په افغانستان کې په خطر کې اوسېدل

د چارواکو تر سترګو لاندې دزور له مخې ودونه او بېوزلتوب د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي د څپو له زياتېدو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې په خطر کې اوسېدل

د چارواکو تر سترګو لاندې دزور له مخې ودونه او بېوزلتوب د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي د څپو له زياتېدو سره مرسته کوي.

حميرا د پنځلسو کلونو په منګ کې وه، چې د خپل نامزد، سليم په لاسونو مړه شوه، د افغاني متل يوه بل ښکار شوې نجلۍ، چې وايي (ښځه يا په کور يا په ګور)


د حميرا مور، چې ژړل يې او ګاونډيانو تسلي ورکوله، وويل: ((سهار وختي و. زه له کور څخه د لرګو د ټولولو لپاره ووتم. يو څوک راغی او راته يي وويل، چې حميرا وژل شوې ده. ما کورته منډې کړې او هغه مې وليده. نامزد يې سر وپرې کړی و. زه پرکاله شوم.))


دحميرا جرم دا و، چې په هغې باندې له يو بل سړي سره د معاشقې کولو ګومان شوی و او ښايي رښتيا هم نه و.


د کورنيو چارو د وزارت د شمېرنو له مخې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو راهيسې د 558 ښځو ژوند په تاوتريخوالي پای ته رسېدلی دی. له دې ډلې څخه 274 تنه يې وژل شوي او پاتې 284 نورو ځانونه وژلي دي.


د کورنيو چارو د وزارت له جرمونو سره د مبارزې د رېاست مرستيال، عبدالرحيم په دې اند دی، چې رسمي شمېرنې سمه اندازه نه ښيي. هغه وايي: ((رښتينې شمېره ښايې تردې لوړه وي، ځکه موږ ته له ځينو ولايتونو او ولسواليو څخه شمېرې نه رارسيږي.))


څېړونکي (د تاوتريخوالي) په شميره کې د زياتوالي اندازه د ښځو په پرتله ييزې آزادۍ پورې تړي، چې څه ناڅه څلور کاله وړاندې د طالبانو د بنسټپال رژيم د رانسکورېدو راهيسې يې تر لاسه کړې ده.


د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې ښځو ته له نارينه پرته له کورونو څخه د وتلواجازه نه وه. زيات افغانان په خپلو ميندو، مېرمنو، خويندو او لوڼو باندې له کنترول څخه د لاس اخيستلو په اړه زړه نازړه دي.


يو سياسي څېړونکی او پوه، حبيب الله رفيع وايي: ((ښځې په خپلو کورونو کې بنديانې وې. خو د لنډمهالې ادارې له رامنځته کېدو وروسته هغوی آزادی شوې. هغوی ښوونځيو، روغتونونو او پوهنتونونو او آن بازار ته تللای شي. خو کېدای شي، ښځې له دې آزادۍ ناوړه ګټه واخلي. هغوی له کورونو وځي او د دموکراسۍ تر نامه لاندې له نارينه ګانو سره اړيکې ټينګوي. حکومت د ښځو عادي ژوند بدل کړ. له دې امله د وژنو شمېره لوړه شوې ده.))


د حمېرا قاتل، سليم، په تېښته بريالی شوی، خو څارونکي وايي، که ونيول هم شي، له سختی سزا سره به مخامخ نه شي، ځکه پوليس د ښځو په وړاند ې له تاوتريخوالي سره په مبارزې کې ناتوانه دي.


د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړې، غوټۍ خاورې وايي: ((کله چې يو مجرم ونيول شي، هغه ته داسې سزا نه ورکول کيږي، چې دنورو عبرت شي. هغه په يوې دروازې محکمی ته ننوځي او په بلې وځي.))


د کابل پوهنتون استاده، نسرين ابوبکر ګروس دا خبره مني. هغه وايي: ((پوليس غير مسلکي دي. مجرمين دعدالت ميز ته نه شي راکښلای. که چېرته يو مجرم ونيول شي، له دوو يا درېو ورځو وروسته بېرته خوشې کيږي، چې د حکومت نااغېزمنتوب په ګوته کوي.))


عبدالرحيم د پو ليسو د ستونزې خبره مني، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوع ګرانوي. هغه وايي: ((موږ د مسلکي خلکو له نشتوالي سره مخامخ يو. همدارنګه بډې او فساد د حکومت په ټولو ادارو او څانګو کې يوه عادي خبره ده.))


افغاني مېرمنې په ورځني ژوند کې له خطرونو سره لاس او ګرېوان دي. له واک څخه د طالبانو غورځېدو د هغې له کمېدو سره لږه مرسته کړې ده.


دودونه لا تر اوسه په دې جګړې ځپلې هېواد کې برلاسې دي. د پخوانيو پېړيو عملونو ته ورګرځېدل به هغومره ظالمانه وي، لکه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چې مذهبي پوليسانو نارينه او ښځې دواړه په يو ډول ترهول.


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون په وينا په افغانستان کې په سلو کې تر اتيا پورې ودونه د زور له مخې ترسره کيږي. دا داسې يو دود دی، چې د نوموړې کميسون غړې، ثريا احمديار يې له بېوزلتوب او د ستر بدلون له وختونو څخه د رامنځته شوي ټولنيز ګوښه توب په ګډون د نوموړي تاوتريخوالي لامل بولي.


له کابل څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د استازې ياکين ارتورک د وروستي کتنې پر مهال نوموړې د لږ عمر ماشومانو ودونه په يادې شوې ستونزې باندې يو بل ورزيات شوی کړاو وباله.


هغې په افغاني حکومت غړ وکړ، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوع ته د لومړيتوب حق ورکړي او مرسته کوونکو ټولنوباندې يې ټينګار وکړ، چې خپلې مرستې د بشري حقونو پر پرمختګ او د ښځو له حمايت سره اړوندې کړي.


هغې د ملګرو ملتونود اطلاعاتو څانګې (ايرين) ته وويل: ((داسې بريښې، چې نړيوالې ټولنې افغاني مېرمنې هېرې کړې دي. دا هغه کار دې چې موږ ورته اجازه نه شو ورکولای.)) هغې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هغو خلکو ته سزا ورکړي،چې د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي او يا يې تنظيموي او تر خطر لاندې ښځو ته د ژوند خوندي زمينه چمتو کړي.


هغې زياته کړه: ((زه په افغاني حکومتي چارواکو او نړيوالی ټولنی دواړو ټينګارکوم، په دې پوهيږي، چې بشري حقونو ته سرښندونکی درناوی په ځانګړې توګه د ښځو حقونه ... نه يوازې د ملګروملتونو د مالي سرچينو له کمبوت سره مخامخ دي، بلکې له سياسي پلوه هم لږ تر پام لاندې نيول کيږي.))


د افغاني ښځو په هکله په يو وروستنې رپوټ کې د بشري حقونو يوې ډلې، نړيوالي بښنې خپل غږ له نورو سره ګډ کړی او وايي، چې حکومت بايد: ((برالا او يو ډول)) د ښځو او نجونو په وړاندې هر راز تاوتريخوالي وغندي او ژمنه وکړي، ترڅو عدلي سيستم ورغاوي چې د ښځو حمايت او له هغو سره مرسته زياته کړي.


ځايي څارونکي له دې خبرې سره يوه خوله دي، تر څو چې حکومت ګام وانخلي،نو تاوتريخوالی به دوام ومومي.


د افغانستان د ښځو د ټولنې مشری، ثريا پرليکا وويل: ((دافغانستان اجرايوي ارګانونه عدالت نه کوي. مجرمين له ډار پرته خواوشا ګرځي. که هغوی بنديان هم شي، نو د ځواک او يا پيسو په کاروني بېرته خوشې کيږي. دا کار نور خلک هڅوي، چې ښځې ووژني او يا نور جنايتونه سرته وروسوي.))


Frontline Updates
Support local journalists