مارينا، د فلم ستوری

څوارلس کله مارينا ګلبهاري د خپل لومړي فلم په هکله د نيوکو په وړاندې دفاع کوي او وايي، چې په فلم کې کار کولو ته به دوام ورکړي.

مارينا، د فلم ستوری

څوارلس کله مارينا ګلبهاري د خپل لومړي فلم په هکله د نيوکو په وړاندې دفاع کوي او وايي، چې په فلم کې کار کولو ته به دوام ورکړي.

څوارلس کلنه مارينا ګلبهاري، چې د يو وتلي نړيوال فلم ستوری شوی دی، د هاليووډ د سينما ګانو د لوبغاړو په څېر بريښي.


مارينا د يوولس کلنۍ په منګ په کابل کې له يو هوټل بهر په درويزه ګرۍ (خيرات غوښتلو) بوخته وه، چې د افغان فلم جوړوونکي صديق برمک پرې سترګې ولګېدې.


نوموړې د ښار په يو ساړه هوټل کې ناسته وه او ويل يي: ((برمک ماته وويل، چې په يوې مشاعرې کې ګډون وکړم. هغه يو ډېره احساساتي ټوټه وه، ډېره بوګنوونکې وه. زه يې د خپلو دوو مشرو خويندو د فکر په ټال کې وزنګولم، چې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال په يو راکټ وژل شوې وې. هغه ډېر احساساتي وخت و. ما خپل کنترول له لاسه ورکړ او اوښکې مې په ګريوان راتويې شوې. زه فکر کوم، برمک ماته له همدې امله په هغې کې د ګډون بلنه راکړې وه.))


مارينا د اسامه په فلم کې اتله شوه. په دې فلم کې هغې د يوې 12 کلنې نجلۍ رول لوبولی و، چې د اسامه په نوم د يو هلک په توګه ورکړ شوی و. مارينا له لوږې څخه د خپلې کونډې مور او نيا د ساتلو په موخه، چې د طالبانو دواکمنۍ پر مهال له کوره بهر له کار کولو منع شوې وې او له محرم پرته له کور څخه بهر نه شوای وتلای، دې کار ته غاړه کېښوده.


دې فلم په 2003 کل کې، د کينيس فلم فيستيوال او ګولډن ګلوب په ګډون بې شمېره نړيوالې جاېزې وګټلې. د اسامه برياليتوب له دې امله هم و، چې مارينا وکړای شول، خپلې زده کړې وکړي او کورنۍ هم وچلوي.


مارينا د فلم د جوړېدو راهيسې په نورو فيچرونو او پنځو لنډو نندارو کې کار کړی دی.


په فلم کې د هغې د کارکولو پرېکړه، په داسې يو هېواد کې چې لا اوس هم د طالبانو د واکمنۍ تر سيورې لاندې ده، لويه زړه ورتيا بلل کيږي.


مارينا وايي، چې آن اوس کله چې په خپل چم ګاونډ کې ګرځي د خلکو له ترټنو او ناويلو سره مخامخ کيږي. هغه وايي: ((دا سم کار نه و، چې (اسامه) لومړی په 2003 کال کې نندارې ته وړاندې شو. ځوانان تر ټولو ناوړه وو. يو شمېر به يې ماته سپکې سپورې ويلې او په ما به يې ډېره ناوړه اغېزه کوله. زه ډېره خواشينې وم او په فلم کې له کا رکولو پښېمانه وم. کله چې فلم جايزه وګټله نو راته څرګنده شوه، چې حق زما په لوري و. اوس ورو ورو زړه وره شوې يم. ))


مارينا په 1990 کال کې زېږېدلې او د کابل ښار په يوې غريبې سميې کې له خپلو پنځو خويندواو دوو ورونو سره اوسېده. د هغه پلار هلته د کسېټو يو هټۍ درلوده، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تړل شوې وه.


کورنۍ ته د خواړو د پيداکولو په خاطر،مارينا او د هغې يو ورور به په ښار کې دروېزه ګري کوله.


اوس حالات بدل شوي دي. هغې څو نغدي جايزې ترلاسه کړې. کوريا ورته څلور زره ډالره، جاپان يوزر او ايران پنځه زره ډالره ورکړل. په لسو زرو ډالرو هغه کولای شي، د ښار په ښه برخه کې يو کور په بيه واخلي.


مارينا تاجيکستان ته هم تللې او هلته ورته په فلمونو کې د کار کولو وړانديزونه شوی دی.


ولسمشر حامدکرزي هغه خپل دفتر ته بللې او د امريکا د ولسمشر مېرمنې، لورا بوش ورته امريکا ته د سفر بلنه ورکړې وه. هغه وايي: ((زه او زما ورور بايد په نومبر کې (امريکا ته) تللی وای. خو په وروستيو شېبو کې هغه کنسل شو. د هغې لامل دا ښوول شوی و، چې زما ورور په انګليسي نه پوهيږي.))


اوس مارينا دوه ارمانه لري. هغه وايي: ((زه غواړم چې زده کړې مې پر مخ يوسم او يوه ښه ډاکټره شم. له بېوزلو سره په هماغه لاره مرسته وکړم، لکه هغسې چې له ما سره وشوه. دويم داچې په فلمونو کې کا روکړم. کله چې په لومړي ځل په څوکۍ کېناستم، نو نارامه وم. زه هر وخت له ملا څخه ډارېدم، ځکه ما فکر نه کاوه هغوی اکتوران دي. خو وروسته مې ورو ورو د ارام سا واخيستله او اوس له هغې سره مينه لرم. غواړم يوه ورځ په مخکښ رول کې کار وکړم.)) هغه وايي، د هغې پرېکړې يو شمېر خلک خواشيني کړي دي. هغه وايي: ((خلکو مې پلار ته وويل، چې ما له دې کاره منع کړې، ځکه هغوی دا شی نه خوښوي.)) د هغې يو شمېر خپلوانو له هغوی سره راشه درشه پرې کړې ده. ځکه د اسامه د فلم په يوې برخې کې هغه له يو شمېر هلکانو سره په يو حمام کې څرګنده شوې وه.


مارينا پښېمانه نه ده. هغه وايي: ((،زما، د ژوند ډېره خوږه خاطره د طالبانو راپرځېدل و. موږ بېوزلی ژوند درلود او زه، لکه د افغانستان د ټولو نجونو په څېر، له زده کړې بې برخې وم. دويمه خوږه خاطره مې په فلم کې د رول لوبول و. که طالبان په واک کې پاتې وای، نو ښايي تر اوسه مې له هوټل بهر دروېزه ګري کولای.))


Frontline Updates
Support local journalists