ناوړه دودونه د پرمختگ په وړاندې خنډ

په غونډې کې واورېدل شول چې [د دغو دودونو] له امله ټولنيز پرمختگ څومره غړند دی.

ناوړه دودونه د پرمختگ په وړاندې خنډ

په غونډې کې واورېدل شول چې [د دغو دودونو] له امله ټولنيز پرمختگ څومره غړند دی.

 

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې کړای شوې مناظرې کې د گډون کوونکو د وينا له مخې ناوړه دودونه د افغانستان په سويل لويديځ ولايت، زابل کې د پرمختگ مخه نيسي.

غونډه د ٢٠١٧ کال د جنورۍ د مياشتې په ٢٣ د زابل ولايت په مرکز، قلات ښار کې جوړه شوې وه. په غونډه کې واورېدل شول چې بشري حقونه او د جنسيت تساوي په ځانگړي ډول دغو ناوړو دودونو ځپلي دي.

د عبدالولي ولي په نامه يوه قومي مشر وويل: «له کلونو کلونو راهيسې په زابل ولايت کې زاړه فرهنگي دودونه عام دي. د بېلگې په توگه د لوړ ولور اخيستل، د ټيټ عمر ودونه، د ماشوم د زېږېدو لپاره روغتون ته د ښځو نه وړل او داسې نورې ورته ستونزې.»

هغه په دوام وويل: «د زړو او ناوړو دودونو له امله د زابل خلک له بېوزلۍ او نورو ستونزو سره مخ دي. د دغو دودونو له امله خلک د هېواد قوانينو ته درناوی نه کوي او پر ځای يې هر هغه څه کوي، چې زړه يې غواړي.»

د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د حقوقي چارو رئيس، محمد حکيم وويل، د  دغه ټولو کارونو لامل د زده کړې او پوهې نشتوالی دی.

هغه وويل: «پر ليک لوست د نه پوهېدو لوړه کچه، زاړه او کرکجن دودونه لا تر اوسه لاسبري دي او د حکومت مخه يې ډب کړې ده. د دې پر ځای چې دولت د خلکو په وړاندې پرتې پراخه ستونزې هوارې کړي، پر کوچنيو موضوعگانو يې ځان بوخت کړی دی.»

نوموړي زياته کړه، [د دغو دودونو] اغېز په ځانگړي ډول د جنسيت پر حقونو ډېر غموونکی دی.

حکيم په دوام وويل: «د زابل په ولايت کې ډېری ښځې له زده کړې څخه بې برخې دي. له دې امله د کرکجنو دودونو ښکار کيږي.»

ځايي فعاله، زرمينه پټان له دې سره موافقه ده، زياتوي: «په زابل ولايت کې په خلکو کې د ليک لوست د نشتوالي او بېوزلۍ تر شا اصلي عامل دا زاړه ډاروونکي دودونه دي.»

هغې په دوام وويل، په دغه شرايطو کې ټولنيز پرمختگ ناشونی دی.

هغې وويل: «د ليک لوست او د خلکو د معلوماتو د نشتوالي له امله دا دودونه لا تر اوسه په زابل ولايت کې د خلکو د ژوند تگلوری ټاکي. پايله يې دا ده چې ښځې د کور په څلورو دېوالونو کې ايسارې دي او بايد همدلته خپل ژوند ته دوام ورکړي.»

هغې زياته کړه: «دا د دې معنا نه لري، چې که يوه ښځه له کوره ووته، نو بداخلاقه  به وي. معنا يې دا ده چې هغه له بېوزلۍ څخه د ځان د خلاصولو لپاره کار لټوي، پيسې لاسته راوړي او خپلو ماشومانو ته خواړه چمتو کوي.»

د ټيټ عمر د ودونو، کورني تاوتريخوالي او له نورو حقونو څخه د سرغړونې په اړه پټان په دوام وويل: «د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د منلو نه دی. اسلام او زموږ بډای فرهنگ موږ ته اجازه نه راکوي چې د نورو، په ځانگړي ډول د ښځو، په وړاندې تاوتريخوالی سرته ورسوو.»

د زابل د ملي راډېو تلويزيون د خپرونو مشر، محمد نعيم ستوري وويل، ځايي خلکو ته پکار دي چې پخپله د بدلون لپاره لسټونې بډ وهي.

هغه وويل: «کله چې موږ د خپل حکومت پر فعاليتونو نيوکه کوو، بايد خپلو کارونو ته هم پام وکړو. موږ تر کومې کچې د هېواد د قانون متابعت او درناوی کوو؟ د خپل هېواد د گټې لپاره څه کوو؟  موږ په داسې يو هېواد کې ژوند کوو چې هيڅوک پکې مقرراتو ته درناوی نه لري، خلک مو په دې سوچ کې دي چې هغوی له قانون څخه پورته دي او دا کار زښتې ډېرې ستونزې زېږوي.»

ستوري زياته کړه: «که چېرته افغانان د يو بل حقونو ته درناوی پيل کړي، نو ډېره به اسانه وي چې د ناوړو دودونو رېښې وباسو. دا کار به نوي پيل ته لاره هواره کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists