لويي جرګى د طالبانو د بنديانو د خلاصون غوښتنه کړى ده.

د عبدالولي ليکنه

لويي جرګى د طالبانو د بنديانو د خلاصون غوښتنه کړى ده.

د عبدالولي ليکنه

Monday, 21 February, 2005

د کندهار يوه استازي عبدالحميد بابي په دى اړه وويل، د کندهار او شاوخوا سيمو ډير کسان په مختلفو زندانونو کى د طالب په نوم اچول شوي دي، که دوى ګناهګاره وي پخ کار دي چى دوسيي يي فيصله شي ، که نه نو خوشى دى شي.

نادر خان کټوازي او مجيد د پکتيا استازو له موقتى ادارى وغوښتل چى د شمال په ګڼو زندانونو کى پراته طالبان خوشى شي.

د تيرى شپږمياشتنۍ ادارى مامورينو ويلي وو چى دوى د دى پلوي دي چى طالبان خوشى شي خو دا کار د عمل جامه وا نه غوسته او د کابو درى زره بندي طالبانو حالت کله نا کله دير خراب وي.

د بهرنيو چارو وزير عبداله IWPR ته په مرکه کى وويل په تيرو شپږو مياشتو کى وخت په وخت او د اختر او نوي کال پر مهال ځينى زندانيان خوشى شوي دي.

عبداله زياته کړه، هغه طالبان چى له نړيوالو تروريستي ډلو ټپلو سره تړاو نه لري ، بايد خوشى شي. خو د دوى مشران او قومندانان بايد د قانون له مخى محاکمه شي.

په کابل کى د ICRC وياند جين موريټ څرګنده کړه چى ICRC د دريو زرو بنديانو په اړه معلومات لري چى د افغانستان په بيلابيلو سيمو کى بنديان دي. خو دا هغه کسان دي چى ICRC پلاوو ته جوت شوي دي، او د نورو ديرو اټکل کيداى شي.

موريټ زياته کړه چى د دغو بنديانو اکثر په شمالي ولايت جوزجان کى ديره دي. البته له شبرغانه پرته په نورو ښارونو لکه هرات، خوست او کندهار کى هم بنديان شته.

موريټ وويل، له شپږو اوونيو راهيسى موږ د شبرغان د بنديانو لپاره د خوراک بيړنى پروګرام پيل کړ، ځکه چى د ئو شمير حالت يي ډير خراب و. خو دا مرستى تيره اوونۍ ودريدى ځکه چى حالت بيرته يو څه ښه شو.

خو د شمال په ځينيو برخو کى مخ په زياتيدا غير قانوني چلند د زندانيانو په اړه انديښنى زياتى کړي دي.

د ملګرو ملتونو وياند منول المنډا په کابل کى وويل، امنيتي حالت په مزارشريف کى ډير زيات خراب دى.، که دا حالت ښه نه شي ملګري ملتونه او نورى غير حکومتي موسسى به ژر سيمه پريږدي.

هغه زياته کړه که چيرى دوى سيمه پريږدي نو د زندانيانو له پاره به شرايط لاپسى خراب شي. ځکه ډيرو زندانيانو ته د سره صليب د نړيوالى کميټى يا ICRC له خوا خواړه او جامى ورکول کيږي او دغه راز له خپلو کورنيو سره د تماس نيولو امکانات هم د دوى له خوا ورته برابريږي.

موريټ وويل : د سره صليب نړيوالى ادارى په دى اړه ډير معلومات نه درلود چى دا کسان په څه ډول شرايطو کى ايثار دي او نه هم د هغو کسانو په اړه چى په ګرديز او خوست کى خوشى شوي دي.

ځينى دا زندانيان د ډيرو کلونو له پاره ايثار وو، او په هغو جنګونو کى نيول شوي و چى په ١٩٩٦ کال کى د کابل د نيولو پر مهال د طالبانو او د شمالي ټلوالى تر منځ شوي وو. خو ډير يي تير کال هغه مهال نيول شوي چى د طالبانو رژيم د اوسامه بن لادين د نه په لاس ورکولو له امله د امريکا د هوايي بمبارۍ په نتيجه کى نسکور شو.

په لويه جرګه کى د زندانايانو مسله د مختلفو توکميزه ډلو پر اړيکو مستقيم اغيز لري ځکه ډير طالب زندانيان پښتانه دي او د دوى ډيرى په شمالي سيمو کى بنديان دي چى د نفوسو ډيرى يي تاجکان يا ازبکان دي.

جنرال محمد انور کوهستاني ، د کورنيو چارو د وزارت د استخباراتو د مشر مرستيال ويلي: زه په دى باور يم چى عادي طالبان بايد ژر تر ژره خوشى شي تر څو خپلو کورنيو ته ولاړ شي او خپل ژوند بيا پيل کړي. تر بيړنۍ لويي جرګى وړاندى موږ پنځه تنه طالبان خوشى کړل.

جنرال زياته کړه ، طالب زندانيان پر دوو برخو ويشل کيدى شي. لومړى يي عادي طالبان او افسران دي او دوهم د طالب قومندانانو مشران دي چى د تروريزم د نړيوالى شبکى سره مستقيمى اړيکى لري.

کوهستاني وويل زه د استخباراتو د يوه افسر په توګه غواړم چى د طالبانو مشران د هغو جرمونو له امله چى تر سره کړي يي دي محاکمه شي.

څارونکي اټکل کوي چى پر نوي مرکزي حکومت به فشار نور هم زيات شي چى په دى اړه يو څه تر سره کړي. د اوس له پاره دير دغه زندانيان د کابل د حکومت له کنترول څخه ليرى دي ، ځکه په سيمو کى د ميشتو ډلو په لاس کى دي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists