Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په آذربايجان کې د جنسيت ټاکل د ماشوم د زيانولو (سقط) له لارې کيږي

هغه آذری مېرمنې چې غواړي نارينه اولاد ولري خپل ژوند په روغتيايي کلينيکونو کې له خطر سره مخامخ کوي.
By Sabina Kiryashova

څلرويشت کلنه نايليا د باکو د ښځو کلينيک ته راغلي، چې د لومړی ځل لپاره خپل ماشوم زيان کړي. د هغې تر څنګ ناسته دېرش کلنه لطيفه دا کار د درېم ځل لپاره کوي.


سره له دې ښځو پخوا يو له بل سره نه وو ليدلي، خو يو ګډ ټکی لري: او هغه داچې هوډمنې دي نارينه ماشوم وزيږوي او وايي تر هغه به ماشوم ونه زيږوي، ترڅو يې نارينه اولاد په نس نه شي.


نايليا وايي: ((موږ يوه لور لرو. زما ميړه ته هغه ډره ګرانه ده. خو له ما غواړي چې يو زوی ورته وزېږوم. زما هم همداسې خوښه ده. ))


لطيفه وايي د هغې مېړه داسې ګونګوسې خپرې کړي، چې ښايي بله ښځه وکړي او ټولې مالي مرستې راباندې ودروې، خو هله به يې ونه کړي يو زوی ورته وزېږوم. له هغې وروسته هغې وانګېرله تر هغه به سقط ته دوام ورکوي، چې په پای کې يې زوی وږېږي.


هغه وايي: ((که هغه ما له ځان څخه جلا کړي، نو زه به څه کوم؟ ما کله کار کړی نه دی. زه به چېرته ځم؟ څوک به زما له لور سره واده وکړي؟ ))


داسې سقطونه په دې ورځو کې په آذربايجان کې زيات شوي دي، په تېره بيا له هغې وروسته چې په ګېډې کې د التراسونډ په واسطه د ماشوم د جنسيت پېژندل دود شوي دي.


د اتو ښځو له ډلې څخه هره ورځ د ګلستان اسلانوا کلينيک ته د راتلونکو ښځو په ډلې څلور هغه ښځې شاملي دي، چې په نس کې د نابللې لور د لرلو له امله د هغې زيانولو ته راځي.


د باکو په يو زېږنتون کې د ښځو د ناتار د مرکز له خوا تر سره شوی يوې څېړنې موندلې چې د ماشوم د جنسيت په موخه د ماشوم زيانول اوس کورنيو د مالی بېوزلتوب او د ماشوم د زيږېدو د مخنيوي په پرتله په دريمه درجه کې راځي.


ددې مرکز يو ارواپوه، ازاد عيسی زاده وايي، په آذربايجان کې، لکه د زياترو نورو ختيځو هيوادونو په څېر، تل نارنيه اولاد غوره بلل کيږي. دا موضوع له اسلام څخه دمخه د شرک او کفر په پېر کې دود وه، چې نارينه د کروندې لپاره پکارېده او نوې زيږېدلې نجوني ژوندۍ ښخېدې.


دا دود اوس پای ته رسېدلای، خو يو شمېر کورنۍ د نارينه اولاد نه لرل يوه غميزه او ان کرکه بولي.


عيسی زاده وويل هغه نارينه چې خپلو ښځو ته نا غوښتل شويو لوڼو د زيانولو لارښوونه کوي، تل د خپلو خپلوانو او ملګرو تراغېز لاندې راځي.


د نيلا خواښې او خسر د يو بل لمسي خوبونه ګوري.


هغه وايي: ((هر کله چې کورنۍ سره راټوليږي، زما خسر، د کورنۍ د مشر په توګه، موږ ته دعا کوي، چې نارينه اولاد راوړو. په دې شېبه کې زه غواړم له شرمه ومرم، ځکه زما مېړه ما د سترګو لاندې ترټي او زما ايندرور ماته په کبر ګوري.))


عيسی زاده وايي، د نارينه اولاد راوړل په کليو او بانډو کې اهميت لري. د ماشوم زيانول هلته دود نه دی او تر هغه لور زيږوي، چې په پای کې يی نارينه اولاد وزيږي.


د ملي روغتون په کلينيک کې د ښځينه ناروغيو ډاکټره، سويتلانا کوليوا تل د نارينه وو له ځيږ او تريخ چلن سره مخامخ کيږي، چې پوه شي لور يې زېږېدلې ده.


کوليوا وايي: ((داسې وختونه هم راغلي، کله چې مېړونه پوهېدلې مېرمنو يې لوڼې زيږولې ان د ليدلو لپاره يې هم نه دي راغلي.))


هغې ګوتعه وڅنډله، چې د پرله پسې ماشوم زيانول په پای کې د عقامت (شنډتوب) لامل کيږي او دا خطر هم زياتوي، چې له ډېرې مودې انتظار وروسته ماشوم نيمګړی وزيږي.


کوليوا دوام ورکوي او وايي: ((پرله پسې فشار ته ځان ورکول ښځې له دې خطر سره مخامخ کيږي، چې ناروغ ماشوم وزيږوي او يا بيخي د ماشوم له راوړلو څخه بېغمه شي.))


د ښځو د ناتار د مرکز رئيسې، ميتانيت عزيزوا وويل، پرله پسې سقط د راتلونکې اميندوارۍ او ان د مورتوب په ګډون روانې پايلې هم لري.


عزيزوا وويل، داسې به کله نه وي شوي، چې يوه کورنۍ دې د نارينه اولاد دنه لرلو له امله بيخې له منځه تللې وي. خو هغې داسې پېښې هم لدلي، هغه مېړونه چې ښځې يې نارينه اولاد نه راوړای، نو خپله لور نور ښځو ته د پيسو په وړاندې د ساتلو لپاره ورکوي.


عزيزوا وايي: ((يوې ښځې ماشوم وزېږولو. نارينه اړ شو، چې دوو کورنيو ته خوراک او پوشاک چمتو کړي، خو هغه غوره وبلله له هغې کورنۍ سره مرسته وکړي، چې هلک ورکړ شوی.))


لکه د زيات شمېر آذری مېرمنو په څېر درې دېرش کلن واله د ډېرې مودې راهيسې د زوی په انتظار کې و. هغه ته خپله ښځه او دوه لوڼې ډېرې ګرانې وې. کله چې ورته معلومه شوه، چې د ښځې په نس يې د درېم ځل لپاره لور ده، نو نه يې شوکولای له هغې څخه وغواړې ماشوم يې زيان کړي.


هغه وايي: ((زه نه غواړم هغه په درد او خوږ کې وګورم.))


خو کله چې د واله ښځې ته ډاکټرانو لارښوونه وکړه ، د طبې ستونزو له امله نو ر ماشومان نه شي راوړای ، د هغه يوازې يوه لاره سترګوته ودرېده.


هغه وويل: ((که چېرته هغه ماته زوی نه شي راوړای، نو به يوه بله ښځه وکړم، چې وکړای شي زوی راته وزېږوي. ))


کله ناکله په يو جنس باندې د بل غوره والی برعکس وي. کله نا کله مور لور غواړي،خو بيا ګوري چې په نس يې زوی دی. مېړونه تل په داسې حالتونو کې د ماشوم د زيانولو مخالف وي.


عيسی زاده وايي: ((ما په ښځو کې دماغي جړک ليدلی، چې د اميندوارۍ په پنځمې يا شپږمې مياشتې کې ورته څرګنده شوې د دريم يا څلورم زوی خاونده کيږي.))