مسوول مدير د آزادو مطبوعاتو لپاره مبارزه بيا پيل کړه

محقق علي نسب، چې د ارتداد په تور بندي او په عمري بند محکوم شوی و، اوس يې بېرته د خپلې مجلې په خپرولو پيل کړی دی.

مسوول مدير د آزادو مطبوعاتو لپاره مبارزه بيا پيل کړه

محقق علي نسب، چې د ارتداد په تور بندي او په عمري بند محکوم شوی و، اوس يې بېرته د خپلې مجلې په خپرولو پيل کړی دی.

. له بند څخه له راخوشې کېدو يوازې يوه مياشت وروسته هغه بېرته د ښځو د حقونو د مجلې د اديت په هکله په خپلو فعاليتونو پيل کړی، چې نوموړی يې له ستونزو او کړاو سره مخامخ کړی و.



اووه څلوېښت کلن محقق نسب سپينه پګړۍ په سر او سپينې جامې يې په تن او توره چپن يې په اوږو پرته ده، د خپل زوړ دفتر د مېز شاته ناست دی او په کتابوتو او کاغذونو کې ګوتې وهي.



هغه بېرته خپلې دندې په راستنېدو ډېر خوشحال دی.



نوموړی وايي: ((زه ډېر خوشحال يم، چې مضامين راټولوم. ډر ژر به د (حقوق زن) نوې ګڼه له چاپه راوباسم.))



علي نسب د 2005 کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په خپلې مجلې کې له اسلام سره د مخالفو مضامينو د خپرولو له امله بندي شوی و. هغه د بدلمنۍ، زنا، ارتداد او غلا په وړاندې د سختې سزا ورکول تر پوښتنې لاندې نيولي و.



د هغه قضيې د کورنيو او بهرنيو رسنيو، لکه د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې او په نيويارک کې د



ژورنالستانو د حمايت د ميشتې موسسې پام ځانته واړاو، ترڅو يې د هغه د خوشې کولو غوښتنه وکړه.



محقق نسب د دوو کلونو په بند محکوم شو، خو د 2005 کال د دسمبر په 24 د مرافعه محکمې له خوا له هغه وروسته له بند څخه خوشې شو، چې له خپلې خپرونې څخه د راولاړې شوې سرخوږۍ او خپګان په اړه يې بښنه وغوښته.



خو د تپل شوې بښنې سره سره محقق پښېمانه نه ښکاري او وايي، چې خپلو فعاليتونو ته به دوام ورکړي.



هغه وايي: ((زه په خپلو خبرو ولاړ يم. زه به په راتلونکې کې ورته مضمونونه خپاره کړم.))



هغه د خپلې پيښې په اړه وايي، چې کېدای شي، د هغه د بندي کېدو ترشا سياسي هڅې موجودې وي. هغه وويل: ((مضمون زما د بندي کولو لپاره يوازې يوه بهانه وه. ددې عمل شاته خلک ولاړ و.)) نوموړي ونه ويل، چې دا خلک څوک دي.



نسب، چې د حقوقو فارغ دی او په حقوق پېژندې کې د ماسټرۍ درجه لري، د خپلې محاکمې په اړه له ځان څخه دفاع کوي.



هغه وايي، د خپلې تجربې له مخې په افغانستان کې د مطبوعاتو دازادۍ لپاره ډېره هيله نه لري.



نوموړی وايي: ((له بده مرغه موږ د مطبوعاتو دآزادۍ په ډګر کې روښان ريکارډ نه لرو. خلک چې څومره شونې وي، بايد له قانون سره سم د بيان د آزادۍ حق ولري. ترڅو هرڅوک له ډار او ترهې پرته وکړای شي، خپل فکر بيان کړي.))



يو شمېر خلک په دې اند و، چې محقق نسب به له خوشې کېدو وروسته بهر ته ولاړ شي. هغه وويل: ((زياتو هېوادونو ماته د پنا راکولو وړاندېزونه وکړل، خو ما هېڅکه د تګ اراده نه ده کړې.))



پر ځای يي هغه غواړي، بېرته خپلې مجلې ته ستون شي. د مطبوعاتو کميسون، چې هغه يې د اکتوبر په مياشت کې د خپرونې له مسوول مديريت څخه ليرې کړی و، اوس يې بېرته ورته اجازه ورکړې ده.



د حقوق زن خپرونه د محقق نسب د بند پر مهال نه خپرېده. هغه وويل، يو شمېر کارکوونکو نورې دندې وموندلې، خو اوس بېرته راغلي دي.



سره له دې چې په بند کې د هغه استوګنه هغومره ښه نه وه، خو علي نسب وايي، له هغه سره ناوړه چال چلن نه دی شوی.



هغه وويل: ((تر ټولو ناوړه کار داو، چې هغوی د يو مجرم په توګه له بندي کولو وروسته زما د سر وېښتان وخريل.))



تلويزوني خپرونو سمدلاسه د نسب بندي کيدل وښوول، چې سر يې کښته او چوپ و. په محکمه کې يې اتکړۍ په لاس په يو کونج کې ناست و. خو د يو څو ورځو په تېرېدو هغه بېرته ساواخيستله او له څارنوالانو سره په تودو ناندريو بوخت شو.



نسب وايي، داسې پلان موجود و، چې هغه د بنديخانې دننه ووژل شي، خو امنيتي چارواکو دا پلان خونسا کړ.



هغه وويل: ((يو شمېر بنديانو ته په بهر کې د خلکو له خوا لارښوونه شوې وه، چې ما ووژني. له نېکه مرغه هغوی بريالي نه شول.))



اوس چې محقق نسب آزاد دی، له خپل خونديتوب (مصونيت) په اړه نه ډاريږي.



هغه په موسکا وويل: ((له هغه مهاله چې راخوشې شوی يم، ما ته کومه امنيتي ستونزه نه ده راپېښه شوې. پر ځای يې زما د ملګرو شمېره زياته شوې ده.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists