ليرى کړى شوي مامورين د کرزي له حکم څخه سرغړونه کوي

د ولايتونو يو شمير ليرى کړى شوي مامورين چمتو نه دي چى په خاموشۍ خپلى دندى پريږدي.

ليرى کړى شوي مامورين د کرزي له حکم څخه سرغړونه کوي

د ولايتونو يو شمير ليرى کړى شوي مامورين چمتو نه دي چى په خاموشۍ خپلى دندى پريږدي.

حامد کرزى د يو شمير هغو مامورينو سره په يوى مبارزى اخته دى چى تيره مياشت يي له خپلو دندو ليرى کړي وو. دا مامورين چمتو نه دي چى دا ٢٥ کرسۍ خوشى کړي.


ولس مشر د ليرى کړاى شويو مامورينو د عرايضو له اوريدو ډډه کړى خو داچى وکولى شي خپله اراده د کابل له ښار څخه بهر عملي کړي په دى اړه شک او ترديد شته دى. ځکه چى سيمه اييز جنګسالاران او واليان د افغانستان په ٣٢ ولايتونو کى بشپړ کنترول لري.


دغو مامورينو د هغى پلټنى په پاى کى خپلى دندى له لاسه ورکړي چى په دى وروستيو کى د اکتوبر په مياشت کى تر سره شوه. دوى د مخدره داروګانو او تاريخي آثارو په قاچاق کى د لاس د درلودو ، د ګمرکي عوايدو په تالا کولو او د خلکو په وهلو ټکولو، غلا او بډو اخيستو، د وظايفو په ترسره کولو کى د ناکامۍ او د مرکز د حکم او دستور په تطبيق او عملي کولو کى د تقصير د درلودو په تور له دندو ليرى شوي وو.


د ليرى کړى شويو کسانو په ډله کى د جلال آباد ښاروال، د ننګرهار د ګمرکو ريس، د جلال آباد د ګمرک ريس، د لوګر د ولايت د پوليسو آمر او د کندهار، بلخ او فراه د ولايتونو د استخباراتو آمرين هم دي.


البته له ليرى کړى شويو مامورينو څخه يو هم د هيواد د شمال ختيځو ولايتونو څخه نه دي، دا هغه سيمى دي چى شمالي ټلواله پرى بشپړ کنترول لري.


ځيني يي ادعا کوي چى وردمخه د خبرتيا پرته دوى له دندو ليرى کړى شوي دي. دوى ادعا لري چى پر دوى د لګول شويو تورونو له امله بايد د ځان څخه د دفاع حق ورته ورکړل شي. ځينى نور يي بيا وايي چى دوى د خپلو سياسى اړيکو له امله له دندو ليرى کړى شوي دي. د بيلګى په توګه له دوى څخه څلورو تنو د ننګرهار په ولايت کى خپلى دندى له لاسه ورکړي دي، چى د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي په ډلى پورى تړلي دي. د ننګرهار ولايت له دى امله ځانګړى ارزښت لري چى له پاکستان سره د افغانستان د اتصال ټکى دى.


د ننګرهار والي حاجي دين محمد پر پلټنو د نيوکى په ترڅ کى د ګمرک او د زراعت د آمرينو ليرى کول غير عادلانه وبلل. هغه وايي بايد چى سيمه اييز شرايط په پام کى ونيول شي.


هغه وايي دلته ستونځى ډيرى دي. د افغانستان ټولى ادارى نواقص لري.


د جلال آباد ښاروال انجنير غفار چى د خپلۍ برطرفۍ سره يي موافقه کړى خو هغه غواړي چى په دى لنډو کى کابل ته ولاړ شي او د کرزي د پريکړى پر ضد اعتراض وګړي.


هغه وايي : زموږ له پاره د تعجب ځاى دا دى چى چى موږ ته خپلى خطاوى نه دي را په ګوته شوي. که چيرى زموږ د ليرى کولو دليل دا دى چى موږ په حزب اسلامي پورى تړلي يو نو د حزب ډير داسى کسان دي چى په حکومتي ادارو کى فعاليت کوي.


د هغو جنګونو پر مهال چى په کال ١٩٩٢ کى د نجيب اله د حکومت له نسکوريدو وروسته وشول ، غفار د ننګرهار د ګمرک د ريس په توګه دنده تر سره کوله. څلور کاله وروسته چى طالبان واکمن شول هغه خپله دنده پريښوده تر څو د طالبانو په وړاندى وجنګيږي. د طالبانو تر نسکوريدو وروسته هغه د ننګرهار ښاروال و ټاکل شو.


د ننګرهار د فوائد عامى ليرى کړى شوى مشر انجنير معراج الدين ادعا کوي چى کرزي د پلټنى په ترڅ کى ناسم اطلاعات تر لاسه کړي دي. هغه وايي د شکايت له پاره کابل ته تللى و خو په دى بريالى نه شو چى خپله خبره د واکمنو غوږ ته ورسوي.


روښانه ده چى ټول چمتو نه دي د کرزي حکم په متانت سره ومني. د سيمه اييزه مامورينو په وينا، د لوګر والي د ولايت د پوليسو آمر محمد طاهر لادمخه په خپله مخکينۍ دنده کى ټاکلى دى.


د هغه ريپوټ پر بنسټ چى د مشعل دموکراسي په ورځپاڼه کى خپور شوى، هغه مهال چى د ولايت د ښوونى او روزنى نوي مدير د خپلى دندى د اشغال له پاره مراجعه وکړه، ليرى کړاى شوي مدير تومانچه راويسته او ګواښ يي وکړ چى ځان له دغه ماجرا څخه ګوښه کړي.


د مزارشريف په ښار کى مامورين ادعا کوي چى د بلخ ولايت د امنيت آمر جنرال حميد د کرزي له خوا د ليرى کيدو سره سره ، لا تر اوسه خپلى دندى ته دوام ورکوي او هره ورځ په تلويزيون کى په خپله پخوانۍ دنده کى ليدل کيږي.


د کندهار ولايت د امنيت آمر کمال الدين ګلالى له خپلۍ دندى څخه له ليرى کيدو ډډه کوي او وايي تر هغى چى متحدين يي د ده له ليرى کيدو سره موافقه ونه کړي ، هغه خپله برطرفي نه مني. په همدى توګه د فراه ولايت د ليرى کړى شويو مامورينو ځينى کسان د اعلاميو په ترڅ کى د حکومت له لوړو چارواکو سره د ليدنى غوښتنه کوي چى د لګول شويو تورونو په هکله خبرى وکړي.


د کرزي وياند سيد فضل اکبر وايي حکومت بايد په خپله دغه مبارزه کى بريالى شي تر څو وکولى شي خپله اتوريته وساتي. هغه تاکيد وکړ چى ولس مشر چمتو نه دى چى د متهمينو شخصي عرايضو ته غوږ ونيسي. هغه زياته کړه که چيرى متهمين د کرزي له پريکړى سره موافق ونه اوسي کولى شي خپل عدم رضايت د محکمى له لارى څرګند کړي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists