لويه جرګه وځنډيده ،اوازې او مغشوشتياوې:

لويه جرګه دڅلورويشت ساعتونو لپاره وځنډېده،دبايکاټ اومعاملواوازې خپرې شوي دي .

لويه جرګه وځنډيده ،اوازې او مغشوشتياوې:

لويه جرګه دڅلورويشت ساعتونو لپاره وځنډېده،دبايکاټ اومعاملواوازې خپرې شوي دي .

Monday, 21 February, 2005

دوار له مخه جوړ شوي پروګرام پر بنسټ نن لويه جرګه پرانيستل کيده خو يو ډول مغشوشتياوې څرګندې شوې او لويه جرګه د څلورويشت ساعتونو لپاره وځنډيده.ويل کيږي چې پخواني پاچا دا څرګنده کړې ده چې دواک ليوال نه دى او له همدې ﻻمله لويه جرګه د يوې ورځې لپاره وځنډيده. امريکايي خبرياﻻنو ددوشنبه ماسپښين داوه اتيا کلن ناروغ پاچا له قوله وويل،دمشر تابهلپاره چمتو نه دى اوځان نه کانديدوي له دې اعلان سره داوسنۍ موقتي ادارې مشر تاته لپاره لارهواره کړه.


دلويې جرګې کميسيون د يونيم زرو استازيو د جرګې پرانيستې غونډه هم د يوې وزځې له پاره وځنډه وله، دغه استازي ؛به دراتلونکيو دوو کلنو لپاره حکومت ټاکي چې انتخاتاتوته به لار هواروي.


دکميسيون نماينده عبدالسلام رحيمي وويل چې تخنيکي او لوژيستيکي ستونزې دخنډلامل شوي.ده زياته کړه،داستازيونه رارسېدل هم ستونزه ده ، دکابل استازيوته په اشارې ښاغلي رحيمي وويل،يوازې په پلازمينې کې په سلګونو کسان نومول شوي چې راشي او خپله رايه ورکړي خو دوى ټول حاضرنشول ،ښاغلي رحيمي په مطبوعاتي کنفرانس کې دا هم څرګنده کړه چې د راي اچونکيو وروستى لست به تر سباسهاره بشپړ شي.


دملګرو ملتونو دويناپربنسټ يوزرپنځه سوه استازي په جرګه کې برخه اخلي چې يوزر سل کسان به يې په سيمو کې انتخابيږي او څلورسوه به يې د جرګې د کميسيون په خوښه ټاکل کيږي.


ښاغلي رحيمي زياته کړه چې اوس مهال تقريبادوه زره کسان دجرګې ځاى ته رارسيدلي دي خوداټول دراى حق نه لري شاوخوا(١٧٠٠) کسان يې دراى ورکولو واک لري او دغه کسان بايد څرګند شي.


دورځې په بهير کې داسې اوازې خپرې شوې چې اته سوه استازو د ظاهر شاه درول لوبولو غوښتونکي وو، دکابل او نورو ولايتونو استازو خبر دارى ورکاوه که د ظاهر شاه په رول سترګې پټې شي جنګ سالاران به بيا واکمن شي، دوى ويل که همداسې وشي دوى به له جرګې بايکاټ وکړي.


داويل کيدل چې د مخالفينو اکثر په تيرو اته څلويښت ساعتونو کې په ډيره ښه توګه له يو بل سره خبرې کولې.


پښتني سياسي سرچينې وايي،حامد کرزي تيره يکشنبه له ظاهر شاه سره خبرې کړې وې بيا يې له پخواني ولس مشر برهان الدين رباني،استاد سياف او ددفاع وزير او د شمال ټلوالې له مخکښ استازي فهيم سره کتلي و.


دواک دتر لاسه کولو سيالۍ په سوله ايز ډول له تيرې يوې مياشتې په کابل کې روانې دې، پلازمينه کابل دشمالي ټلوالې د مخکښې څيرې احمد شاه مسعود په عکسونوپسولل شوې ده، ښاغلى مسعود دنيويارک د سوداګري مراکزو تر نړيدو دوه ورځې دمخه د سپتمبر په نهمه نيټه تر ور شوى و. خو تيره شپه دکابل ښار واټونه،سرکونه، ديوالونه اودموټرو ښيښې دبرهان ا لدين رباني،حامد کرزي او د نورستان د استازي عبداله وجداني په عکسونو ډک شول.


د جمعيت اسلامي سازماني ځوانانو درباني عکسونه نښلول په داسې حال کې چې داحمدزيواستازيو د کرزي په ملاتړ ويل چې داوسنېۍ ادارې دمشر ددو عکسو نو په لګولو يې څلويښت زره امريکايي ډالر تر لا سه کړي دي.


حفيظ اله د بغلان ولايت داندراب ولسوالۍ استازي وويل، زه دهغه ډلې يو کس يم چې ددفاع له وزير فهيم او دبهرنيو جارو له وزير عبداله عبداله سره موداونۍ په پاى کې کتلي،ده وويل، چې د شمال ټلوالي دو مخورو مشرانو ده ته ويلي چې د کرزي ملاتړ وکړي، ښاغلي حفيظ اله زياته کړه،زه مايوسه شوم چې هر يو غواړي له خپل نفوذ څخه ګټه واخلي.


په عين وخت کې د جمعيت اسلامي يوه ګروپ څرګنده کړه چې دوى به هيڅکله دداسې چا حمايت ونه کړي چې له روسانو پر ضد يې په جهاد کې برخه نه وي کړې.سره له دې چې وار له مخه وعدې تر سره شوې دي بيا به هم دلويې جرګې له پرانيستلو سره به غلي استازي خپل غږ اوچت کړي،دوى به د جګړه مارۍ پر ضد چې په تيرو دروسشت کلونو کې يې پر افغانستان حکومت وکړ اواز پورته کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists