کې د لسم ټولګي زده کوونکی دی. د بلخ د ولايت له نيشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې له خوا له ښار څخه بهر يو ورځنی سفر د هغه لپاره د تجربه يوه برخه ده.



د بلخ ولايت له نيشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې د يو لوړ پوړي چارواکي، ذبيح الله اختري وايي: ((د لېږدونې د وسيلې او ډوډۍ په ګډون د نورو کارګرانو په پرتله د ښوونځيو زده کوونکي ډېر ارزانه لويږي. موږ به د کوکنارو د حاصلاتو له ټولولو څخه د مخه څو څو ځلې له هغوی کار واخلو.))



ټول زده کوونکي په دې هکله د نور په څېر ليواله نه دي. د هغه برعکس 14 کلن پروېز له وژل کېدو ډاريږي. هغه د ورځې له کا روروسته تر يوې ونې لاندې ستړی ستومانه ناست دی. د آی ډبليو پي آر له خبريال سره د خبرو پر مهال هغه هاخوا د ېخوا ناکراره کتل.



نوموړي وويل: ((دا يوه ستونزمنه دنده ده. خو موږ ته د خپل ښوونځي له خوا د هغې د سر ته رسولو امر شوی دی. اوس خدای، خدای کوو، چې وسله وال قوماندانان (ملېشې) پر موږ بريد ونه کړي.))



پروېز خوشې په خوشې نه ډاريږي. کېدای شي د کوکنارو اړول خطر ولري. ځکه هغه مهال چې د کروندګرو د څو مياشتو حاصل او ميوه له منځه وړل کيږي، ښايي غبرګون وښيي.



د غوايي په مياشت کې د پنځم ټولګي يو زده کوونکی د سر پل په ولايت کې د پوليسو او کروندګرو سره په نښته کې ووژل شو. په نوموړې پېښه کې نهه تنه پوليس هم ټپيان شوي و.



د سرپل د امنيې قوماندان جنرال نادر فهيمي، تينګا روکړ، چې د کروندګر په ډزو کې دا کار شوی و، هغه وويل: ((تاوتريخوالی هغه مهال رامنځته شو، چې يوې ډلې کروندګرو د خواجه ارچق په کلې کې د نيشه يي توکو په وړاندې پولسيو سره لا س واچولو.))



د سرپل والي، سيد اسحق منيب وويل، وژل شوي هلک د کوکنارو په اړولو کې لاس نه درلود. هغه وويل: ((په زده کوونکي په ناپوهۍ ډزې وشوې. دا لا تراوسه څرګنده نه ده، چې هغه د پوليسو په ډزو مړ شوی دی او که د کروندګرو. نوموړی د هغه سيمې اوسيدونکی و.))



نوموړې موضوع لا تر اوسه د کوکنارو د اړلو په کا رکې د ښوونځيو له زده کوونکو د کار اخيستنې مخه نيولې ده.



د بلخ ولايت د پوهنې مرستيال غلام حيدر قانون وويل، هغوی اوس په دې کار کې له زده وونکو څخه په کار اخيستنې له سره غور کوي.



نوموړي وويل: ((هغه وخت چې موږ ددې کار پرېکړه کړې وه، د پوهنې له وزرات څخه مو اجازه نه وه غوښتې. له نيشه يي توکو سره مبارزه د هر افغان دنده ده. اوس موږ پوه شو، چې د پوهنې وزرات نه غواړي د زده کوونکو يوه ورځ دې له لوست پرته تېره شي.))



هغه وويل، يو شمېر زده کوونکو د کوکنارو له بوټو سره د تماس له امله ناروغ شوي دي. هغه زياته کړه: ((موږ وپتېله، چې نور د زده کوونکو د لوست وخت خوشې تېر نه کړو.))



اختري وويل، د زده کوونکو له خوا له وړيا کار پرته به د ولايت چارواکي د خپلو دندو په سرته رسولو کې پاتې راشي. هغه وويل: ((موږ پوره سرچينې (منابع) نه لرو. موږ زده کوونکي د بهير د چټکتيا لپاره کارول.))



د نوموړي کروندې د له منځه وړلو لپاره ناروزل شوي کارکوونکي تل سم اغيزمنتوب نه لري. د اختري د وينا له مخې کروند ګر کولای شي، له هغو بوټو څخه اپين راټول کړي، چې د ښوونځيو زده کوونکو اړولي وي.



هغه وويل، دا کار زده کوونکو ته د ښوونيز ارزښت له امله ګټور و. نوموړي وويل: ((زموږ موخه داوه، زده کوونکو ته وښايو، چې کوکنار ښه شی نه دی.))



د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې د بلخ ولايت له هلمند او کندهار څخه وروسته په 2005 کال د افغانستان د کوکنارو د کرکيلې دريم لوي ولايت و.



اختري په ټينګار وويل، د کوکنارو د اړولو کار يوه بريا وه. هغه وويل، د کوکنارو د 42 زره جريبه کرل شوې ځمکې دوه په درېمه برخه اړول شوې ده. نوموړي زياته کړه: ((سږکال د کوکنارو د اړلو له امله د بلخ ولايت په لومړۍ ليکه کې راځي.))



د بلخ د والي عطامحمد نور د وينا له مخې د کوکنارو د کرلومخنيوی د ولاړو کوکناور د اړولو په پرتله خورا ارزان او اغېزمن پاې ته رسيږي.



نوموړي وويل: ((ما د کرکېلې پر مهال له مرکزې حکومت او آن له ولسمشر څخه وغوښتل، ترڅو زموږ په واک د کرکيلې د مخنيوي لپاره لازمې سرچينې راکړي، خو له هغوې څخه مو هېڅ مرسته تر لاسه نه کړه.))



کله چې کروندګرو د کوکنارو په کرلو خپل وخت او پيسې له لاسه ورکړې، نو د حاصلاتو له منځه وړل ښايي زيات خطر ولري. عطا وويل: ((که چېرته د کروندګرو کال وسر خوارې خوشې لاړه شي، نو خامخا په قهر او غوسه کيږي.))



د ګاونډي ولايت سمنګانو والي، عبدالحق شفق هم د کوکنارو د له منخه وړلو د مخنوي پړه په حکومت اچوي.



هغه وايي: ((کله چې موږ د کوکنارو پټي اړوو، بزګران يو متبادل ته سترګې په لار وي. خو کله چې څه شی ورنه کړو، هغوی فکر کوي، موږ له هغوی څخه هرڅه غلا کړي او په دې توګه يي په حکومت باندې باور کميږي.))



د نيشه يي توکو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو موسسې (UNODC) پروسږکال په کرکيله کې په سلوکې 21 کمښت څرګند ګړی و. خو د يو شمېررسنيو د رپوټونو له مخې په 2006 کې د زياتې کرکيلې وړاندوينه شوې ده.



له نيشه يي توکو سره د مبارزې د وزرات وياند، زلمي افضلي وويل، د سږني کال د کمښت د کچې انځور لا تر اوسه نه شته.



هغه وويل: (( سروې (د کرکيلې په اړوند) او د له منځه وړلو کمپاين لا تر اوسه په ټول افغانستان کې روان دی. له دې امله د زياتوالي يا کمښت په هکله خبرې سمې نه دي.))



افضلي زياته کړه، د هغه وزارت په دې باور دی، چې سږکال (د کوکنارو) کرکيله ډېره رالوېدلې ده. او زياته يي کړه، چې د نورو کلونو په پرتله د له منځه وړلو پروګرام ډېر ګړندی روان دی.



نوموړي وويل: ((هيڅ شی زموږ د عملياتو مخه نه شي نيولای. د کوکنارو د اړولو پروګرام په ټولو ولايتونو کې په يو شان پرمخ روان دی.))



په ولايتونو کې بيا کيسه بيخې بل راز ده. چارواکي او کروند ګر د فساد او د نيشه يي توکو په کاروبار کې د حکومتي چارواکو د ښکيلتيا په هکله ورته کيسي کوي.



شفق وويل: ((کله چې موږ د نيشه يي توکو کوم قاچاق کوونکی د کوکنارو د کرلو په توربندي کړو، نو له يوې ورځې ورسته خوشې کيږي. دا خبره ددې مانا ورکوي، هغه خلک چې غواړي اپين له هيواد بهر وباسي زموږ په پرتله زيات غښتلي دي.))



د بلخ د ولايت دچمتال د ولسوالۍ يو کروند ګر، چې نه يي غوښتل ونومول شي، خپل د کوکنارو فصل ته مخ واړاو، چې لا تر اوسه په بشپړه توګه ترې حاصل نه دی اخيستل شوی.



هغه وويل: ((ځايي چارواکي د جريب په سر 2000 افغانۍ بډې اخلي. هغه خلک چې دا پيسې نه ورکوي، پټي يي اړول کيږي. موږ څومره چې شونې وي، خپل حاصل ژر ټولوو، ترڅو راڅخه يو ځل بيا نورې پيسې وانخلي.))



له نيشه يي توکو سره د مبارزې په وړاندې د کورنيو چارو معين، محمد داود داود دا ومنله، چې د کوکنارو د اړولو پروګرام لا تر اوسه هم له ستونزو سره مخامخ دی، خو ويي ويل، چې وضعه د ښه کېدو پر لور روانه ده.



هغه وويل: ((موږ هرکال زياتې تجربې ترلاسه کوو.))



داود دا ونه منله، چې حکومت ولايتونو ته لازمه مرسته نه چمتو کوي. هغه وويل: ((موږ د هغو ټولو ولايتونو لګښت چمتو کوو، چې د کوکنارو د اړلو کار په کې روان دی.))



نوموړي زياته کړه، سږکال بسپنه ورکوونکو هېوادونو د کوکنارو د اړولو په وړاندې بزګرانو ته پيسو د ورکړې خبره يوې خواته پريښې. هغه وويل: ((لومړی هغوی يوه سروې وکړه. له هغې وروسته يي ولايتي چارواکو ته د ټولې اړول شوې کروندې په وړاندې لګښت ورکړ.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists