نجونى لاهم د ټولګي د دروازى تر شاه ولاړى دي
پداسى حال کى چى د طالبانو له ړنګيدو وروسته دوهم تعليمي کال پيليږي، غربت او تعصب لاهم نجونى له ښوونى او روزنى څخه ليرى ساتلي دي.
نجونى لاهم د ټولګي د دروازى تر شاه ولاړى دي
پداسى حال کى چى د طالبانو له ړنګيدو وروسته دوهم تعليمي کال پيليږي، غربت او تعصب لاهم نجونى له ښوونى او روزنى څخه ليرى ساتلي دي.
د طالبانو له ړنګيدو ورسته په کابل کى په زرګونو نجونى دا دوهم کال دى چى ښوونځى پيل کوي. خو د ښار له محدودى څخه بهر ، ٧ کلنه نسرين حيرانه ده چى څه وخت به د هغى وار رارسيږي.
هغه وايي :دا شعار چى (راځى چى لوست وکړو) پر هر ديوال او هر کنج ليکل شوى، خو زه نه پوهيږم چى چيرته او څنګه ولاړه شم.
د افغانستان نوى تعليمي کال په پسرلي کى پيليږي، خو د نسرين په کلي يعنى د بګراميو په ولسوالۍ کى د نجونو ښوونځى نه شته. د زده کړى لپاره د هغى ليوالتيا دومره زياته ده چى هغه په شخصي ټولګيو کى درس وايي، چى په دغو ټولګيو کى د لوست لپاره ٨٠ نجونى هر يو د مياشتى ٣٠ افغانۍ ورکوي چى نژدى ٠،٦٠ ډالره کيږي .خو آن دا مقدار په خوار غريب افغانستان کى ډيرى پيسى دي.
پداسى حال کى چى دا نجونى په دى انتظار کى دي چى حکومت او يا کوم بهرنى سازمان د دوى لپاره ښوونځى جوړ کړي، نو د دوى د غوښتنو ځواب همدا شخصي ښوونځي دي.
نورى کورنۍ بيا په ډير زيار او د سختو په ګاللو سره کابل ته تللي دي تر څو د دوى ماشومانى لوڼى وکولى شي هلته ښوونځيو ته ولاړ شي.
خو د افغانستان په لر او بر کى د زرګونو نجونو لپاره چى داسى امکان نه شته نو يواځى انتظار باسي. د بګراميو د بت خاک د کلي اوسيدونکي جميله چى ١٥ کلنه وايي: د طالبانو د ٥ کلنى واکمنۍ پر مهال ډير ځوريدلي يو، خو اوس حالت لاپسى جدي دى ځکه چى ښوونځي نه شته. هغو نجونو چى کولى ښار ته ولاړى شي تللي، خو موږ او نور ناهيلى په کور کى پاتى يو.
هلکان هم ستونځى لري، ځکه د افغانستان ځينى ليرى پراته کلي هيڅ ښوونځي نه لري. د کلي مشر محب اله وويل: آن بت خاک چى له کابل څخه له ٢٠ کيلومترو هم کمم واټن لري ، او ٣٠٠٠ کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي شديده اړتيا لري.
هغه وويل اوسيدونکو څو پلا د ښوونى او روزنى له وزارت څخه غوښتنى کړي، او له دى حقيقت سره سره چى هلته د ښوونځي د جوړيدا لپاره ځمکه هم شته چى پرى ښوونځى جوړ شي خو د دوى اپيل او غوښتنو هيڅ نتيجه نه ده ورکړى. همدا دليل دى چى دوى شخصي ټولګي پيل کړي دي.
له کابل څخه بهر د چهار آسياب د ولسوالۍ اوسيدونکى ذکيه چى ٢٠ کلنه ده ، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل: د نړۍ په لر او بر کى خلکو ښځو ته د بشپړو حقونو د نه ورکولو له امله د طالبانو غندنه کوله.خو اوس زه په دى نه پوهيږم چى د چا غندنه وکړم، ځکه هيڅوک ښوونځي ته د نجونو د تګ مخنيوى نه کوي ، مګر زموږ لپاره ښوونځي نه شته.
د ښوونځيو نشتوالى د يو شمير نورو اړونده فکتورونو سره ډيره لويه ستونځه ده. کورنۍ جګړى ښوونځي وران کړل، طالبانو ښوونځيو ته د نجونو د تلو مخنيوى وکړ، او ځنيو ليرى پرتو او خوارو غريبو کليو هيڅکله هم ښوونځي نه درلودل. په ناڅاپي توګه هيواد ته د ګڼ شمير کډوالو راستنيدو او د نړيوالو مرستندويانو له خوا د مرستى په ورکولو کى ځنډ دا ستونځه لاپسى بدتره کړى ده.
له دغو ستونځو سره سره، په سلګونو ښوونځي د طالبانو له ړنګيدو وروسته د ٥٠ غير حکومتي سازمانونو په مرسته ترميم او يا سم د لاسه جوړ شوي دي. هغه مهال چى په تير پسرلي کى نوى تعليمى کال پيل شو ، له ٣،٣ مليونو څخه زيات ماشومان ښوونځي ته ولاړل.
