په افغانستان کې د غير رسمي مدرسو په اړه گوت څنډنه

له حکومت څخه غوښتنه شوي پرې نږدي هلکان او نجونې بنسټپالنې ته واوړي.

په افغانستان کې د غير رسمي مدرسو په اړه گوت څنډنه

له حکومت څخه غوښتنه شوي پرې نږدي هلکان او نجونې بنسټپالنې ته واوړي.

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د يوې لړۍ د ويناوالو په وينا ښايي په افغانستان کې د ناثبت شوو مدرسو فعاليت بنسټپالنې ته د جلب او جذب په خدمت کې وي.

د اگست او سپتمبر د مياشتو په غونډو کې واورېدل شول، حکومت ته پکار دي د هغو موسسو د بندولو په اړه بيړني گامونه پورته کړي چې نه يو ټاکلی ښوونيز نصاب لري او نه په رسمي ډول تر څارنې لاندې دي.

د ننگرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ١٥٠٠ مدرسو له ډلې څخه پوره دوه درېمه برخه  مدرسې له حکومت سره ثبتې نه دي او له اجازې پرته فعاليت کوي.

د نوموړي ولايت د حج او اوقافو رئيس، مولوي عبدالظاهر حقاني وويل: «زموږ رياست تر خپل وس هڅه کوي چې دا مدرسې ثبتې کړي او د لوستونو څارنه يې وکړي.» هغه زياته کړه، هغه په دې اند نه دی چې گوندې دغه راز ښوونځيو کې دې بنسپالنه د ستونزې کومه خبره وي.  

د مولوي عتيق الرحمن په نامه يو بل ديني عالم وويل، د حکومت له کنترول بهر سيمو کې مدرسې او جوماتونه د بنسټپالو د جلب او جذب په خدمت کې دي.  

هغه وويل: «په هغو سيمو کې چې د مخالفانو په لاس کې دي، خلک د حکومت په وړاندې لمسول کيږي او هڅول کيږي چې د ترهگرۍ ملاتړ وکړي.»

په کونړ [ولايت] کې يو ديني عالم، مولوي نجيب الله حقيار وويل، ناثبت شوې مدرسې د گډوډۍ حالت ته لار پرانيزي.

هغه وويل: «هغه د موجود حکومت په وړاندې د جگړې لومړۍ ليکې دي. هر هغه څوک چې د دې هېواد تابعيت مني، بايد ټول اصول يې ومني او پلي يې کړي.»

ځينې نور وايي له دغه راز ښوونځيو څخه د بهرنيو ځواکونو له خوا گټه اخيستل کيږي چې په هېواد کې يې روانه جگړه جاري وساتي. 

د کندهار ولايت د سولې د دارالانشاء مشر، محمد عمر ساطع وويل، د پاکستان د مدرسو فارغان د افغانستان د مخالفو جگړه مارانو په ليکو کې شامل دي.

هغه وويل: «پاکستان غواړي چې په افغانستان کې غير رسمي مدرسې تر خپل گورت لاندې راولي او د افغان حکومت پر وړاندې يې وکاروي.»

د پروان د ولايتي شورا غړې حسيبې ... وويل، «د پاکستان په څېر لاسوهونکي هېوادونه له دغه مدرسو څخه کار اخلي چې د ځوانانو مفکورې واړوي او د حکومت پر ضد يې ولمسوي.»

نوموړې زياته کړه: «زده کوونکو ته په نارسمي مدرسو کې د حکومت په ضد تبيلغات کيږي او ماغزه يې پرېمنځل کيږي چې ترهگر فعاليتونه سرته ورسوي.»

په لوگر ولايت کې د مناظرې برخوالو وويل، حکومت د دغه راز موسسو په څارنه کې مهم رول پر غاړه لري

د لوگر د ولايتي شورا مرستيال، محمد قسيم خوشيوال وويل، دا يوه طبيعي خبره ده چې اسلامي هېوادونه، لکه افغانستان ښايي زيات شمېر ديني مدرسې ولري.   

هغه په دوام وويل، بايد له پاسه يو نظم موجود وي.

خوشيوال وويل: «سوله به هغه مهال شونې وي چې ټولې ديني مدرسې ثبتې شي او د هغوی د څارنې لپاره له يوه اغېزمن سيستم څخه کار واخيستل شي.»

د کاپيسا په ولايت کې د مناظرې برخوال شکرالله محمدي وړانديز وکړ چې کابل دې د ښِوونځو د څارنې لپاره يو مرکزي بنسټ جوړ کړي.

هغه وويل: «حکومت بايد د کنترول يو مرکز جوړ کړي او په جوماتونو کې دې د ديني عالمانو پيغام يو کړي.» نوموړي يادونه وکړه، دا هغه يوه سپارښتنه وه چې د کال په لومړيو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د کابل د سولې په کنفرانس کې شوې وه.

Afghanistan
Youth
Frontline Updates
Support local journalists