منګل قومونو ته د ملاتړ سترګې اړولي دي

پخوانى ليکوال او د مجلې مسوول مدير په خپل کمپاين کې په يو غښتلي مرکزي حکومت او د اساسي قانون په پلي کولو ټينګارکوي .

منګل قومونو ته د ملاتړ سترګې اړولي دي

پخوانى ليکوال او د مجلې مسوول مدير په خپل کمپاين کې په يو غښتلي مرکزي حکومت او د اساسي قانون په پلي کولو ټينګارکوي .

د ولسمشرۍ د څوکۍ نيولو لپاره د سياست ډګر ته نوى راوتلى وکيل منګل، خپل ملاتړ په قومونوکې ويني، نه په ګوندونو کې. هغه وايي: "زه خپل ځان ددې لپاره کانديدوم، چې وکړاى شم هغه کارونه سر ته وروسوم، چې قومونه او روڼ اندې يې له ما غواړي."


هغه د يو غښتلي مرکزي حکومت د رامنځته کولو، دسياستوالو له لاس څخه د ټوپک د اخيستلو، د وړيا ښوونځيو له لارې د ښوونې او روزنې د سيستم د ښه کولو او د اساسي قانون د پلي کولو ژمنه وکړه. خو د هغه د بري چانس ډېر لږ ليدل کيږي.


سياسي څيړونکى، قسيم اخګر وايي: "وکيل منګل بايد دډېرو رايو د ترلاسه کولو هيله ونه لري، ځکه پراخ ملاتړ نه لري. هغه د سياست مخينه نه لري او يوازې په قومي وفاداريو باندې ولاړ دى."


پنځوس کلن وکيل منګل د خوست ولايت د موسى خېلو په ولسوالۍ کې زېږېدلى او په کابل پوهنتون کې يې د ساينس په څانګې کې زده کړه کړې ده. هغه په ١٩٧٨ کال له پوهنتون څخه فارغ او وروسته يې د مالداويا د کاسينوف له پوهنتون څخه د دکتورا درجه ترلاسه کړه. له هغه وروسته پاکستان ته ولاړ او "د جهاد هينداره" او "منبع الجهاد" د مجلو په چلولو يې پيل وکړ. هغه همدارنګه د سياست په هکله درې کتابونه وليکل.


په ١٩٩٢ کال کې د نجيب الله د رژيم له نسکورېدو او واک ته د مجاهدينو له رسېدو وروسته يي مسلکي کار پرېښود.


منګل د يو غښتلي رياستي او پارلماني حکومت د جوړېدو ژمنه کړې، تر څو کابل ځواکمن او د هېواد نوى اساسي قانون پلى کړي. هغه وايي: "ليدل کيږي، چې له اساسي قانون په ډاګه سرغړونه کيږي."


هغه د بېوسلې کولو د پروګرام ملاتړ کوي او ژمنه کوي، چې په هېواد کې امنيت خوندي کړي. هغه وايي: "زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم تر هغه چې خلک د ټوپکوالاوو له اغېز څخه خلاص وي او تر قانون لاندې آزادانه ژوند ولري." هغه همدارنګه وويل، چې د حکومت د پيسو د لګولو په هکله د حساب په ورکولو به ټينګار وکړي.


منګل وويل: "زما د کمپاين له نيمايي څخه زيات لګښت د قومونو له خوا چمتو شوى دى. کله چې زما د کمپاين ډله سيمې ته ځي، که زه ورسره اوسم يا نه، ځايي خلک خپلې حجرې د دفتر لپاره د هغوى په واک کې ورکوي."


منګل مني، چې د هغه خپل کمپاين کمزورى دى او په ولسمشر حامد کرزي پړه اچوي، چې د رياست يمنابعو څخه ناروا ګټه اخلي. هغه وايي: "کرزي په عمومي توګه د خپل کمپاين لپاره د حکومت وسايل او بودجه کاروي ."


هغه وايې، چې ښوونه او روزنه بايد تر دولسم ټولګي پورې اجباري او وړيا وي. بايد نارينه او ښځې دواړه د زده کړې برابر امکانات ولري.، تر څو وکړاى شي، په دې توګه له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي. هغه زياتوي: "دحکومت تر ملاتړ لاندې ښوونځيو څخه برسېره به زه شخصي هغو ته هم اجازه ورکړم، ترڅو زموږ په هېواد کې د پوهې کچه لوړه شي."


همدارنګه هغه ژمنه وکړه، چې بې خاونده ځمکې له سره وويشي: "زه به شاړې پرتې ځمکې خلکو ته وويشم، تر څو خپلو ځانونو ته په کې کورونه جوړ کړي."


خو يو شمېر منتقدين شک لري، چې ګوندې منګل دې وکړاى شي دا ټولې ژمنې عملي کړي. اخګر وايي: "منګل خلکو ته غوړې وعدې ورکوي، خو هغه سرته رسولاى نه شي"


Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists