په افغانى پيسو کى يو لوى بدلون

مرکز ي بانک هڅه کوي چى د هيواد د پيسو څخه د جنګ سالارانو او جعل کارانو پياوړى کنټرول له منځه يوسي.

په افغانى پيسو کى يو لوى بدلون

مرکز ي بانک هڅه کوي چى د هيواد د پيسو څخه د جنګ سالارانو او جعل کارانو پياوړى کنټرول له منځه يوسي.

Thursday, 3 March, 2005

حکومت په راتلونکى مياشت کى نوي بانکى نوټونه معرفي کوي چى (١٠٠٠) فيصده به د پيسو په ارزښت کى کموالى رامنځ ته کړي او د انفلاسون او جعل کارى مخه به ونيسى.


د نوو نوټونو په چاپ کى مرکزى بانک د نړيوال پولى صندق او بهرنيو اقتصاد پوهانو په همکارۍ سره د جعل کارۍ ضد پرمختللى ټکنالوژى څخه کار اخستى دى.


د حکومت د همدى پورته شوي ګام څخه د پايتخت سوداګرو او اوسيدونکو هرکلى کړي او هم دا ګام د کابل د ستومانه صرافانو او پيسو بدلوونکو دپاره چى د څو امريکائى ډالرو د رانيولو دپاره په ګونيو ډک افغانى نوټونه د يوه ځاى څخه بل ځاى ته وړى، يو ښه خبر دى.


افغانستان يوازينى هيواد دى چى په نقدو پيسو باندى معاملى پکښى کيږي او د چک او کريډيټ کارډ اسانتياوى پکښى نه شته. ګران شيان لکه د يوه موټر رانيول دومره افغانى نوټونو ته اړتيا لري چى بايد نوموړى موټر ور څخه ډک شى او هم يو څو ګونى د افغانى د نوټونه ور سره ورکړه شي.


حکومت په دى هيله دى چه په همدى پورته شوى ګام سره به په چټک ډول سره د زياتيدونکى انفلاسون مخه ونيول شى.


د ټولواک محمد ظاهر شاه په (١٩٧٣) ميلادى کال کى د واک څخه د ليرى کولو په وخت کى د يوه امريکائى ډالر ارزښت نژدى (٦٧) افغانى وه او په (١٩٩٢) ميلادى کال کى د نجيب الله د رژيم د نسکوريدو په وخت کى يو ډالر په (١٦٠٠) افغانى رانيول کيده.


نن چى د پيسو د تبادلى په بازار کى د يوه ډالر دپاره ډير ښه لټول شوى نرخ (٤٠٠٠٠) افغانى دى.


د حکومت په همدى پورته کړه شوى ګام سره به د لس زرو افغانى نوټ ارزښت چى ور څخه زياته استفاده کيږى، د لسو افغانيو نوټ ته راټيټ شى.


افغانانو ته يوازى دوى مياشتى وخت چى د اکټوبر د مياشتى د اوومى نيټى څخه پيل کيږى، ور کړ شويدى چى د افغانۍ زاړه نوټونه په نوو نوټونو بدل کړي. د افغانستان بانک رئيس انورالحق احدى د جګړى او سولى د راپور ورکولو ټولنى ته وويل: د دوى بانک به د افغانى د زړو نوټونو په نويو نوټونو د بدلولو له پاره په ټولو ولايتونو کى په سل ګونو غرفى پرانيزي.


نوموړي زياته کړه: موئږ به خپل ولس ته د راډيو، تلويزون او پوسټرونو يا د اعلانونو د پاڼو د لارى خبر ورکړو او زموئږ کمپين به د هيواد هرى سيمى او هر کلي ته پراخ او ورسول شى. هغه وويل: د ډيسمبر د مياشتى د پنځمى نيټى څخه وروسته به د افغانۍ زاړه نوټونه نور د اعتبار وړ نه وى او د نوموړى نيټى وروسته بايد ټولى معاملى د افغانى په نوو نوټونو تر سره شى.


د افغانۍ نوي نوټونه چى د اکټوبر د مياشتى پر اوومه نيټه معرفى کيږى، د نهو بيلا بيلو نوټونو څخه جوړ شويدى چى د يوه څخه تر زرو افغانيو نوټونه پکښى شامل دي. د نوموړو نوټونو په ډيزاين کى د هيواد د نامتو ځايونو د عکسونو لکه د پغمان د (١٩١٩) ميلادى کال د بريتانويانو څخه د استقلال دګټلو د شهيدانو يادګار يا څلى، د کندهار د هوائى ډګر او د مزار شريف د مبارکى او سپڅلى روضى څخه کار اخستل شويدى. د افغاۍ نوي نوټونه په بيلابيلو رنګونو سره چاپ شويدى او د موجوده نوټونو څخه لږ څه په اندازه کوچني دي.


د يادونى وړ ده چى افغانستان بانک د هيواد په شمال کى په څرګند ډول د افغانۍ جعلى چاپ شويو نوټونو په نوو نوټونو سره د تبادلى موافقه کړيده. همدا جعلى نوټونه چى د جنبيشى افغانيو سره شهرت لرى، په مزارشريف کى د ازبکانو د جنبيش ملى اسلامى د ډلى د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم لخوا چاپ شويدي.


احدي وويل: ډيرى جمبيشى (جعلى) افغانۍ د هيواد په شمال کى په جريان کى دي چى بيه ئى د اصلى افغانيو په پرتله نيمه ده او موئږ به هغه د بازار په نرخ رانيسو.


په همدى خبرونو صرافان ډير خوښ دي. د کابل د شهزاده د سراى د صرافانو رئيس آمين خوستى وويل: موئږ د نويو نوټونو په هکله ډير خوښ يو او دا زموئږ د هيواد د ثبات او آمنيت له پاره يو ښه خبر دى.


عبدالباقى نثار چى هم د شهزاده په سراى کى کار کوي، د جګړى او سولى راپور ورکولو ټولنى ته وويل: د افغانۍ زاړه نوټونه هيڅ نړيوال ارزښت نه لري او هر څوک د عادى شيانو د رانيولو دپاره بايد په ګونيو کى ډير نوټونه نقل کړي. نوموړي زياته کړله: موئږ صرافان د فقط (٥٠٠) يا (٦٠٠) ډالرو د رانيولو دپاره په ګونيو ډک د افغاني نوټونو ته اړتيا لرو.


هغه وويل: موئږ د افغانى د نوټونو د ګونيو وړلو ډير ستومانه کړى يو، چى کله نوموړى ګونى د يوه ځاى څخه بل څاى ته وړو، نو په لاره کى څو ځايه دمه کوه او هم تل د هغوى د غلا د خطر سره مخامخ يو.


همدارنګه افغانان په دى هيله دى چى نوي د افغانى نوټونه به په هيواد کى د جنګ سالارانو نفوذ لږ کړي. د کابل د نوآباد د سيمى يوه اوسيدونکى محمد طاهر وويل: د افغانى زاړه نوټونه د جنګ سالارانو په کنټرول کى دي او هغوى چى هر شى ئى زړه غواړى، هغه په کوي.


نوموړي زياته کړه: د جګړى د دوام له امله جنګ سالارانو کولاى شواى چى په همدى نوټونو سره خلک رانيسى او د ځان په ګټه ئى وجنګوي. هغه وويل: اوس به د مرکزي حکومت لخوا د نويو پيسو د کنټرول په لاس کى اخستلو سره، نور د جنګ سالارانو نفوذ پاى ته ورسيږى.


جمهور رئيس حامد کرزي د نويو نوټونو په هکله اعلان د سپټمبر د مياشتى پر څلرمه نيټه ، يوازى يوه ورځ تر مخه په کندهار کى پر هغه د وژنى د ناکامه هڅى څخه وکړ.


د ماليى وزير اشرف غنى د جګړى او سولى راپور ورکولو ټولنى ته وويل: د هيواد نوي بانکي نوټونه به د ډيرو کلنو وروسته د لومړي ځل دپاره د مرکزي بانک تر سخت کنټرول لاندى وي.


نوموړي زياته کړه: په دى توګه به ټول خلک راضى وي، ولى چى دا په ټوله نړۍ کى يوه منل شوى طريقه ده. هغه وويل: مرکزى بانک به نوي نوټونه په دا ډول سره کنټرولوى چى خپل ارزښت په خپلواکه ډول سره وساتى او بي له کومى اړتيا څخه به ئى نه چاپوي.


شعيب صافى د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists