لويديځې رسنۍ د رايې ورکولو اعتبار تر پوښتنې لاندې نيسي

ورځپانې د رايو په ورکولو کې د درغليو، ناقانونه رايو، ډار او بډو رپوټونه ورکوي.

لويديځې رسنۍ د رايې ورکولو اعتبار تر پوښتنې لاندې نيسي

ورځپانې د رايو په ورکولو کې د درغليو، ناقانونه رايو، ډار او بډو رپوټونه ورکوي.

.



رپوټونه د جګړې له اعتبار ، د ستراتيژۍ د اغېزمنتوب او د سرچينو له وړتيا څخه نيولې بيا د افغانستان د ټولټاکنو د بهير قانونيت تر پوښتنې لاندې نيسي چې کېداى شي برحال ولسمشر حامد کرزي د يوې بلې دورې لپاره هم وټاکل شي.



د فايننشيل ټايمز د ورځپاڼې يوه سرمقاله د "افغاني کشاله" ترسرليک لاندې د لويديځو رسنيو اندېښنې غبرګوي.



نوموړې مقاله ليکي: "دافغانستان ددې اونۍ ټولټاکنو او په سيمه کې د متحده ايالتونو د قوماندان، جنرال ستانلي مک کريستل په ستراتيژيکې ارزيابۍ کې ستره هيله پرته ده. تر اوسه هم لا داسې ډار شته چې کېداى شي دا هيله تر سره نشي."



په رايو ورکولو کې د متحده ايالتونو، برتانيې، جرمني، فرانسې او کاناډا په ورځپاڼوکې د درغلۍ، ناقانونه رايې اچونې، ډار او بډو رپوټونه خپاره شوي. که دا رپوټونه رښتيا وي د افغانستان دويمو ټولټاکنو ته به په جدي ډول زيان ورسيږي.



د Globe and Mail په کاناډايې ورځپاڼې کې د " Bribes and Backroom Deals " تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکي: "د درغليو ادعاګانو لا دمخه ددې ټولټاکنو اعتبار ته زيان رسولى دى. که د کرزي برى ناقانونه وګڼل شي، نو په شمال کې د پراخو لارويونو ګواښ رامنځته کوي."



ورځپاڼه په دوام ليکي: "د افغان او لويديځو شنونکو تر منځ خبرې اترې د رايې ورکولو د بېنظمۍ [د منلو وړ کچې] په اړه څرخي. دا ټکى په يو داسې هېواد کې د پرله پسې ستونزو څرګندوونکى دى، چې زياتره وګړي يې په ليرې پرتو سيمو کې اوسيږي او په سمو شرايطو کې ورته ورتګ اسانه نه دى. له دې امله به د رايې ورکولو په ورځ به يې لږ شمېر وليدل شي."



داسې بريښي چې د رايه ورکوونکو شمېر به لږ وي. د رايو ورکولو لپاره په سلو کې تر ٥٠ پورې نومونه ليکل شوي دي. خو کېداى شي تر دې لږ شمېر خلک خپلې رايې ورکړي.



د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کندهارکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د مشر، عبدالقادر نورزي له خولې ليکلي: "په سهيل کې د ټولټاکنو کار کوونکي وايي، توقع ده چې په سلو کې ٣٠ رايه ورکوونکو رايې ورکړې"



نيويارک ټايمز ليکي: "چارواکي وايي له جګړې، فساد او د بيا رغاونې او پراختيا له غړندتيا څخه د خلکو ستړيا هغومره لوړه ده چې رايې ورکول به تر اغېز لاندې راولي."



په فايننشيل ټايمز کې وړاندې ليکل شوي، د قومي او سمتي ګټو له مخې د رايو احتمالي ورکړه به هېواد لا پسې د بېنظمۍ لوري ته راکاږي.



د "لې موندې" د ورځپانې له مخې د طالبانو بريدونو، چې د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر راهيسې په سلو کې ٦٠ زيات شوي و، په دې وروستيو وختونو کې يې نور زياتوالى موندلى دى.



تېره اونۍ د شنبې، سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په کابل کې دريو لويو بمي بريدونو په رسنيوکې په پراخه ډول غبرګون موندلى دى.



طالبانو په ډاګه ويلي دي د رايې د ورکولو په ورځ به هغوى بريدونه زيات کړي، د رايو ورکولو مرکزونه به تر بريد لاندې ونيسي او هر هغه افغان ته ګواښ کوي، چې د هغوى په اند، يرغلګرو پوځونو په سيورې کې رايه ورکړي.



