ننګرهار ولایت کی د ښځو پیر او پلور

ننګرهار ولایت کی د ښځو پیر او پلور

Wednesday, 15 August, 2012

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لاهم د ښځو پیر او پلور روان دی ،  دښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دا پیښې په دې ولایت کې له کلونو کلونو راهیسې دوام لري

د ننګرهار ولایت د ښځوچارو ریاست وایی  د روان لمریز کال  په لومړیو دریو میاشتو کې دوی ته د کورني تاوتریخوالي څلويښت پیښې ورغلي چې پنځه په کې د ښځو د پیراو پلور دي

نور حال د وریښمین تسل په راپور کې :

 (( په دومره بچو کې زه حېرانه وم، شته بنيادمو کې بې څوکه وم، زه يې په هغه ځاى کې خرڅه کړم، دومره ظلم به له هېچا سره نه وي شوى، بچي يې رانه بېل کړل، لار راته نه وه معلومه کنه په هغه ځاى کې به مې شپه هم نه وایکړې.))

دا دشپېته کلنې کړول شوېبي بي زاور غږ دى چې تر لومړي خاوند وروسته د لېوره له لوري پر دريم کس پلورل شوې ده.

نوموړې د ننګرهار د شينوارو د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکې ده او وايي د درې اولادونو مور وه چې د خاوند له مينې بې برخې شوه؛ خو لا يې اوښلنې سترګې وچې نه وې چې ليوره  يې خپل ځانته په نکاه کړه.

بي بي زاور وايي له دويم خاوند سره يې په څوکاله ژوند تېرولو کې رټل، وهل او درنې شکنجې وزغملې آن تر دې چې وژونکي دارو يې هم له ستوني تېر کړل؛ خو مرګونى اغېز يې ونه کړ.

نوموړې زياتوي: ((پورې غاړه يې واده کړې وم، اول خاوند مې ډېره ښه ساتلم، دوه اولادونه مې ترې شوي وو، يوه لور مې په ګېډه کې وه، چې پلار يې مړ شو؛ خو لايې درېيمه مياشت نه وه پوره چې ليوره مې ځانته په نيکاحکړم، هغه ډېر ظالم وو، هره ورځ به يې ډبولم، يو ماښام چې زوى مې کور کې نه و تالاک يې راواچوه او له هغه ځايه يې وتښتولم.))

د مېرمنو په پير او پلور کې له وطنه لرې په غرونو اړول شوې قرباني بي بي زاور وايي د څلوېښتو کلونو وه چې ددويم خاوند لخوا پر دريم کس د  (١٢٠٠٠٠ ) یوسلو شل زره  پاکستانۍ کلدارو په بدل کې وپلورل شوه؛ خو اوس پخپل کور او کلي کې د عار شپې تېروي. هغې وويل: (( هغه کس چې زه يې واخيستم د پاکستان په سياو سيمه کې اوسېده، هغه ځاى ډېرى لرې دى، د بېرته راتلو لار راته نه وه معلومه، تقريباً اولس کاله مې هلته تېر کړل، اخر چې نور له کاره لوېدلې وم، راپرېښودمیې؛ خو  ما غوندې ښځې لا په شينوارو کې چا نه دي خرڅې کړي اوس له خپلو او خپلوانو سره د مخامخ کېدو مخه نه لرم.))

د ننګرهارد ولايتي شورا وکيلهانګېزه شينوارېهم په ياده سيمه کې د مېرمنو پر پېر او پلور اندېښنه ښيي؛ خو ورسره  د بشري حقونو د خونديتوب په نوم پر کار بوختې ادارې پړې بولي او وايي چې له ازادۍ د محرومېدونکو مېرمنو په حق کې يې لا کوم جدي ګام نه دى پورته کړى. نوموړې په ياده سيمه کې د مېرمنو د پېر او پلور علت له اسلامي احکامو ناخبرتيا، د زده کړو نشتوالى او د قومي مشرانو نه پاملرنه په ګوته کوي.  

اغلې شينوارې د پېر و پلور له نرخه وتې مېرمنې په لومړيو کې له دې چارې ناخبرې او تر ټولو يې لاسخته دا بولي چې اولادونه يې ترې پخوانى خاوند ايساروي. نوموړې وويل: ((  په ولسواليو کې د ښځو خرڅلاو يا له کوره شړل روحاً ددوى مرګ دى، له هغوى نه بيا د ژوند تمه نه شي کېداى؛ ځکه چې فکر او سوچ يې د هغه اولاد سره دى چې د بل خاوند کور کې ترې ايسار کړلشوى دى، نور مېړونه يې هم وحشيانه زړونه لري او چندان ښه رويه ورسره نه کوي کوي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رئيسه انيسه عمراني واييد روان ۱۳۹۱ لېږديږکلپهلومړیو درېو میاشتو کې  دوى ته د کورني تاوتريخوالي (٤٠ ) څلویښت پېښې ورغلي چې پېنځه هغه يې د مېرمنو پر پيراوپلور څرخي.

اغلې عمراني وايي: د شينوارو په ولسواليو کې لاهم مېرمنې پلورل کېږي، څو ورځې وړاندې موږ ته يوه قضيه راغله چې يوې ځوانې واده شوې ښځې له غره د لرګيو پنډ راښکته کوو چې ورونه يې ورپسې ورغلي او ورته ويلي يې دي چې ته مو خرڅه کړې يې. هغې ورته ويلي: دومره اجازه راکړئ  چې ترکوره داپنډ وېسم او هلته خپل کوچني بچي ته شيدې ورکړم. نو ورونو يې ورته ويلي چې ته مو له پنډ سره خرڅه کړې يې او نور د پاتې کېدو وخت نه لرې.))

نوموړې وايي داسې مېرمنې هم شته چې له خپل اصليځايه تر دوى پورې رارسېدو کې څلور، آن پېنځم ځل هم پلورل شوې وي؛ خو ددې چارې د مخنيوي په موخه هغه ادارې اغېزمنې بولي چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.

په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مسوول رفيع الله بيدار بيا د دې چارې تر ټولو دردونکي قربانيان هغه کوچنيان يادوي چې د خپلو ميندو له شيدو او خوږې غېږې د پلار کور کې تر پاتې کېدو وروسته محرومېږي. موړى په افغاني ټولنه کې دا چاره د اسلام تر راتلو وړاندې وخت سره برابره او جهالت بولي: (( هرځل خرڅېدل د بل ځل لپاره موقع برابروي؛ نو دا چې ښځه پخپل اختيار کې نه وي، خرڅول او ژوندي خښول يې يو شان دي؛ ځکه په دواړو حالاتو کې دوى له خپلو حقوقو محرومېږي.))

ددغه ولايت والي ګل اغا شېرزى بيا په ځانګړې توګه د کومې سيمې نوم نه يادوي؛ خو په ټوله کې دا ستونزهدډيورنډ پولې ته څېرمه پرتو ولسواليو پورې تړي او وايي لاهم داسې سيمې شته چې د ښځو  د خرڅلاو پېښې په کې رامنځته کېږي؛ خو د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د ديني علماوو او  بشري حقونو د فعالانو ګمارلو ډاډ ورکوي.

بلخوا بيا دشينوارو يو قومي مشر ملک عثمان ددېپه خواکې چې پردوىدښځو دخرڅلاوتورونه ردوي دچارواکو لخوا ورکړل شوي معلومات ددوىتوهين ګڼي.

ملک عثمان وايي: داسېهېڅ نه دي شوي چې يوه مړوخه ښځه دېخرڅه شوېوي؛خو زياتوي:(( هغه مېرمنې چې مېړونه يې په جنګ کې شهيدان شوي وي يا ځوانې کونډې پاتې وي، نو د دې لپاره چې کورنۍ ته يې شرم وانه وړي د جرګې له مخې يو کس ته په نيکاح کېږي؛ نه داسې چې منډوى(بازار)ته يې د څاروي په څېر د پير- پلور په نيت بيايي.))

ديني عالم مولوي عبدالله په اسلامي شريعت کې پرته له غلامانو د د نورو انسانانو پېر پلور نامشروع بولي او وايي چې پرې اخستل شوې پيسې د الله تعالى د نارضايتي لامل کرځي.

هغه وويل: رسول الله فرمايي جنت ته به داخل نه شي هغه کس چې اصيل انسان خرڅوي او بيا يې روپۍ خوري، که خور ده او که لور ده خرڅلاو يې ناروا دي، علما بايد د مسجدونو په ممبرونو، ښوونځيو او فاتحو کې خلکو ته ووايي چې دا کار له اسلامي احکامو سره په ټکر کې دى او بايد له کولو يې ډډه وشي.))

هڅه مو وکړه په دې اړه د سيمې د څو تنو مخورو او د مېرمنو په پير او پلور کې د ښکيلو خواوو نظرونه هم را واخلو خو د پښتني دود د محدوديتونو له امله بريالي نه شو.

د غه مېرمنې ډېر کله په يوه او بله بهانه له خپلو کورونو داسې سيمو ته د پلور په نيت بيول کېږي چې خپل اصليځاى ته بيا ځل راتلل يې د نهیلۍ پر تار تړلي وي. دوى ښکاره او يا پټ مخ له (٥٠٠٠٠) پنځوس زره پاکستانيو کلدارو څخهآن تر درې سوه زرو پورې د وو لوريو ترمنځ د جوړجاړي پرمهال له يو نامعلوم برخليک سره مخ کېږي.

ورېښمين تسل IWPRجلال اباد

Women
Frontline Updates
Support local journalists