محصلين د کابل په پوهنتون کى د شرايطو پر ضد د دوى د احتجاجونو له تشنج څخه له ډکى ځپنى له امله د يوى نړيوالى پلټنى غوښتنه کوي.

په کابل کى د رحيم اله سمندر او د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى د نورو ژورنالستانو ليکنه

محصلين د کابل په پوهنتون کى د شرايطو پر ضد د دوى د احتجاجونو له تشنج څخه له ډکى ځپنى له امله د يوى نړيوالى پلټنى غوښتنه کوي.

په کابل کى د رحيم اله سمندر او د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى د نورو ژورنالستانو ليکنه

خو هغه مهال چى د کابل پوهنتون محصلينو د خپلو غوښتنو له پاره تيره اوونۍ خپل غږ پورته کړ ګڼ شمر محصلين ووژل شول او په لس ګونو نور هغه مهال ټپيان شول چى پوليس او عسکرو پرى ډزى وکړى او دوى يي په ټوپکو او کوتکو ووهل.


له هغو ټپي شويو محصلينو سره چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى مرکى کړى وى وويل: وروسته له دى چى پرى ډزى وشوى د پوليسو له خوا ووهل شول. د افغانستان له پاره د همکارۍ د مرکز په نامه د خير ښيګڼى د يوى ټولنى په وينا لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي ، خو نورى خپلواکى سرچينى وايي دا شميره ښايي لوړه وي.


د مړو او ټپي شويو کسانو د شميرى تر لاسه کول ځکه ګران و ځکه چى چارواکو پرته له پوليسو بل چا ته د داخليدو اجازه نه ورکوله. د کابل پوهنتون ته نژدى د سره صليب په روغتون کى چى د ټپيانو ډيرى هلته وړل شوي و و يوه ډاکټر وويل: هغه ته د کورنيو چارو د وزارت د کارکوونکو له خوا ويل شوي چى د شديدو ټپيانو سره د ليدو اجازه مه ورکوۍ.


د دوشنبى او سه شنبى ورځو تشدد ته د دفاع او کورنيو چارو د وزارت چارواکو چندانى ارزښت نه دى ورکړ شوى او ويلي يي دي چى يوازى دوه تنه مړه شوي دي، او محصلين يي د تشدد په رامنځ ته کولو تورن کړل چى ډبرى يي غورځولى او او ګاډو ته يي زيانونه رسول. دوى ادعا وکړه چى دغو مطاهرو سياسي موخه درلوده.


خو ګڼ شمير عيني شاهدانو د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى دا احتجاجونه د محصلينو په ليليه کى دموجودو شرايطو پر ضد طبيعي غبرګون و او د پوليسو له خوا د ډزو کول پر حقه کار نه و.


ولس مشر حامد کرزي وويل: هغوى چى په دى نښتو کى مړه شوي شهيدان دي ، او د لوړو او مسلکي تحصيلاتو ، د کورنيو چارو او د ملي امنيت له وزارتونو څخه جوړ شوي يوه کميسون ته يي حکم وکړ چى د دواړو غاړو مسول کسان دى وموندل شي او ورته دى سزا ورکړ شي. هغه ژمنه وکړه چى په ليليو کى د ژوند په شرايطو کى به ښه والى راشي.


د پنجشنبى په ورځ د محصلينو او کابل قومندانۍ د ريس جنرال افضل امان تر منځ په غونډه کى د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى يوه خبريال هم ګډون کړى و، او په دغه غونډه کى محصلينو سوګند وخوړ تر څو چى د دوى غوښتنى ونه منل شي دوى به خپلو کظاهرو ته دوام ورکړي.


د دوى غوښتنى دا دي: هغو کسانو چى پر احتجاج کوونکو ډزى کړي بايد وموندل شي او ورته سزا ورکړ شي. بايد په کافي اندازه خواړه او بريښنا دوى ته برابره شي او د ليليو کړکيو ماتو ښيښو ته نوي ښيښى ور واچول شي. چارواکي بايد محصلينو ته د القاعدى او طالبانو خطاب کول پاى ته ورسوي او په دى بايد وپوهيږي چى دغو مظاهرو سياسي موخى نه درلودى.


سربيره پر دى، دوى وويل چى د محصلينو استازو ته بايد اجازه ورکړل شي چى له لوړ رتبه چارواکو سره وويني او د خپلو ستنوځو په هکله ورسره بحث وکړي، د استخباراتو کارکوونکي بايد په سم لاسي توګه له پوهنتون څخه ووځي او د پوليسو شمير بايد هلته کم شي چى خواړه محصلينو ته پاتى شي، او د لوړو او مسلکي تحيلاتو او د کابل پوهنتون هغه چارواکي چى د محصلينو د ستونځو د حل له پاره ګامو نه اخلي بايد پر ځاى يي نوي کسان وټاکل شي.


په ځواب کى امان محصلينو ته وويل چى د خپلو ستونځو په هکله له ژورنالستانو سره ونه غږيږي او بايد د لوړو او مسلکي تحصيلاتو له وزير سره خبرى وکړي.


له غونډى وروسته د جنګ او سولى له راپور ورکوونکى موسسى سره د يوى مرکى په ترڅ کى، جنرال هڅه وکړه چى د مظاهرو پړه پر القاعدى او بهرنيو سرچينو ور واچوي، خو هغه مهال چى ور باندى فشار واچول شو نو دا يي ومنله چى مهم علت يي د محصلينو ستونځى وى.


د لوړو او مسلکي تحصيلاتو وزير شريف فايض د پنجشنبى په ورځ د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى پر محصلينو ډزى کول ناسم کار و او په ليلو کى د ژوندانه د شرايطو پر ضد د احتجاج کوونکو شکايتونه پر ځاى و .


هغه وويل: موږ له حکومت او نړيوالى ټولنى څخه د مرستى غوښتنه کوو ځکه چى اوس مهال ډيرى ستونځى لرو. موږ د بريښنا له پاره جنراتورونه غواړو او نورى ستونځى مو دومره لويي نه دي چى احتجاجونه رامنځ ته کړي.


هغه زياته کړه د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه کرونيک يا مزمنى ستونځى لري چى ښوونکو ته تنخواه ګانى نه ورکول کيږي ، په ټولګيو کى له حد څخه زيات زده کوونکي دي، د ليلو شرايط ډير خراب دي او ورسره ورسره بريښنا، کتابونه او نور وسايل نه شته.


سربيره پر دى،په افغانستان کى د ټيټى رتبى لرونکي ډير لږ پوليسان د مدني قوۀ په عميلي کولو کى روزنه تر لاسه کړى ، په ځانګړي توګه د ګڼه ګوڼى په کنترول او قابو کولو او د ملکي کسانو له خوا د قوانينو نه مراعات او د هغوى له خوا دممنوعه کارونو تر سره کول . د دوى ډيرى بى سواده دي او يا له لومړنيو زده کړو پرته يي نور تعليم نه دى کړى.


فايض دا ومنله چى پوليس بايد له اوښلن غاز او يا له اوبو څخه د محصلينو په وړاندى کار اخيستى واى خو بايد ډزى يي نه واى کړي.


هغه وويل محصلينو پونهتون وشرموه- دوى خپلى ليلي پاکى نه ساتي ، کړکۍ يي ماتى کړي دي او تلتکونه يي سوځولي دي، او دا ډول کارونه طالبانو تر سره کول. د حکومت پر ضد شعر ورکول او د القاعدى ملاتړ، وزارت ته د مظاهرو په هکله د خبر نه ورکول او بيا پر هغه ورځ د مظاهرو تر سره کول چى د طالبانو د راپرزيدو کليزه وه او دا هر څه دا خبره ثابتوي چى دا يوه سياسي مسـله وه.


په کابل کى د کورنيو چارو د وزارت يوه چارواکي جنرال فتاح خان د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل د دوشنبى په ماښام د مظاهرو پر مهال چى له ګاډي راکوز شو هغه داسى ووهل شو چى بى هوشه شو او پر ټپ يي شپږ کوکه ووهل شول. هغه وويل ١٥ تنه نور پوليس افسران هم ټپيان شول چى د ډيرو حالت جدي و.


جنرال دغه راز وويل که څه هم محصلينو ډير زيان رامنځ ته کړى خو هغه په دى خپه دى چى ځينى يي وژل شوي دي.


احتجاج د دوشنبى په ورځ په سيمه اييز وخت پر ٦ بجو هغه مهال پيل شو چى د پوهنتون په کانتين کى ډوډۍ ختمه شوه، چى دا کار په تيرو اوونيو کى هم شوى و، او په سل ګونو محصلين د روژه ماتي پر مهال وږي پاتى وو.


همدارنګه د ماښام پر مهال محصلينو د بريښنا غوڅيده چى ورته د مطالعى کول له دى امله ګرانيدل چى سمستر د پاى ته رسيدو ته نژدى دى او دوى ته د پيشنمي له پاره د خوړو پخول هم د بريښنا د غوڅيدو له امله ګرانيدل.


هغو چى په مظاهرو کى يي ګډون کړى و وويل: دوى د وزارت او د پوهنتون جارواکو ته شکايت کړى و خو کومه ګټه يي نه وه کړى.


هغه مهال چى د دوشنبى په ورځ د پوهنتون په کانتين کى ډوډۍ ختمه شوه، داسى راپورونه دي چى محصلين د ډوډۍ خوړولو له خونى راووتل او د ژوند د شرايط په اړه يي احتجاج پيل کړ. د ٣٠٠٠ محصيلينو څخه نژدى ١٠٠٠ پريکړه وکړه چى د کابل په مرکز کى په ډله اييزه توګه مارش وکړي ، ډوډۍ رانيسي او چارواکو ته شکايت وکړي.


پر لاره، دوى د پوهنتون او غازي ښوونځي پوليسو ته اطلاع ورکړه چى دوى مظاهره کوي، او ډيرو محصلينو وويل چى پوليسانو ورته اجازه ورکړه. خو لږ ښکته يعنى دوه کيلومتره کوز له ليلي څخه پر سړک د دهمزنګ په څلور لاري کى پوليسانو لازيات پوليسان او د دفاع وزارت عسکر راټول کړل چى مظاهره ماته کړي. له راپورونو سره سم پوليسانو او د دفاع وزارت ځواک په برچو او کوتکونو د دوى په وهلو پيل وکړ.


عيني شاهدانو وويل په ځواب کى احتجاج کوونکو ډبرى وغورځولى او د دى په نتيجه کى پوليسانو ډزى پيل کړى . افسرانو د هغو محصلينو وهلو ته دوام ورکړ چى پر ځمکه ټپي پراته و.


د طب د پوهنځي يوه محصل محمد نبي وويل د ويشتو حکم د يوه سيمه اييز قومندان له خوا ورکړ شوى و او يوازى هغه مهال ډزى بندى شوى چى د کابل د پوليسو ريس بصير سالنګي راورسيد. هغه وويل که سالنګي نه واى راغلى نو موږ ټول به مړه واى


هغه او دوو نورو محصلينو وويل چى پوليسانو همدارنګه لاسي ساعتونه او پيسى له محصلينو په داسى حال کى اخيستل چى يا يي وهل او يا يي نيول.


په راتلونکي سهار محصلينو بيا پريکړه وکړه چى په ښار کى مظاهره وکړي، دا ځل د دى له پاره چى له پوليسانو د خپلو وژل شويو همکارانو مړي وغواړي او هغوى چى ټپيان شوي او يا هم ورک دي ځاى ځايګى معلوم کړي. دپولي تخنيک محصلين هم له دوى سره په احتجاج کى يو ځاى شول او دغه مهال د مظاهره کوونکو شمير له ٢٠٠٠ څخه زيات و.


هغه مهال چى احتجاج کوونکو د لوړو او مسلکي تحصيلاتو د وزارت په لور ولاړل ، پوليسانو ځينى کسان ونيول او پر پاتى کسانو يي له اوب شيندى څخه کار واخيست. دوى په ځواب کى د اطفائي پر ګاډو ډبرى و غورځولى او پوليسو بيا په ډزو پيل وکړ.


له راپورونو سره سم د سه شنبى په ورځ له ١٠٠ څخه زيات او ښايي ٣٠٠ محصلين توقيف شوي وي . يو له محصلينو څخه چى غوښتل يي نوم يي وا نه خيستل شي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل هغه د پوليسو په مرکز کى توقيف شوى و. هغه وويل د پوليسو له خوا ډير وران ووهل شوم . دوى ما ته ګوا ښ وکړ چى ژورنالستانو ته څه ونه وايم او له چا سره ونه وينم.


يوه تن احتجاج کوونکي نقيب اله د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته خپل د غوږ ټپ وښود چى مرمۍ ترى تيره شوى او د دا چى وهل شوى و نښى نښانى يي ښکاريدى. هغه اټکل وکړ چى لږ تر لږه ٩ تنه محصلين وژل شوي دي او هغه وويل چى دوه تنه وژل شوي کسان يي پخپله پيژندل.


ځنيو حکومتي چارواکو ادعا وکړه چى دا احتجاجونه د القاعدى او طالب فعالينو له خوا رامنځ ته شوي چى د طالبانو د راپرزيدو کليزه يعنى د نوامبر ١٣ ونمانځي. دوى وويل ځنيو محصلينو داسى شعارونه ورکول چى د اوسامه بن لادين ستاينه يي کوله او امريکا يي غندله.


خو محصلينو وويل چى دوى دا عمل د لوړو او مسلکي تحصيلاتو د وزارت او د پوهنتون چارواکو ته متوجه و. دوى دا ومنله چى ځنيو محصلينو ښايي د طالب پلوي شعارونه ورکړي وي ، خو ادعا يي وکړه چى د دوى ډيري دا له پامه غورځولي و. ځنيو دا څرګندوله چى ښايي دا کسان د استخباراتو د وزارت اجنټان و.


د زراعت د پوهنځي يوه محصل عبدالرحمن وويل موږ به دا هيڅکله و نه منو چى دا يوه سياسي مظاهره وه او يا دا چى د بل چا د پارونى له امله رامنځ ته شوى وه. موږ ته خواړه او بريښنا نه رسيده نو ځکه مو دا کار وکړ.


هغه وويل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به موږ ويل کيدل چى مسلمانان نه يو او زموږ ستونځى يي نه حلولى. اوس چى دموکراسي ده دوى موږ د القاعدى ملاتړي بولي.


د مظاهرو په اړه له تشدد څخه ډک غبرګون محصلينه په قهر کړي دي او ډيرى يي د هيواد د راتلونکي په اړه شکونه څرګندوي.


د طب د پوهنځي د څلورم ټولګي محصل محمد داود وويل: له دى مظاهرى وروسته خلک وپوهيدل چى په افغانستان کى دموکراسي نه شته.


د انجينيرۍ د پوهنځي محصل حنيف وويل: موږ فکر وکړ چى کرزى د دموکراسي له پاره کار کوي .هغه او نورو آيساف ته اپيل وکړ چى د پيښى پلټنه وکړي.


ځنيو وويل د آيساف افسران چى د دوشنبى په شپه يي پوهنتون ته نژدى ګزمه کوله او د سه شنبى په ورځ يي د مظاهرى څارنه کوله کولى شي شاهدي ورکړى چى ډزى له مخکى د پارونى له امله نه وى شوى. د نړيوال ځواک يوه وياند ميجر مايک ادوارد وويل: دوى د پيښى پلټنه او د اوضاع څارنه کوي.


کرزي تيره مياشت د کابل په پوهنتون کى محصلينو ته وويل چى دوى بايد خپل وخت پر زده کړى ولګوي نه په مظاهرو.


يوه محصل چى په احتجاجونو کى يي برخه نه وه اخيستى وويل د استخباراتو د وزارت اجنټانو دى لټوه او په هکله يي پوښتنى کولى. په داسى حال کى چى سترګى يي له اوښکو ډکى وى هغه وويل: زه غريب سړى يم. پلار مى دوه کاله وړاندى مړ شو او زه بايد د خپلى کورنۍ غم وخورم. زه د القاعده کوم غړى نه يم او آن په مظاهره کى نه وم. زه څه وکړم.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists