ليرى کړل شوي ريسان دندى پريښودل ردوي

د ولس مشر له پاره ښايي دا ګرانه وي چى پر هغو سيمه اييزه واکمنو چى پرى د فساد د تورونو ادعا شوى خپله د برطرفۍ پريکړه په زور سره ور تحميله کړي.

ليرى کړل شوي ريسان دندى پريښودل ردوي

د ولس مشر له پاره ښايي دا ګرانه وي چى پر هغو سيمه اييزه واکمنو چى پرى د فساد د تورونو ادعا شوى خپله د برطرفۍ پريکړه په زور سره ور تحميله کړي.

داسى نښى نښانى دي چى د هغو ٢٨ تنو چارواکو څخه ځينى کسان چى تيره اوونۍ د ادعاو سره سم له واک څخه د ناوړى ګټى اخيستنى له امله برطرفه شوي ښايي د کرسۍ له پريښودو څخه انکار وکړي.


ولس مشر کرزي دا چارواکي په ولاياتو کى د زياتيدونکى بى فانونۍ په اړه د شکاياتو وروسته برطرفه کړل خو تر اوسه يوازى دوو تنو موافقه کړى چى له خپلى کرسۍ ګوښه شي.


د سپتمبر په دولسمه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کى کرزي ډاډ ورکړ چى افغانستان مناسب کسان به مناسبو دندو کى استخدام کړي دي.


خو په ولاياتو کى د انارشي او ګډودۍ زياتيدونکي کچ هغه د دى خبرى منلو ته اړ ايستى چى پر ټول هيواد د کنترول په تر لاسه کولو کى پاتى راغلى.


نړيوالى ټولنى پر کرزي فشار اچولى چى پر هغو ولايتونو کنترول تر لاسه کړي چى په خپل سر چارى پر مخ بيايي. يو ريپوټ چى د نومبر په پنځمه د بشري حقونو د څار د ډلى له خوا خپور شوى د ساري په توګه د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کى ځورونه، په خپل سر نيونى او سياسي ويرونى بيانوي ځکه په دغه ولايت کى سيمه اييز جنګ سالار په اصطلاح کوچنى دولت جوړ کړى دى.


د کرزي دا اقدام د هغو ځانګړو پلاو د ريپوټونو پر بنسټ اخيستل شوى چى په هيواد کى يي د روان فساد او امنيتي ستونځو پلټنه کوله. د نومبر په دوهمه نيټه د کابينى د بيړنۍ غونډى د رابللو وروسته ولس مشر موافقه وکړه چى دا کسان له دندو ليرى کړي.


په ليرى کړاى شويو چارواکو کى د کندهار او بلخ د ولايتونو د استخباراتو ريسان، د ننګرهار د ګمرک او د جلال آباد د زراعتي څانګو مشران، د نيمروز د استخباراتو، ماليي او د پوليسو د څانګى مشران، د فراه ولايت د استخباراتو او سرحدي قواو ريسان، د لوګر د پوليسو مشراو د سرپل د پوځي قومندانۍ ريس شامل دي.


خو د ليرى کړاى شويو کسانو څخه يو هم د هيواد په شمال ختيځ کى د کندز، تخار او بدخشان له ولايتونو نه دي، او دا هغه ولايتونه دي چى د شمالي ټلوالى قومندانان پرى پوره کنترول لري.


د کرزي د وياند فضل اکبر په وينا، دا چارواکي وروسته له هغى له دندو ليرى کړاى شول چى د تاريخي آثارو او مخدره داروګانو په قاچاق ، د ګمرکي عوايدو په اخيستو، غلاو، د مرکزي حکومت د دايرکتيفونو د له پامه غورځولو، او د دندو له پاره د وړتيا په نه درلودو کى ښکيل وو.


کرزي د بلخ ولايت د استخباراتي خدمتونو ريس جنرال عبدالحميد، په لوګر، پکتيا او خوست کى قومندانان، واليان،د ګمرک او ماليي د څانګو ريسان هم برطرفه کړي دي.


هغه همدارنګه يو پلاوى ټاکلى چى د وردګو، غزني او زابل ولايتونو ته ولاړ شي چى د حالاتو جاج واخلي او بيرته حکومت ته راپور ورکړي.


د پلټنى په لومړي پړاو کى د شکايتونو پام او توجه ، پر غيرقانوني پاټکونو وه چى سيمه اييز قومندانان او د هغوى کسان له خلکو پيسى راټولوي.


د جون د مياشتى په لويه جرګه کى پلاو پر افغانستان د کرزي د حکومت کولو د توانمندۍ په اړه خپلى انديښنى څرګندى کړى وى ، د دغو پلاو ډيرى د هغه سره د کابينى پر انتخاب او د پخواني باچا ظاهرشاه د راتلو وروسته له هغه سره د چلندچلند سره موافق نه وو.


په مکرر ډول د جګړو ، غيرقانوني پاټکونو د جوړولو او د ګمرکي پيسو د بى ځايه کولو راپورونه دا اصل تائيدوي چى مرکزي حکومت له کابل څخه بهر واک نه لري.


د اکټوبر په ٢٤ نيټه په کابل کى د ولاياتو قاضيانو ته د يوى وينا په ترڅ کى، کرزي سيمه اييزه واکمنو ته د خبرداري په ورکولو وويل هغه کسان چى قانون ماتوي له دندو به ليرى کړى شي. هغه دا منلى چى د جرم د له منځه وړلو له پاره يي په کافي اندازه کار نه دى کړى او په دى اړه يي مسوليت هم واخيست. هغه پخيله وينا کى وويل: هغه کسان چى ظالم دي زه د هغوى ملاتړ نه کوم. ما دوى مقرر کړي، خو هر هغه څوک چى په جرم لاس پورى کړي دا به زه ونه زغمم.


کرزي قاضيانو ته ويل هغه پلاوي چى د سرغړونو د پلټنى له پاره استول شوي وو پکښى د دفاع، کورنيو چارو او ماليي د وزارتونو او دغه راز د ده د خپل دفتر استازي وو. هغه قاضيانو ته وويل دغو ټولو پلاو وويل چى خلک پر حقه دي او چارواکي دوى ځوروي.


د دغو کسانو د ليرى کولو سره سره کرزي واليانو او نورو حکومتي چارواکو ته خبردارى ورکړ چى خپل کړه وړه سم کړي، د پريکړو په اړه له خلکو سره سلا وکړي او دى پرى خبر وساتي.


په يوه مثبته پرمختيا کى کرزي همدارنګه د پکتيا والي، د فراه، نيمروز او لوګر د ښوونى او روزنى او عامى روغتيا ريسانو، د هرات او نيمروز د زندان ريسانو، او په ننګرهار، خوست او پکتيا کى ځنيو پوځي چارواکو ته ستاين ليکونه هم خپاره کړي دي. هغه همدارنګه د بادغيس د عامى روغتيا ريس ته جايزى د ورکولو اعلان هم وکړ.


د ولاياتو د اوسيدونکو او مشرانو له خوا د کرزي د دغه ګام هرکلى شوى.


د لوګر په ولايت کى يوه جګ پوړي چارواک جلات خان وويل : کرزي ښه پريکړه کړى ده. هغه غله او ظالمان له دندى ليرى کړي دي. د ننګرهار اوسيدونکي اول رحمان وويل: موږ حيران يو چى داسى ښه کسان په ولاياتو کى د ستونځو د پلټنى له پاره


موندل شوي وو. سيد ګلاب ودان چى د کابل د احمدشاه بابا په سيمه کى د ارزان قيمت په ليسه کى سر ښوونکى دى وويل: په پاى کى کرزي خپله واکمني وښودله. اوس نور موږ يو دليل پيدا کړ چى په دى اړه ډاډه اوسو چى هغه به بدلونونه راوړي.


که څه هم ځينى شک لري چى آيا ولس مشر به وکولى شي دا برطرفۍ عملي کړي او که څنګه. له ٢٨ ليرى کړاى شويو کسانو څخه يوازى دوو موافقه کړى چى دندى پريږدي: يعنى په فراه کى د استخباراتو ريس عبدالخالق، او عبدالرازق د دغه ولايت د سرحدي ځواکونو قومندان.


د ليرى کړاى شويو کسانو څخه يو تن يعنى د کندهار د استخباراتو ريس کمال الدين الدين ګلالي وويل: زه به په دى اړه له خپل قام او مجاهدينو سره سلا مشوره کوم. ما د افغان ولس له پاره لوى کار کړى او د طالبانو پر ضد په جګړه کى مى برخه اخيستى. دا اوس مهال چمتو نه يم چى خپله دنده پريږدم.


په فراه کى ليرى کړاى شويو چارواکو يوه وينا خپره کړى چى وايي: حکومت بايد له موږ سره کښيني او زموږ نواقص را په ګوته کړي. دوى شکايت کوي چى دوى ته دا چانس نه دى ورکړ شوى چى له خپل لورى ځواب ووايي، او غوښتل يي چى د کرزي پلاوى راشي او له دوى سره خبرى وکړي.


د دغه مقاومت کچ لا څرګند نه دى ، خو د کرزي له پاره د جلال آباد د ګمرکو د ريس د پخواني مرستيال له خوا څه هڅونکى نښى نښانى وى چى اوس به دغه کس د رياست مقام ته ترفيع وکړي.


هغه وويل دوى ( د جلال آباد ليرى کړاى شوي چارواکي) له والي سره له سلا مشورى وروسته برطرفه شوي او موږ په دى اړه کومه ستونځه نه لرو. زه هيله مند يم چى دا کسان څه ستونځى رامنځ ته نه کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists