محکمى د کورونو د لانجو په غوڅولو کى له ستونځو سره مخامخ دي

د هغو خلکو کورونه چى د جګړى او نښتو په کلونو کى نيول شوي و ، د هغو بيرته اخيستل ورته ګران دي.

محکمى د کورونو د لانجو په غوڅولو کى له ستونځو سره مخامخ دي

د هغو خلکو کورونه چى د جګړى او نښتو په کلونو کى نيول شوي و ، د هغو بيرته اخيستل ورته ګران دي.

Monday, 21 February, 2005

د کابل په سلګونو اوسيدونکي چى خپل کورونه يي د تيرو شپږو کلونو په ګډوډۍ کى له لاسه ورکړي ، اوس يي په بيرته اخيستو کى ستونځى لري ، ځکه څرګنده ده چى محکمى د قضيو د ډيروالي له امله نه شي کولى ټولو قضيو ته رسيده گي وکړي او ښايي نه غواړي له هغو پوليسانو او عسکرو سره مخامخ شي چى پکښى اوسي.


د ځنيو اوسيدونکو کورونه طالب چارواکو ونيول، خو د تير کال په اوږدو کى د دفاع او کورنيو چارو د وزارت ځواکونو دا کورونه نيولي او نورو يي بيا د ټوپک په مټ اشغال کړي.


د طالبانو له ړنګيدو څخه دوه مياشتى وروسته د کورونو په اړه شکايتونه د محکمى د ملکيتونو څانګى ته دومره ډير شول چى د دى موضوع د پلټنى لپاره د کورونو دادعا ځانګړى کميسون جوړ شو.


دا بهير اوږد او پکښى ځنډ هم راځي ځکه چى کميسون په مياشت کى يوازى دوه ځله سره غونډه کوي او قضيي هم ډير پيچلي دي، او چارواکو وايي چى محکمى ته د دواړو غاړو راوړل په يوه وخت کى ګران کار دى.


له همدى امله له يوه کال څخه په زياته موده کى له ٧٥٠ څخه ، يوازى ١٠٧ قضيي حل شوي دي.


هغه کسان چى د خپلو کورونو د نيونى له امله يي قضيي ثبت کړي دا اصل مني چى بيروکراتيکو ستونځو يي مخه نيولى، خو دوى شک لري چى بل لوي خنډ پخپله قاضيان دي چى د دوى په شان د هغو مقتدرو کسانو څخه ويره لري چى کورونه يي نيولي دي.


له هغه راهيسته چى طالبان نسکور شوي دي،د پخواني شمالي اعتلاف عسکرو چى له متحدو ايالاتو سره طالبانو ته د ماتى ورکولو په برخه کى مرسته کړى ، د کورنيو چارو او د دفاع د وزارت په دندو کى ګمارل شوي.


دا چارواکي چى ډير زيات واکمن دي ، دوى سره له خپلو کسانو ته د چا ځواب نه وايي او دوى له معافيت سره ، يعنى پرته له دى چى کوم ضرر ورته ورسيږي ګام اخيستى شي.


هغه مهال چى امام الدين له افغانستان څخه ووت، کور يي د طالبانو له خوا ونيول شو، خو هغه لا هم نه دى توانيدلى چى بيرته يي تر لاسه کړي ځکه چى په مکرر ډول د يوه عسکر له خوا نيول شوى. هغه وويل: نه موږ هلته اوسيدى شو او نه يي هم چا ته په کرايي ورکولى شو.


فضل جان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپل کور په کرايي ورکړ او پاکستان ته ولاړ. تر څو چى لنډ مهالى حکومت نه و راغلى هغه ستونځى نه درلودى، او چى لنډ مهالى حکومت راغى نو يوه عسکر ، هغه خلک له په زور له کوره ويستل چى کور يي په کرايي اخيستى و. فضل جان وويل: عسکر هغوى ووهل او ويي ټکول او ګواښ يي وکړ چى دوى به ووژني. هغه يوه کال وړاندى خپله قضيه د کورونو کميسون ته يوړه خو هغه وايي چى لا هم حل شوى نه ده.