دا چى غوښتنه يا تقاضا ډيره ده نو ډير ماشومان د نيمى ورځ لپاره په ښوونځي کى درس وايي. د ښوونى او روزنى د وزارت د ساختماني څانګى مشر انجنير محمد ملا بر يالي دا خبره هم جوته کړه د ځنيو ځانګړتياو چمتووالى هم شوى چى هلکان د سهار له خوا او نجونى د ماسپښين له خوا ښوونځي ته راځي.
هغه وويل : که څه هم په زابل، هلمند، فراه، نيمروز، پکتيا، پکتيکا، خوست ، نورستان او ځينى نورو ولايتونو کى د نجونو لپاره ښوونځي ډير لږ دي. او دا له دى امله دى چى په دغو ولايتونو کى سيمه اييز خلک لاهم په دى نظر دي چى د ښځو تعليم غيرقانوني دى.
وزارت نيت لري چى په هر يوه ولايت کى ٢٠ نوي ښوونځي جوړ کړي. خو دا به هم د اړتيا د پوره کولو لپاره کافي نه وي.
يوه وياند وويل: تير کال د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونسف تير کال ١٦ مليونه ډالره د کابل په شاو او د مزار ، ننګرهار، کندهار او هرات په ولايتونو کى د ١٨٠٠ ښوونځيو په جوړولو ولګول، او نيت لري چى په راتلونکي کال کى به په کليوالو او کابل ته جوښت سيمو کى د ٣٠٠ نورو ښوونځيو د بيا جوړو کار بشپړ کړي. هغه وويل: کابل ته به ځکه لومړيتوب ورکړ شي ځکه هلته ډير کډوال راغلي دي.
که څه هم په عمومي ډول افغانانو په ډيرى خوښۍ د نوي کال د راتلو هرکلى کړى، خو يه ځنيو محافظه کاره سيمو کى د نجونى پر ښوونځيو حملى شوي او يا هم سيزل شوي دي، او نا څرګندى پانى يا ليکنى ويشل شوى چى ميندو او پلرونو ته خبردارى ورکوي چى خپلى لوى ښوونځي ته ونه ليږي. په نورو سيمو کى بيا د نجونو د ښوونځيو په وړاندى مخالفت دومره غښتلى و چى په لومړي سر کى يي د جوړونى مخنيوى وشو.
ډير ملايان او کليوال آن که خپلى لوڼى يي هم وغواړي ښوونځي ته ولاړى شي، ښوونځي ته د نجونو د تلو مخالفت کوي.
د مارچ پر ٨ ، يعنى د ښځو دنړيوالى ورځى د نمانځنى په ورځ د پروان په ولايت کى د ماهرى په نامه يوى ځوانى نجلۍ وينا وکړه. هغى وويل: نړۍ د سپوږمۍ او د انټرنيټ په لور دورمي او افغاني نجونى په تبعيض او تعصب کى شپى سبا کوي. موږ غواړو چى دا ملايان خپله خوله وتړي او په کرار شي.
د پروان ولايت د پنجشير د ولسوالۍ د زشوونى او روزنى سيمه اييز مشر خان محمد خان دا خبره ومنله چى د نجونو لپاره د ښوونځيو نشتوالى د مذهبي علماو د مخالفت له امله دى.
که څه هم مولوي عبدالحميد د پنجشير يو تن له علماو څخه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د ښځو د زده کړى مخالف يو خو نه په مطلق ډول سره. موږ غواړو چى د نجونو ښوونځي له اسلامي مقرراتو سره سم وي. موږ د نجونو جلا ښوونځي غواړو چى د ښځينه ښوونکو له خوا روزنه ورکړ شي. هلته بايد هيڅ نارينه نه وي. که چيرى نجونو ته په کورونو کى د ښځينه ښوونکو له خوا تدريس وشي نو موږ له هغو سره هرو مرو موافق يو.
ميندى او پلرونه په ستونځمن حالت کى دي ځکه چى له يوى خوا د مذهبي علماو واکمني او بلى خوا د هغوى د لوڼو غوښتنى دي چى غواړي علم زده کړي.
مژده ملکزاده چى ٢٠ کلنه ده او صحي کارکوونکى ده،د پروان او کاپيسا په ليرى پرتو سيمو کى د نجونو پر حال ډيره خوابدى ده چى ويني يي.
هغه وايي: هغه مهال چى ليرى پرتو سيمو ته ځم، ډيرى نجونى مى ګرد چاپير راټوليږي، او ډيره زياته دلچسپي او احساس ښيي.دوى را ته وايي: کاش موږ هم ستا په شان لوست کولى.
دوى دومره ناهيلي ښکاري چى ما ته وايي زموږ پيغام نړيوالى ټولنى ته ورسوه چى موږ له تعليم څخه محرو م پاتى نه شو.
احمد حنايش او مصطفى بشارت په کابل کى خپلواک خبريالان دي.