موسی کلا ته تللی خبريال له بند څخه خوشې شو

پوليس د رسنيو د آزادۍ د مخنيوي ادعاګانې نه مني.<br />

موسی کلا ته تللی خبريال له بند څخه خوشې شو

پوليس د رسنيو د آزادۍ د مخنيوي ادعاګانې نه مني.<br />

Thursday, 6 December, 2007
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

24 ساعتنه له هغه وروسته خوشې شو، چې د طالبانو تر لاس لاندې موسې کلا ته له دريو نورو خبريالانو سره د يو رپوټ د چمتو کولو لپاره تللی و.



(پوليس د طالبانو سيمې ته ورغلې خبريالان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې ونيول)



هجران چې نور ملګري يي د يوې لنډې مودې لپاره بنديان شوي و، نن د نومبر په نهمې نېټې په لاس رانغی، خو له آی ډبليو پي آر سره يي په لنډو تليفوني خبرو کې کار ته د خپل بېرته راتګ او ښه والي ډاډ ورکړ.



د هلمند ولايت د امنيې قوماندان حسين انډېوال آی ډبليو پي آر ته وويل داسې هيڅ کومه هڅه نه شته، چې د خبريالانو په نيولو دې د رسنيو د آزادۍ مخه ډب شي.



هغه وويل: "موږ نه غواړو د خبريالانو خولو ته کولپونه ورواچوو. خو پوليس بايد موسی کلا ته، چې يو پنځلس هلک پرې يوازې په خپل جيب کې د ايکي يو ډالر په لرلو ځړول شوی و، د خلکو په ورتګ باندې خبر وي. که چېرته هغوی وژل شوی وای، نو مسووليت به يي زموږ په غاړې و. له دې امله موږ ددې حق لرو، چې پوښتنې وکړو."



موسی کلا ته تللی خبريالان وايي، هغوی ځايي چارواکي نوموړی ولسوالۍ ته له خپل سفر څخه خبر کړي و.



انډيوال وويل، له بده مرغه د وضعې او شرايطو له مخې هجران بندي شو. د نومبر په اتمه نېټه د هلمند زياتره پوليس د پارلمان د غړي، انجنير عبدالمتين په جنازې کې بوخت و، چې د نومبر په شپږمه په بغلان کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی و.



په همدغه ورځ د هغه مړی له کابل څخه هلمند ته وړل شوی و. د ولايت زياتره چارواکي په دې مراسمو کې بوخت و.



هغه په ټينګه وويل: "موږ نه غوښتل هغه (خبريال) بندي کړو. خو د مړي د ښخولو مراسم يو څه ځنډېدل. موږ مازې غوښتل له هغه څخه يو څو پوښتنې وکړو."



آی ډبليو پي آر ته په غير رسمي ډول خبر ورکړ شوی و، چې موسی کلا ته د تللو خبريالانو په ډلې کې د هغه موسسې خبريال، عزيز احمد تسل ته د امنيتي ځواکونو له خوا د پوښتنو ګروېګنو اړتيا نه شته.



له موسی کلا څخه په راستنېدو هغه ته پوليس تليفونونه کړي و او ويل يي چې د مرکې غوښتنه يي ترې کړې وه. افسران د هغه کور ته هم راغلي و.
Frontline Updates
Support local journalists