په اپينو درملنه د مړيني لامل کېداى شي

هغه ميندې او پلرونه چې غواړې په اپينو د خپلو اولادونو د ناروغيو درملنه وکړي، دهغوی ژوند په خطر کې اچوي.

په اپينو درملنه د مړيني لامل کېداى شي

هغه ميندې او پلرونه چې غواړې په اپينو د خپلو اولادونو د ناروغيو درملنه وکړي، دهغوی ژوند په خطر کې اچوي.

Friday, 18 November, 2005

په تېرو پنځلسو کلونو کې د سږني تر ټولو سخت ساړه ژمي له امله په افغانستان کې ٥٧٠ تنه ماشومان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي. ښايې دا شمېره هغه مهال نوره هم پسې لوړه شي، جې له ليرې پرتوځايونو او د واورې د اورښتونو له امله له ګوښه شويو سيمو څخه رپوټونه راورسيږي.


ښايي ددې ماشومانو يو زيات شمېر يې د اپينو د يوې لږې اندازې د خوړلو له امله مړه شوي وي، چې د کورنۍ غړي يې له يخنۍ څخه د راولاړې شوې ناروغۍ د درملنې په خاطر ورکوي.


دکتوران په دې اند دي، چې په دې ژمي کې له نيمايي څخه زياته مړينه ښايي د اپينو يا په کور کې د نورو جوړو شويو درملنو له امله رامنځته شوي وي.


د روغتيا وزير، محمد امين فاطمي وايي: "يو شمېر ميندې او پلرونه خپلو اولادونو ته اپين ورکوي، چې ټوخى يې ودروي. اپين ټوخى ودروي، خو وژني يې هم."


افغانستان د نړۍ په کچه د اپينو يو ستر توليدوونکى هېواد دى. زيات شمر بېوسې ميندې او پلرونه د خوږ او درد د کرارولو لپاره کوم درمل نه لري، چې خپلو ماشومانو ته يې ورکړي.


اپين د کوکنارو له غوزو څخه تر لاسه کيږي او مورفين او کوديين لري، چې دواړه ډېر اغېزمن انلجيزيک دي.


د ده سبز د ولسوالۍ د خواجه غار د کلي اوسېدونکې، يوڅلوېښت کلنې فوزيې، چې يو دوه کلن زوى يې


څلور اوونۍ دمخه مړ شوى و، وويل: "زما زوى سينه بغل شوى و. په کلي کې ډاکټر نه و. موټرو د واورې او خټو له امله ښار ته تګ او راتګ نه شو کولاى. هغه ډېر سخت ټوخېده. ما يوه لږه اندازه اپين په تودو اوبوکې ګډ او هغه ته مې ورکړ. هغه ډېر ارام شو اوخوب ورغى. زه ډېر خوشحاله شوم، چې ګوندې هغه ښه شو. خو کله چې مې سهار وليد، نو مړ شوى و."


فوزيه وايي، د هغې په کلي کې ناروغ ماشوم ته د ښه کېدو لپاره د اپينو ورکول يوه عادي خبره ده.


د بلخ د ولايت د آق کپرک د ولسوالۍ اوسېدونکى، سعادت الدين وايي، د هغه يو کلن لمسى د مرغومي (جنورۍ) په مياشت کې داپينو د خوراک له امله مړ شو. هغه وايي: "هغه ډېر ټوخېده. ما هغه ته يو څه اپين ورکړل، چې کرار شي. خو ګټه يې ونه کړه او د هغه خوږ دوام درلود. يو څه نور (اپين) مې ورکړ. خوسره له هغې ناکراره و او ټوخېده. له دريم ځل (خوراک) وروسته هغه ويده شو. ټول خوشحاله شو، خو سهار هغه مړ و. "


دکابل د انديرا ګاندهي روغتون د کوچنيانو د داخله ناروغيو د څانګۍ مشر، دکتور محمد عارف حسن زى وايې، د اپينو د خوراک له امله د مړو شويو ماشومانو شمېر سږکال دومره لوړ و، چې هغه د خپل ٢١ کلن کار په اوږدوکې نه و ليدلى. هغه وايي: "دې روغتون ته په تېرو اتو اوونيو کې په يخنۍ پورې د تړلو ناروغيو له امله د راوړل شوو ماشومانو نيمايي شمېر په اپينو مړه شوي دي."


دکتور اميرمحمد جلال زي وويل، يوازې د ٢٤ ساعتونو په اوږدوکې دريو تنو ماشومانو ته، چې اپين ورکړشوي و، د هغوى د ميندو له خوا د درملنې لپاره روغتون ته راوړل شول.


هغه زياته کړه: "دا سې برېښېده، چې هغوى د ژوندي پاتې کېدو ډېر لږ چانس درلود، ځکه موږ ته دا ګرانه وه د هغوى ناروغۍ تشخيص کړو. دا د ميندو لپاره ډېره غوره ده، خپلوماشومانو ته هيڅ اپين ور نه کړي. ټوخى يو طبيعي شى دى او بايد مخه يې ونه نيول شي."


دکتور عبدالروف فروغ، د مزارشريف د روغتون يو ډاکتر وايي، اپين هم د مسکن درملو په توګه په عام ډول کاريږي. هغه وويل: "په اپينو باندې درملنه په شمال کې، چې زيات شمېر مېرمنې د غاليو په اوبدلو بوختې دي، ډېره دود ده. هغوى ماشومانو ته اپين ورکوي، چې ويده شي او خپلې ميندې له کار څخه ونه باسي." فروغ وويل: "اپين د سا اخيستلو سيستم غړند (ورو) کوي او کېداى شي د مړينې لامل شي. د بلخ د ولايت يو اوسيدونکي خپل اتلس مياشتنى زوى روغتون ته راوست، چې اپين يې ورته ورکړي و. د ماشوم تنفس ډېر ورو و او مرګ ته يې څه نه و پاتې، خو له طبي درملنې وروسته هغه ژوندى پاتې شو."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists