په افغانستان کې دځوانانومناظرې: په ټاکنو کې دخلکو ستونزې

په افغانستان کې دځوانانومناظرې: په ټاکنو کې دخلکو ستونزې

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

دافغانستان په بېلابېلو برخو کې دمحصلانو دمناظرو دلړۍ وروستۍ هغه د دسمبر پراتمه دننگرهار ولايت په مرکز، جلال آباد کې جوړه شوې وه.

په تېروټاکنو کې د درغليو او چلوټيو په احساس او له هغې سره مل رايه ورکوونکو ته د ياغيانو د گواښونو له امله به زيات شمېر خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې په ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو کې گډون وکړي. 

دجلال آباد په غونډه کې د پوهنتون گډون کوونکو محصلانو په دموکراسۍ کې د ټاکنو پر اهميت تمرکز وکړ. دا غونډه د آی ډبليو پي آر د پروگرام يوه برخه وه چې په ځانگړي ډول له ١٨ څخه تر ٢٨  کلونو پورې ځوانانو ته د ټاکنيز بهير او د رايې ورکولو د ارزښت او اهميت يو روڼ او شفاف انځور وړاندې کوي. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ:په افغانستان کې رايه خپل ارزښت ته ورسوئ.)

د سلو تنو په شاوخوا کې اوريدونکو محصلانو له پوهانو او چارواکو واورېدل چې د راتلونکې اپرېل په ټاکنو کې يې پر پراخ گډون ټينگار کاوه.

دځوانانو د رياست وياند،نجيب الله خيرخواه وويل، د هغه په اند ځوانان د ټاکنو پلويان دي او رايه ورکولو ته هوسيږي.

ذبيح الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists