موقتي طالبان

د کار د ميندلو په لټه کې بېوزلي ځوانان د ياغيانو له خوا د يو ساعت ، نيم ساعت (پارټ ټايم) جنگيالي په توگه په کار گومارل کيږي.

موقتي طالبان

د کار د ميندلو په لټه کې بېوزلي ځوانان د ياغيانو له خوا د يو ساعت ، نيم ساعت (پارټ ټايم) جنگيالي په توگه په کار گومارل کيږي.

. دواړه زلميان او بې روزگاره دي. په مزدورۍ پسې گرځي راگرځي، د هرې ورځې په بدل کې ٢٠٠ افغانۍ (څلور ډالره) ورکول کيږي.



د هغوى په منځ کې بيا هم يو لوى توپير شته. عبدالخالق د ويالو کېندلو او د ودانيو د رنگمالۍ او عبدالله جان (مستعار نوم) د پوليسو پر پوستو باندې د بريد له لارې پيسې لاسته راوړي. هغه له طالبانو سره د ورځې څو ساعته (پارټ تايم) کار کوي.



د يو کوچني کلي اوسيدونکى، ٢٢ کلن عبدالله جان وويل: "زه په يوازې سر خپلې اته کسيزې کورنۍ ته خواړه چمتو کوم. د کار په لټه درې ځلې ايران ته لاړم، خو راوشړل شوم. پوروړى يم. پلار مې ښار ته واستولم. درې اونۍ په کار پسې وگرځېدم راوگرځېدم. وروسته مې ورور ناروغ شو او درملنې ته يې اړتيا پيدا کړه. بيا وروسته مړ شو. دوو انډېوالانو مې راته وويل، چې ځايي طالبانو ته ورشم."



عبدالله جان وويل، مور يې ددې کار مخالفه وه او څو څو ځلې يې هڅه وکړه، چې پښېمانه يې کړي. خو پلار يې څه نه ويل او چوپ پاتې و.



عبدالله جان وويل: "زما لومړۍ دنده د گواه خان په ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې باندې بريد و. څلور تنه پوليس مو ووژل او دوه تنه زمونږ انډيوالان هم ووژل شول . بل يو تن ټپي شو. جگړه دوه ساعته روانه وه. اصلي طالبان زموږ شاته ليکه کې وو او موږ يې هڅولو، ويل يې شاباس، وړاندې ځئ، مخکې ځئ، ځئ، ځئ."



هغه وويل: "د جگړې په پاى کې راته ځايي قوماندان څلور سوه افغانۍ راکړې. راته يې وويل، که په راتلونکې کې دې ښه دنده سرته وروسوله، نو زياتې پيسې به واخلم. له هغې وروسته مې په پنځو جگړو کې ونډه واخيسته او په اونۍ کې مې يو زر افغانۍ تر لاسه کړې."



کله چې جگړې ته اړتيا پيدا شي، نو په اونۍ کې د يو څو ساعتونو لپاره عبدالله جان طالب وي. له هغې پرته لکه د نورو هېوادوالو په څېر په يو کاروبار بوختيږي. هغه نه کوم ټوپک لري او نه نور وسايل، چې هغه ياغي وبلل شي. هغه پخپله هم ځان طالب نه بولي.



هغه وويل: "زه يوازې د پيسو لپاره جنگيږم. که بله دنده په لاس راشي، نوڅومره ژر چې شونې وي دا کار به پرېږدم."



د ځينو اټکلونو له مخې اويا سلنۍ طالبان بې روزگاره ځوانان دي، چې د ژوند اړتيا تامينوي. په فراه، هلمند، ارزگان، زابل او نورو سهيلي ولايتونو کې ډېره کي ياغيان د پيسو په وړاندې جنگيږي، نه د ايديالوژۍ لپاره.



هغوى په يوې ډېرې ظالمانه حلقې کې ښکېل دي: تر هغه چې د هغوى ولايتونه کاواکه وي، نو هلته به لږه پانگه اچول کيږي او له امله به يې لږ کاري فرصتونه پيداکيږي. له بلې خوا د دندو د نشتوالي له امله هغوى له ياغيانو سره مله کيږي، جگړه اوږدوي او دا خبره پخوي چې امنيت او پراختيا مازې يو خوب ته پاتې شي.



د پشترود د ولسوالۍ د امنيې قوماندان، محمد عمر رسولي د عبدالله جان د کيسې پخلى وکړ او بېروزگارۍ ته يې له طالبانو سره د يوځاى کېدو د عمده هڅوونکي عنصرپه توگه گوته ونيوله.



هغه وويل: "په فراه کې اوس مهال بېروزگاري او بېوزلي برلاسې ده. له دې امله ځوانان له مخالفينو سره يوځاى کيږي."



نوموړي زياته کړه: "په دې وروستيو کې پر پوستوباندې بريدونه زيات شوي دي. زما په اند يوازينى لامل يي دادى، چې ځوانان په ډېرو لږو پيسو له طالبانو سره يوځاى کيږي."



"مخالفين پياوړي کيږي، خو موږ يې په وړاندې هيڅ هم نشو کولاى. نوموړي ځوانان يوازې هغه مهال وسلې لري، چې جنگيږي. له دې پرته په خپلو کورونو کې د عادي خلکو په څېر ژوند کوي او په دې توگه يې موږ نشو پېژندلاى."



د عبدالله جان د وينا له مخې نوموړې دنده له خطره خالي نه ده.



هغه وويل: "د رحمت الله په نامه زما يو نژدې ملگرى و. هغه ډېر زړور و. خو دوه اونۍ دمخه د کاريز شيخه پر پوستې باندې د بريد پر مهال شهيد شو. له هغې وروسته له دې دندې سره مينه نه لرم. هيله من يم ډېر ژر بل کار وموم. زه نه غواړم چې مړ شم. ځکه د خپلې کورنۍ اعاشه او اباته يوازې زما پرغاړه ده."



په عين وخت کې عبدالخالق د فراه په ولايتي مرکز، فراه، کې نور کارونه کوي. که کار ورته پيدا شي، نو د ورځې دوه سوه افغانۍ گټي. خو نه غواړي، چې ژوند يې له خطر سره مخامخ شي.



هغه وويل: "زه او زما د تره زوى بې روزگاره وو. څو، څو ځلې راته وويل شول، چې له طالبانو سره يوځاى شو. ما ونه منله. دوامداره دنده نه لرم. خو تر دې ډېره ښه ده، چې سړى ووژل شي."



عبدالله جان موافق نه دى.



هغه ټينگار کوي: "زه بايد له طالبانو سره کار وکړم. له غلا او تښتونې پرته بله دنده نشته. زما په اند دا له غلا غوره ده. که موږ ووژل شو، نو شهيدان کيږو. دا هغه خبره ده، چې ملايان يې کوي. هغوى زموږ دې کار ته جهاد وايي."



د پشت رود او خاک سفيد په ولسواليو کې د طالبانو مشر، ملا صادق آى ډبليو پي آر ته وويل چې غورځنگ د فراه ولايت د بې روزگاره ځوانانو جلبولو دليل دى .



هغه وويل: "ټول ځوانان بايد په جهاد کې برخه واخلي او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.د حکومت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې جگړې کې به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخلو."



د ملا صادق د وينا له مخې طالب جنگياليو ته ډېرې لږې پيسې ورکول کيږي، خو د جزئياتو له ورکولو څخه يې ډده وکړه.



هغه وويل: "دې ځوانانو ته موږ مازې د جيب پيسې ورکوو."



د پشت رود او خاک سفيد د ولسواليو چارواکي اټکل کوي، چې دمگړۍ له ٥٠٠ څخه زيات شمېر ځوانان له طالبانو سره کار کوي.



يو مشر، چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، د جگړې ليکې ته د عبدالله جان په څېر استخدام پر سرتېرو باندې بريد ته ځانگړى شوى دى. "طالبان نه غواړي په کوچنو، کوچنيو جگړو کې خپل پخواني جنگيالي له لاسه ورکړي."



هغه وويل، ځوانان معمولا له خپلو کورونو او ولسواليو بهر استخداميږي، ترڅو هغه څوک يې ونه پېژني، چې جګړه ورسره کوي يا يې خپل خپلوان او ملګري وپېژني.



نوموړي مشر زياته کړه، د ماينونو اېښوول يا د ښوونځيوسوځول په زړه پورې عمليات دي او معمولا د اصلي طالبانو له خوا ترسره کيږي.



افغاني شنونکي وايي د طالبانو له خوا د څوساعته جنگاليو جلب او جذب د اندېښنې وړ پرمختياده. ځکه دا کا رددې څرگندوونکى دى، چې هغوى په څومره اسانۍ خپلو ليکو ته عادي افغان راکښلاى شي.



يو افغان شنونکي، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل: "دا تاکتيک بايد مطالعه شي. هغوى زيات شمېرخلک تاوتريخوالي ته لمسوي او په ټولنې کې خپل اغېز لا پراخوي."
Frontline Updates
Support local journalists