نيويارک ټايمز او واشنګټن پوست حالات د ٢٠٠٤ کال له ټولتاکنو سره پرتله کوي. هغه مهال طالبانو هغومره مداخله نشوه کولاى.



واشنګټن پوست رپوټ ورکړى چې په هېوادکې د رايو په ٧٠٠٠ ستيشنونو څخه به په سلو کې اته د امنيتي خطر له مخې تړلي پاتې شي.



طالبان ټولټاکنو ته يوازينى ګواښ نه دى. ټايمز آف لندن رپوټ ورکړى چې د رايو د ورکولو وړ اوولس ميليونو پنځو سوه زرو خلکو(٣٣ ميليونه نفوس) له ډلې څخه د درې ميليونوپه شاوخوا کې خلکو په ناسمه توګه، په تېره بيا په سهيلي ولايتونو کې، نومونه ليکلي دي.



نيويارک ټايمز رپوټ ورکړى چې "په سلو کې ٢٠ نوي ويشل شوي کارتونه د ټيټ عمر لرونکو هلکانو ته ويشل شوي دي او نور ٢٠ فيصده دوه ځلې ويشل شوي دي."



د Globe and Mail کاناډايي ورځپاڼې د کرزي په ملاتړو او د هغه د ميرني ورور، د کندهار د ولايتي شورا غړي، احمد ولي کرزي په ګډون، د هغه د کورنۍ په غړو د پړې اچولو رپوټ خپور کړى دى.



همدارنګه Globe and Mail داسې ادعاګانې خپرې کړي چې په سهيل کې قومي مشران د سياسي ګوندونو په ګټه د رايو ورکولو کوندې لري.



ټولې ورځپاڼې له ازبيک توکمه جنرال عبدالرشيد دوستم سره د کرزي د ملګرتيا د ډار خبر ورکوي. کېداى شي کرزي، چې د ټايمز او فايننشيل ټايمز په وينا، متحده ايالتونو او برتانيې ورته شا اړولې، له لويديځو قدرتونو څخه ځان لا پسې ليرې کړي. نوموړې ورځپاڼه ليکي چې کېداى شي نوموړي اتحاد (له دوستم سره) د کورني ملاتړ د ټينګولو په موخه شوى وي.



فايننشيل ټايمز ليکي له کرزي څخه خپګان يوازې په لويديځ پورې محدود نه دى او نه يوازې هغه د خپګان منبع ده. ورځپاڼه ليکي: "په داسې حال کې چې زياتره افغانان د مجاهدينو د ظالمانه افراط مخالف دي، هغوى د کرزي له حکومت څخه د اساسي خدمتونو او امنيت د نه چمتو کولو له امله ناخوښ دي او تل لويديځو پوځونو او د هغوى له خوا د قوې کارونې ته خپل ژوند او کور ته د ګواښ په سترګه ګوري."



په داسې حال کې کېداى شي کرزى د دويم ځل لپاره هم بريالى شي، خو فايننشيل ټايمز ليکي چې دا سيالي به د هغې پرخلاف چې توقع يې کېده، ډېره سخته وي: ځکه "د بهرنيو چارو پخوانى وزير، عبدالله عبدالله د هغه ټينګ سيال دى."



د ګارډين ورځپاڼه ليکي نورې ستونزې به د قومي تړاو له امله د خلکو د رايو د ورکولو د پايلو په اړه وي.



واشنګټن پوست او فايننشيل ټايمز وړاندوينه کوي، يوه پلا چې رايې واچول شي او وشمېرل شي نو هله به پايلې له له ناندريو سره مل وي.



د ٢٠٠٩ کال د جون د مياشتنې راهيسې د امنيت په نړيوال مرستندوى ځواک، ايساف، کې له بېلا بېلوهېوادونو ٦١١٣٠ تنه موجود دي. متحده ايالتونه ٢٨٨٥٠(په پام کې ده چې د ٢٠٠٩ تر پاى پورې يې شمېر ٦٨٠٠٠ ته ورسيږي)، برتانيه ٨٣٠٠ او جرمني ٣٣٨٠ (په پام کې ده چې دکا ل تر پايه به ٤٤٠٠ ته و) رسيږي) سرتېرې لري. نور ستر مرسته کوونکي هېوادونه فرانسه او کاناډا دي چې هر يو تقريبا ٢٨٠٠ سرتېري لري.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists