نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک يا ISAF او د شمال اتحاد د کسانو تر منځ مقابله امنيتي انديښنى جوتوي

د افغانستان د دموکراسى لومړى ورځ او مغشوشتيا

نړيوالى سولى د مرستندويه ځواک يا ISAF او د شمال اتحاد د کسانو تر منځ مقابله امنيتي انديښنى جوتوي

د افغانستان د دموکراسى لومړى ورځ او مغشوشتيا

Monday, 21 February, 2005

د لويي جرګى د حقيقي بحث لومړى ورځ په مغشوشتيا را جوته شوى. پلاو چى د لويي جرګى له رسمي اجندا څخه مخ اړولى وو غوښتل يي پر هغو تګلارو وغږيږي چى آيا د افغانستان دسياست په ډګر کى بهرنى لاس وهنه وه او که څنگه ، همدارنګه په نوي افغانستان د مجاهدينو ځاى ، ملي سرود او دغه راز هر هغه څه چى يي ذهن ته راتلل.

د جرګى لومړى کار پخپله د جرګى د مشر ټاکل دي چى د شپى تر ناوخته پرى خبرى کيدى. د هيواد د ناکراره تير سياسي مشران د رايو د صندوق مخ ته غلي شوي وو.

د نړيوالى سولى د امداد ځواک يا ISAF او د احمدشاه مسعود د پخوانيو بادي ګاردانو تر منځ د سهارنى مقابلى وروسته ISAF خپل حضور زيات کړ او د ملي ګارد قطعو خپلى موضع ګانى غښتلى کړى. خو ورځ په سوله اييز ډول تيره شوه او ولي مسعود چى د فقيد احمدشاه مسعود ورور دى دا هر څه د وړو پيښو په توګه چى ژر حل کيږي رد کړل

اصل کار د سيمه اييز وخت د شپى په اتو بجو پيل شو خو ډير ژر يي زور واخيست.

بيانيي د لنډى مودى له پاره هغه مهال وځنډيدى چى حشمت غني احمدزى چى د پښتنو يو مشر دى د لويي جرګى د کميسون مشر په دى تورن کړ چى د هيڅ کار نه دى.

احمدزي وويل : زه تا پيژنم . تا هيڅ هم نه دي کړي. هغه وويل چى د لويي جرګى د مشرى دندى ته به د قاسميار په وړاندى ودريږي. هغه زياته کړه تا آن اجازه را نه کړه چى دفتر ته دى ننوځم او زه په زور ننوتم.

د پلاو قهر او شور د ماسپښين پر مهال د دى سبب شو چى قاسميار غونډه وځنډوي او ١٦٥٠ پلاو ته وخت ورکړي چى په کرار شي.

ماښام خواته قاسميار، احمدزى او واصف عزيزاله چى له کندهار څخه يو متقاعد پروفيسر دى د لويي جرګى له پاره کانديدان وو. داسى ښکاريده چى بحث او راى ورکول به د شپى تر ناوخته دوام وکړي.

د جرګو په جلا جلا وختونو کى د دغى دندى له پاره ٨ يا ٩ کانديدان به وو. خو په نورو کانديدانو کى پخوانى ولس مشر صبغت اله مجددي هم دى. د اتحاد اسلامي مشر استاد سياف له کانديدتيا لاس اخيستى خو دا کار يي وړاندي تر دى نه دى کړى تر څو په زور سره يي دا خبره ياده نه کړه چى جهاد افغانستان وتوانوه چى په نولس سوه او اتيايمو کلونو کى د شوروي اشغال ته ماتى ورکړي.

هغه وويل تاسى بايد د مجاهدينو درناوى وکړى. له هغوى پرته موږ بۀ سور لښکر ته ماتى نه واى ورکړى.

پښتني استازي د دوشنبى د ورځى د اعلان په اړه چى د امريکا د سلاکار زلمي خليل زاد له خوا يي نوښت شوى وو چى ظاهرشاه به سياسي موقف ونه غواړي سره غوږ په غوږ شول. واصف عزيزاله اعلان کړى چى موږ له ملګرو ملتونو، متحدو ايالاتو او له نورو څخه هيڅ ډول بهرنى لاس وهنه نه غواړو. ټوله ورځ د نورو پلاو په شان يي پوښتنى کولى چى د څومره استازو له پاره په لويه جرګه ګى راى ورکول کيږي

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists