نوى کال او د هغې لمانځل
زياتره افغانان، له مذهبي نيوکو سره سره، غواړي نوى کال په دوديزو مراسمو ولمانځي.
نوى کال او د هغې لمانځل
زياتره افغانان، له مذهبي نيوکو سره سره، غواړي نوى کال په دوديزو مراسمو ولمانځي.
په افغانستان کې د نوروز يا نوي کال دوديزه لمانځنه، چې د طالبانو له خوا منع شوى وه، اوس په خوښيو او خوشحاليو لمانځل کيږي.
زيات شمېر افغانان، د مارچ شلمه، چې شپه او ورځ په کې برابريږي، د نوي کال د لومړۍ ورځې په توګه لمانځي او دوديز خواړه پخوي، لکه کبان، ځلوبۍ، سمنک او ايشول شوې هګۍ
کورنۍ په دې ورځ له کورونو څخه بهر په ميلووځي او د ښار خواوشا غونډيو، هديرو او نورو ځايونو ته ځي، ساز او سرود غږوي او پتنګان (ګوډي پران) الوزوي. دا ورځ د نويو کوژده شويو ځوانانو او پېغلو لپاره يوه ځانګړې ورځ ده؛ ځکه دا د کال په اوږدو کې د ګوتو د شمار له يو څوورځو څخه ده، چې راتلونکې ناوې او شاووګان له يو بل سره ګوري.
يو شمېر خلک د خوشحالۍ دا مراسم يوې بلې ورځې ته هم اوږدوي، چې د بزګر ورځ يي په ترڅ کې لمانځل کيږي او کليوال له کرنيزو نندارو سره يوځاى د خپلو دوديزو خوشحاليو څرګندونه کوي.
ددې دودونو له بېرته راژوندي کولو سره سره، ځينې ديني عالمان د نوي کال د رابره کېدلو لمانځل غير اسلامي بولي؛ له دې امله چې دهغې اصلي ريښې له اسلام څخه دمخه پېر ته رسيږي. دغه مهال دا مراسم د لمريز کال له مخې لمانځل کېدل، چې لا تر اوسه په سيمه کې د سپوږميز کال د مياشتو په پرتله په پراخه توګه لمانځل کيږي.
له دې هر څه سره، د پروان ولايت اوسيدونکى ٢٥ کلن زمان اودهغه په څېرخلک وايي، چې د نوي کال په مراسمو کې به ګډون کوي.
د ځلوبيو. کبانو او کلچو د پېرودلو پر مهال، زمان آى ډبليو پي آر ته وويل، چې دا ورځ به له خپلې ناوې سره د خپلې خسرګنۍ په کور کې ولمانځي او احساس کوي، چې ټول کال به يي بختور وي. هغه وايي: "زه د ډېرې خوشحالۍ احساس کوم."
د کابل ښار يو هټيوال او ځلوبۍ پخوونکى، ٥٧ کلن امام الدين وايي، چې تېره اوونۍ يي کسب او کار هغه مهال زور واخيست، چې زيات شمېر کابل ښاريانو يي هټۍ ته مخه کړه. نوموړى وايي: "زه له څلوېښتو کلونو راهيسې ځلوبې خرڅوم. خلک له نوروز څخه نهه ورځې دمخه او شل ورځې وروسته د ځلوبيو د اخيستلو لپاره زما هټۍ ته راځي."
څلوېښت کلنه نفس ګل وايي، هغه غواړي د نوروز ورځ د سوغاتونو په ورکولو، د دوديزو خواړو په پخولو، د نويو جامو په اغوستلواو د نکريزو په ايښوولو ولمانځي. په همدې توګه د هغې کورنۍ غواړي په دې ورځ زيارتونو ته ولاړه شي، ميله وکړي او ټوله ورځ په خوښۍ او ساعت تېرۍ تېره کړي. نوموړې وايي: "اوس طالبان نشته، چې زموږ مخه ونيسي."
اووه ويشت کلنه خالده وايي، لا په ياد مې دي، چې درې کاله وړاندې د طالبانو د واک پر مهال مو په نوروز کې د کوژدنې مراسم پر ځاى کړل." هغه وايي: "هر څه مو پټه تر سره کړل." نوموړې زياتوي، چې د هغې خسر ځلوبۍ او کبان د "نوروزي" په توګه راوړي وو. نوموړي وايي: "موږ ټول په يوې کوټې کې راټول شو، دروازې مو وتړلې او کوچنيان مو بهر د پيرې لپاره واستول، که چېرته طالبان راشي، نو مخکې له مخکې خبر راکړي ... موږ ټيپ چالان کړى و او ډول مو واهه."
هغه په يادوي، چې په هغه شپه د هغه نامزاد ورته "د ګلو يوه ګېډۍ او يوه ګوته راوړې وه او وايي چې له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاييدم."
له ښار بهر ٥٥ کلن حاجي نورآغا وويل، هغه غواړي، چې نوروز او د بزګر ورځ ولمانځي. هغه وايي، چې څنګه بزګران د خپلو غوايو په ښکرونو ګلان ځړوي او ځمکه په لاسونواړوي. نوموړى وايي: "موږ هر کال دا ورځ لمانځو."
خو د نورآغا په څېر يو زيات شمېر دوديز پال وايي، چې که د کلي ملايان اومشران ورته د مراسمو د نه سرته رسولو لارښوونه وکړي، نو هغوى به يي ومني.
آن دا چې طالبان له منځه تللي دي او زيات شمېر افغانان د نوي کال د مراسمو سرته رسولو ته سترګې په لار دي، ددې ورځې د لمانځلو پوښتنه لا اوس هم د ديني عالمانو او مشرانو تر منځ تر تودو خبرو اترو لاندې ده.
يو سياسي شيعه ديني مشر، آيت الله محسني وويل، هغه نوروز ته د يوې غير ديني ورځي د مراسمو په سترګه ګوري، نه د يوې دينې ورځې د رخصتۍ په توګه.
د کابل ښار د پل خشتي جومات ملا امام، ٣٥ کلن قاري عبدالرحمن قاري زاده وايي: نوروز د افغانانو يودود دى. که په دې ورځ خلک ميلي ته ځي او يا څه خوري او يا يو چا ته سوغات ورکوي، نو په دې کې د اسلام له نظره کوم بنديز نشته. "
قاري زاده وويل، اسلام نه د نوروز د لمانځلو لارښوونه کوي او نه يي مخه نيسي، خو زياته يي کړه، دا منعه ده، چې خلک دا ورځ د موسيقي په غږولو، په سندرو ويلو او نڅاوو ولمانځي.
د کابل په شمال کې يو ملا شيخ زاده وايي، څنګه چې په اسلام کې ددې ورځې د لمانځلو اجازه نه ده ورکړشوې، نو دا ددې مانا ورکوي، چې هغه منعه ده. د مراسمو جوړول به ددغه ورځې د لمانځلو او درناوي (تبرک) مانا ورکړي او څو ک که دغه کار وکړي، نو"هغه به بېدينه اوملحد وي."
شيخ زاده ټينګار کوي، چې په اسلام کې دوه رخصتۍ دي: يوه له روژې وروسته (کوچنى اختر) او بله د حج د مراسمو په وخت کې.
يو شمېر خلکو د ملايانو ويناوو ته په پام نيولو پرېکړه کړې، چې د هغې له رخصتېو ګټه وانخلي. ګل بشرې ويل، چې د نوروز ورځ به و نه لمانځي. هغه وايي:"ما پرېکړه کړې، چې نوروز ونه لمانځو؛ ځکه په اسلام کې د خوشحالۍ لپاره دوه ورځې (وختونه) دي." ما خپلو اولادونو ته ويلي دي، چې د نوي کال ورځ ونه لمانځي. زه به هېڅکله له اسلام څخه مخالف کار ونه کړم."