عبدالقدوس د مجاهدينو پخوانى قومندان دى او کور يي تير کال د يوه عسکر له خوا نيول شوى . هغه وايي: زه نه پوهيږم دا واکمن کسان ولى د خلکو کورونه نيسي. زه د تيرو شپږو مياشتو راهيسته هڅه کوم د خپل کور لانجه غوڅه کړم. دا چى هغه په کابل کى ژوند نه کوي نو ورته ګرانه ده چى د خپل شکايت د پرمختګ په اړه خبر شي.


کميسون هغه ٤٧٥ شکايتونه چى د ٢٠٠٢ کال د فبرورۍ د مياشتى راهيسته يي تر لاسه کړي اوريدلي او لارښوونى او هدايات يي ورکړي دي، خو د دغه بهيرد پرمختګ مخه په محکمه کى نيول کيږي.


د محکمى د ملکيتونو د ادعا د څانګى مشر مولوي اظهرالحق شينواري وويل: يوازى د ٩ قضيو پريکړه د ادعا کوونکو په ګټه وه، ٨٩ نورى قضيي رد شوي دي، او ٩ نورى قضيي پخپله د دواړو غاړو له خوا حل شوي دي.


د شکايتونو بله لويه برخه د هغو خلکو پر ضد ده چى په اصطلاح ورته لس فيصديان ويل کيږي. دا هغه خلک دي چى د مجاهدينو د کورنۍ جګړى پر مهال يي هغو کورونو ته چى د حکومت له خوا جوړيږي په سلو کى لس ګروي او څه پيسى له وخت څخه وړاندى (پيشکي) ورکړي دي.


هغه مهال چى د کورونو دغو مالکانو چى ډيرى يي مجاهدين دي، د طالبانو پر مهال تيښته وکړه نو حکومت دا کورونه بيرته وپلورل. اوس ځينى نور اصلي اوسيدونکي راغلل او نوي يي ويستل. حکومت څلور مياشتى وړاندى فرمان صادر کړ چى نوي مالکان دى ويستل شي او د هغوى لپاره به نوي کورونه جوړيږي. خو دا پلان لا تر اوسه پيل شوى نه دى.


بل شکايت کوونکى د حکومت پشتنى تجارتي يا سوداګريز بانک دى. په ځينيو قضيو کى د کورونو مالکانو له بانک څخه د پور په برخه کى نيمګړتياوى پريښي او د ځنيو کورونو بيا ادعا يي کړى. خو نور کورونه بيا د کابل د مقتدرو کسانو له خوا نيول شوي دي.


د بانک مشر تاج محمد اکبر وويل: زموږ سره د نيمګړي پور کورونو ډير لږ شمير دى. نور بيا د مقتدرو کسانو له خوا نيول شوي چى موږ ته کرايه هم نه راکوي.


پوليس د ځنيو قضيو په اړه له موږ سره مرسته کوي خو په ځنيو نورو کى مرسته نه کوي.


په عين حال کى د هغو کسانو کورونه چى نيول شوي بايد د اوسيدو لپاره پخپله ځان ته بل ځاى پيدا کړي. په کابل کى کرايي هم ډيرى لوړى دي او دا ځکه چى د هغو کډوالو له خوا چى راستانه شوي او د مرستندويه کارکوونکو له خوا يي غوښتنه ډيره ده.


د نور محمد په نامه د وزارت يوه چارواک وويل: حکومت ځينى کورونه نيولي تر څو د کورونو د شديدى اړتيا ځواب ووايي خو چى اصلي مالکان يي د شواهدو سره بيرته راغلي نو بيا هغه بيرته ورته ورکړ شوي.


د بيلګى په توګه ، د کورنيو چارو وزارت يو کور ونيوه، خو هغه مهال چى مالک يي راغى او خپل اسناد يي وړاندى کړل، د وطن د خدمتګار په توګه موږ بل ځاى ته ولاړو.


رحيم ګل سروان په کابل کى خپلواک ژورنالست دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists