پارلمان سوکه پرمخ ځي

نوی ټاکل شوی پارلمان له ولسمشر کرزي سره د نوي حکومت په ټاکلو کې په ناندريو بوخت دي.

پارلمان سوکه پرمخ ځي

نوی ټاکل شوی پارلمان له ولسمشر کرزي سره د نوي حکومت په ټاکلو کې په ناندريو بوخت دي.

.



آن د ولسي جرګي يا د پارلمان د ښکتنی مجلس غړي، چې تر اوسه د خلکو د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، په ډله ييزو رسنيو کې له ګوتنيونې او د حکومت له مخالفت سره مخامخ شوي دي. او له دې امله د لږ پرمختګ خبرې کيږي.



د کابل يوه ټاکلې شوې استازې، شکريه بارکزۍ وايي: ((موږ په تېرو دوو مياشتو کې کومه بريا نه لرو. زموږ وخت هسې په معاملو کولو تېر شوی دی.))



په داسې حال کې چې د پارلمان غړي په خپلو منځونو کې د شرايطو په رامنځته کول بوخت دي، تر اوسه د جمهوري رياست له ادارې سره د موجودې کابينې د تاييد په څرنګوالي کومې موافقې ته رسېدلي نه دي.



د اساسي قانون ۶۴ مادې پارلمان ته د کابينې او نور سترو ټاکنو د تاييد حق ورکړی دی. همدارنګه د نوموړي قانون ۱۶۱ ماده وايي، چې حکومت بايد د پارلمان له پرانيستونکي غونډې وروسته د يوې مياشتې په دننه کې جوړ شي.



د پارلمان لومړنۍ غونډه د ليندۍ د مياشتې په ۲۸ جوړه شوې او له هغې راوروسته له ولسمشر کرزي سره د کابينې د تاييد په سر په شخړه کې ښکېل ده.



پارلمان غواړي هر وزير ته په ځانګړې توګه د باور رايه ورکړي، خو ولسشمر ټولې کابينې ته په ښکاره ډول د هو يا نه د باور د رايې ورکول غواړي.



د پارلمان يو غړي او د حقوقي چارو يو ماهر، عبدالکبير رنجبر وويل: ((په موجوده کابينه کې هم ښه وزيران شته او هم بد. موږ نه شو كولاى د يو څو تنو ښو وزيرانو په خاطر نارښتينو وزيرانو ته رايه ورکړو. او يا د يو څو درغلو هغو له امله ټوله کابينه رد کړو.))



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي ددې خبرې مخالف دی. هغه وايي: ((موږ د يوې خپلواکې موسسې په توګه د پارلمان درناوی کوو. موږ نه غواړو د هغوی په کارونو کې لاسوهنه وکړو. موږ به په پارلمان زور رانه وړو، چې زموږ کابينه ومني. خو په دې اند يو، چې ټولو ته په يو وار د رايي ورکول اسانه کار دی.))



په اساسي قانون کې د باور د رايې د ورکولو په اړوند رڼا نه ده اچول شوې. له امله يې د قانون جوړوونکو او اجرايوي ځواک تر منځ د راتلونکي ګډې همکارۍ روحيه تر اغېز لاندې راځي.



دا دواړه لوري آن د بهير د پيل کېدو د څرنګوالي په اړه په يوه خوله نه دي. د ولسمشر دفتر وايي، چې د وزيرانو د لست له وړاندې کولو دمخه د پارلمان غوښتنې ته سترګې په لار دی.



رحمي وايي: ((پارلمان اوس په دې موافقه کړې، چې په ځانګړي ډول وزيرانو ته رايه ورکړي، خو لا تر اوسه يي له موږ څخه دوزيرانو د لست د تر لاسه کولو په اړه کومه رسمي غوښتنه نه ده کړې. کله چې مو له پارلمان څخه ليک تر لاسه کړ، نو له هغې وروسته به خپله وروستۍ پرېکړه څرګنده کړو.))



خو د پارلمان مشر، محمد يونس قانوني وويل، هغوی له ولسمشر څخه د لست تر لاسه کولو ته سترګې په لاره دي. نوموړي وويل: ((د نوي کابينې لست موږ ته نه دی راغلی. کله چې ولسشمر موږ ته لست راولېږلو، نو له هغې به وروسته به د باور د رايې د ورکولو په اړه خپله پرېکړه وكړو.))



په همدې وخت کې د رايې د ورکولو د سيستم په اړه ناندرۍ روانې دي. د ولسشمر اداره د پرانيستې رايي ورکولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د پارلمان غړي د پټو رايو ورکولو پلويان دي.



د ننګرهارولايت يو استازي، فاروق ميړني وويل: ((لا تر اوسه ټوپک سارلاران واکمن دي، له دې امله که چېرته رايه په څرګند ډول ورکړ شي، نو د پارلمان غړي به هغه چاته رايه ورنه کړای شي، چې زړه يې غواړي. آن اوس لا د پارلمان غړيو ته ګواښونه کيږي.))



د رحيمي په اند به يوه څرګنده او شفافه رايه زياته دموکراتيکه واوسي. هغه وايي: ((خلکو خپلو استازرو ته رايې ورکړي دي. هغوې بايد وګوري، چې (استازي) څنګه رايه ورکوي.))



اوسني وزيران حامد کرزي د ۲۰۰۴ کال په دسمبر کې ټاکلي و. هغه مهال د پارلمان په نشتوالي کې هغوی زياتره د کوم چا تر څار پرته خپلې دندې پر مخ وړلې.



ناندرۍ يوازې د وزيرانو په لست پورې اړوندې نه دي. هغه د واکمنۍ پر سر يوه شخړه ده. کرزي خپل حکومت د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې له ټولټاکنو وروسته د فرمانونو له لارې اداره کاوه. خو اوس بايد له سره ويشلي او بې تجربې پارلمان ته ځان چمتو کړي، چې غواړي له واک کار واخلي.



رنجبر وويل: ((حکومت لا تر اوسه دې ته پام نه دی اړولای، چې د واک بل مرکز هم شته. او هغه پارلمان نوميږي.))



څېړونکي وايي، دا د کومې حيرانتيا خبره نه ده، چې که نوي رامنځته شوي پارلمان تر اوسه د يادولو وړ کوم کار نه دی کړی.



سياسي څيړونکی، محمد قسيم اخګر وايي: ((د پارلمان له جوړېدو وروسته لنډه موده تېريږي. موږ ډېر ژر د سترو پايلو هپله نه شو کولای.))



خو هغه ګوته وڅنډله: ((تر اوسه د پارلمان کړنو يو لړ اندېښنې راپارلولي دي، چې نه شي کولای په بنسټيزو موضوعګانو باندې کار وکړي. يوازې وخت له لاسه ورکوي.))



اخګر وويل، تر اوسه د پارلمان تر ټولو څرګنده کړنه پارلمان ته د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی د وزير غوښتل وه، ترڅو په رسنيو کې د ((غير اسلامي)) خپرونو په هکله ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي. په دې کار هغوی کابينې ته د رايې له ورکولو بنسټيز کار شاته پرېښود.



د کابل ښار يوه استازې، ملالۍ شينوارې دا خبره مني، چې کابينې ته د باور د رايې ورکول بنسټيزه موضوع ده. هغه يو سياسي ځغل ته اړتيا لري.



نوموړې وويل: ((په هره ټولنه کې سياسي سيالۍ (رقابتونه) شته. بايد د کابينې په سر د دواړو لوريو موافقت موجود وي.))



تر اوسه يو لوری هم نه ښوريږي. پارلمان د کابينې د هرې څوکۍ لپاره له بېلابېلو کاندايدانو څخه د يو تن په غوره کولو ټينګار کوي، تر څو د خپلې خوښې کوم هغه ومومي. د کرزي دفتر وايي، که چېرته پارلمان د يوې څوکۍ لپاره د هغه درې تنه نومول شوي کسان ونه مني، نو څلورم بايد له کومې خبرې پرته پخپله د تاييد وړ وي.



د پارلمان غړي دا وړانديز نه مني. رنجبر وايي: ((پارلمان پتېلې ده، تر هغه چې يو وزير د خلکو هيلې پوره نه کړای شي، نو کولای شي، ټول نومول شوي هغه رد کړي او ويي نه مني.))



د ولسمشر وياند ډاډه دی، چې دا ناندرۍ حلېدلای شي. هغه وايي: ((موږ به هرو مرو يوې موافقې ته ورسيږو. ځکه هم موږ او هم پارلمان د يوې ښې او کاري کابينې د رامنځته کولو په لټه کې يو.))



خو يو شمېر استازي لکه د خپلو نور ملګرو په څېر ډاډمن نه ښکاري.



د ارزګان د ولايت استازی، محمد هاشم وطنوال وايي: ((پارلمان له بېلابېلو ډلو ټپلو څخه جوړ شوی دی، چې زياترو هغو يې د زور له لارې دا څوکۍ تر لاسه کړي دي. هغوی هيڅ پرېکړه نه شي کولای، ځکه د پارلماني چارو په هکله پوهه نه لري.))



سياسي څېړونکی، محمد حسن ولسمل په دې اند دی، چې ولسشمر حامد کرزی په هرې برخې کې په پارلمان باندې برلاسی لري.



هغه د وکيلانو لوړو معاشونو او نورو بې شمېره لګښتونه ته په ګوتې نيولو وويل: ((پارلمان د حکومت له خوا زيات امتيازونه تر لاسه کړي دي. دې امتيازونو د هغوی په خولو باندې بالښتونه ايښي دي. د پارلمان غړي به د خپلو شخصي ګټو له مخې د (باور) رايې ورکړي.))



يو شمېر استازو د پارلمان د درنښت د ټيګولو لپاره لږه هڅه کړې ده. يو شخصي تلويزون په دې وروستيو وختونو کې د وکيلانو داسې تصويرونه خپاره کړې و، چې يا ويده وو او يا يي قانوني غونډو پر مهال لوبې کولې.



په کابل کې خلک د خپل پارلمان په اړه هر راز خبرې کوي.



د کابل په مرکزي برخه کې يو سکاره پلورنکي، ۲۶ کلن احمد خالد وويل: ((موږ په دې اند و، چې پارلمان به له موږ سره د خپل راتلونکې په ټاکلو کې مرسته وکړي. هغوی د ځوانانو او يا په ټوليز ډول د ټولې ټولنې لپاره هيڅ هم ونه کړل. د پارلمان غړي يوازې د خپلو امتيازونو په غم کې دي، نه د بل څه.))



د سوداګرۍ د خونو د رياست يوه کارکوونکې، ۳۰ کلنه شهلا هم په همدې اند ده. هغه وايي: ((هغوی له پيل څخه تراوسه په دې نه دي بريالي شوي، چې آن يوه کوچنۍ ستونزه له منځه يوسي. په راتلونکې کې هم داسې درواخله.))
Frontline Updates
Support local journalists