په افغانستان کې د بمونو او ګوليو راټول

د يو نوي پروګرام له لارې به له پخوانيو کلونو څخه پاتي شوې توکي (مهمات) راټول شي.

په افغانستان کې د بمونو او ګوليو راټول

د يو نوي پروګرام له لارې به له پخوانيو کلونو څخه پاتي شوې توکي (مهمات) راټول شي.

محمد افضل د کندوز ولايت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې په خپل کلي کې د مهماتو د يو ډيپو چاودنه په زړه کوي. هغه اوس په بلخ کې اوسيږي، نوموړی وايي: ((درې کاله دمخه زما د کور په ګاونډ کې د مهماتو يو ډيپو وچاودېد. موږ ټپيان نه شو، خو کور ولړځېد. يو تن په دغه پېښه کې مړ شو او نور څو تنه د ګوليو او چرو د الوتلو له امله ټپيان شول. هيچا نه شوای کولای د اور لمبې مړې کړي. هرڅوک په خپلو کورونو کې پټېدل، دوه ساعته وروسته ټول مهمات له منځه لاړل.))


د افضل خبره د هېواد به هر ځای کې پېښه شوې ده، ځکه له دوو لسيزو څخه د زياتو کلونو د جګړو له امله زياتره ځايونو کې ناچاودلي توکي او مهمات ډېرۍ شويدي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين د پروګرام د مرکز (UNMAPA) له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې په 2004 کال کې 626 تنه د ځمکنيو ماينونواو ناچاودلو توکو له امله مړه او يا ټپيان شوي دي.


داسې انګېرل کيږي، چې د پخوانيو قوماندانانو په لاس کې په شخصي زړو پرېښول شويو پوځي ځايونو او بارکونو کې يو زيات شمېر توکي پټ پراته دي.


اوس حکومت پتېلې ده، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د نوي پيل شوي پروګرام (ANBP) له لارې له سلو زرو ټنو څخه زيات ناچاودلي توکي راټول کړي.


د دفاع وزارت وياند جنرال عظيمي وويل، په لومړي ګام کې د انبارونو د ځای او پتې معلومول شامل دي. د کارېدنې وړ مهمات (توکي) به د ملي اردو ځواکونو ته وليږدول شي او نور پاتې هغه توکي به له منځه يوړل شي، چې له کاره وتلي دي. هغه وويل: ((دا يو اغېزمن پلان دی. ځکه اردو به له هغې ګټه واخلي او د ژوند له ژغورنې سره به مرسته وکړي.))


دا پروژه نورو سيمو ته له غځېدنې وړاندې د بلخ او هرات په ولايتونو کې پيل شوې ده. عظيمي وويل: ((د بېوسلې کولو او ملکي ژوند ته د ورستنولو (DDR) بهير اوس په سلو کې د شپېتو په شاوخوا کې بشپړ شوی دی. د مهماتو له منځه وړل په دې پروګرام کې شامل نه و. له دې امله دا نوښت پلی شو.))


تر هغه پروګرام لاندې ځايي قوماندانانو او د ملېشو غړيو خپلې وسلې سپارلې دي.


عظيمي وويل، دا يو اسانه پروژه نه ده او ښايي تر بشپړېدو پورې يوه څه موده ونيسي. نوموړي وويل. ((دا انبارونه په هر ځای کې شته. د جګړې پر مهال زيات شمېر پوځي پوستې جوړې شوې وې. موږ د هغوی د يو زيات شمېر په هکله معلومات نه لرو. موږ په تر هغه دې کار ته دوام ورکړو، تر څو مو دنده بشپړه شي.))


په شمال کې زيات شمېر خلک د وسلو ټولول هېواد ته د عادي حالت د راوستلو يوه هڅه ګڼي. د مزار شريف يو اوسېدونکي وويل: ((که چېرته دا ټولې ګولۍ او وسلې ټولې شي، نو ايله به د ارام سا واخلو. هله به پوه شو، چې جګړه پای ته رسېدلې ده.))


د مزارشريف د ښار يو بل اوسېدونکي، راز محمد وويل: ((نور په افغانستان کې مهماتو ته اړتيا نه شته. اوس بايد د خپل هېواد د بياجوړولو په هکله سوچ وکړو، چې د ټانکونو او ګوليو په واسطه سوی سکور شوی دی.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists