نوى ډوډى ګټونکى

د کابل محرومى او مظلومى ميرمنى په کوڅو او بازارونو کى وچه ډوډى خرڅوى، تر څو خپله خپلواکى او عزت بيا لاس ته راوړى

نوى ډوډى ګټونکى

د کابل محرومى او مظلومى ميرمنى په کوڅو او بازارونو کى وچه ډوډى خرڅوى، تر څو خپله خپلواکى او عزت بيا لاس ته راوړى

مسعوده د کابل په يوه کوڅه کى لڅى پښى سوځونکى لمر ته په خاورو کى ناسته ده او وچه ډوډى خرڅوى. د نوموړى ژوند ډير سخت دى، خو بيا هم هغى خپل اميد او هيله له لاسه ورکړى نه ده. نوموړى د جګړى او سولى راپور ورکونکى موسسى ته وويل: د وچى ډوډى خرڅول د طالبانو تر چلاخو وهلو ښه دي.


نومړى زياته کړه: ما خپل خاوند په جګړه کى د لاسه ورکړيدى او اوس د خپلى کورنى يواځينۍ د پيسو ګټونکى يم. هغى وويل: خو اوس موئږ خپلواکه يو او په آزادى سره خپل ژوند پر مخ بيايو.


مسعوده د کابل د يوشمير هغو ميرمنو له ډلى څخه ده چه د جګړى له امله کونډه شويده او اوس په کور کى پخه شوى او يا ارزانه رانيول شوى وچه ډوډى خرڅوى.


پيغلى او ځوانانى نجونى هم د وچى ډوډى په خرڅولو لګيا دى چه دا کار د خپلو کورنيو دپاره د ډوډى د برابرولو يوه ښه لار ده. د مينا پلار چه په جګړه کى ئى خپلى دواړى پښى له لاسه ورکړيدى، اوس ئى په بشپړه توګه د خپل ژوند اتکا پر خپلى ځوانى لور ده. مينا وويل: که زه وچه ډوډى خرڅه نه کړم، نو به زما پلار د لوږى څخه مړ شى. هغى زياته کړه : ما خپل ورور، مور او خور د جګړى له امله له لاسه ورکړيدى او اوس يوازى دوى خويندى او يو پلار را ته پاته دى.


يوى بلى ځوانى پيغلى چه د خپل نوم د په ډاګه کولو څخه ئى ډډه کوله، وويل: ګڼ شمير ميرمنى په کوڅو او بازارونو کى د شيانو د خرڅولو څخه بل کوم انتخاب نه لرى. نوموړى زياته کړه: دا به يو ډير ښه کار وى، که حکومت موئږ ته د غاليو د اوبدلو، د مميزو د پاکولو، د صابون جوړولو، خياطۍ او داسى نورى دندى او وظيفى را وسپارى.


د افغانستان ميرمنى تل د دا ډول ستونځو سره مخاخ نه وى. د هيواد د (١٩٦٤) ميلادى کال اساسى قانون د ميرمنو په مرسته طرح کړه شويدى، په اويايمه عيسوى لسيزه کى لږ تر لږ درى تنى قانون جوړونکى ميرمنى موجودى وى او بيا په دوو راتلونکيو لسيزو کى ميرمنو بيلابيلى دندى لکه ډاکټري، وکالت، ژورناليزم او قضا وظيفى تر سره کولى.


خو د طالبانو له واک ته د رسيدو وروسته ميرمنو خپلى مسلکى دندى او شخصى خپلواکىله لاسه ورکړه. او په همدى دوره کى د ميرمنو سره د تبعض او توبير چلند پيل شو.


د طالبانو د واکمنى په دوره کى يوازى (٣) فيصده نجونى په ابتدائى زده کړو بوختى وى او د کور څخه بهر د ميرمنو پر دند بنديز د هلکانو او نجونو دواړو پر ښوونه او روزنه بده اغيزه کړى وه، ولى چه د ښوونکو اکثريت ميرمنى وى.


همدارنګه طالبانو د ميرمنو شخصى خپلواکى محدوده کړى وه. هغوى د خپلو کورونو څخه يوازى بي له نارينه محرم څخه بهر ته تلاى نه شواى، هغوى د موټر د چلولو اجازه نه درلوده او که د هغوى حجاب د طالبانو د سختو قوانينو سره برابر نه واى، نو اکثره وختونه هغوى وهل کيدى.


د طالبانو د واکمنى په وخت کى د ميرمنو دپاره د يو څه پيسو د گټلو يوازنى لار په کابل او مزار شريف کى د نړيوال خوراکى پروګرام په مرسته په پټو جوړ شوي نانوايانو کى کار کول وو.


د طالبانو د واکمنى د نسکوريدو وروسته، ميرمنى يو ځل بيا د خپلو کورونو څخه بهر را وتلى دى، خو هغوى نوى موجوده دندى تر سره کولى نه شي..


د ميرمنو يو زيات شمير په هغه څه خپل ژوند پر مخ بيائى چه د خپلو کورنيو څخه ئى زده کړيدى او د طالبانو د وحشت څخه په ډک رژيم کى د بل څه د زده کړى څخه بى برخى کړه شوى وى.


د کابل د ښار په مرکز کى د پلازا هوټل مخى ته په لوى چوک کى شفيقه تازه پاخه کړه شوى خواړه خرڅوي. نوموړى وويل: چه زه د شمال اوسيدونکى يم او طالبانو زموئږ کور را وران کړ او د انګور باغ ئى په تراکتورونو باندى د خاورو سره برابر کړ.


هغى وويل: طالبانو زما خاوند او زوى ووژل او اوس زه د يوه زوى او دريو لوڼو سره پاته يم. نوموړى زياته کړه: زه د خپلو ماشومانو سره د طالبانو د واکمنى د نسکوره کيدو وروسته ښار ته راغلم او دلته مو بيا د سره په ژوند پيل وکړ.


د مسعودى چه يوه څيرى زړه چادرى پر سر وه، د شفيقى په شان خوشبينه او هيله منه ده او وائى: اوس په افغانستان کى يوه رڼا خپره شويده او زه په دى ډاډه يم چه په همدى ړنا سره به و ما ته يوه ښه دنده را پيدا شى . هغى زياته کړه: اوس موئږ ټول د خپل هيواد د راتلونکى په هکله ډير ډاډمن يوو.


يورانس غزال د کابل يوه آزاده او خپلواکه خبرياله ده.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists