لوږې د بلخ ماشومان د مرګ کومې ته واچول

بېوزلۍ او وچکالۍ په شمال کې نوي زېږېدلي او تنکي ماشومان په خوارځواکۍ اخته کړي دي.

لوږې د بلخ ماشومان د مرګ کومې ته واچول

بېوزلۍ او وچکالۍ په شمال کې نوي زېږېدلي او تنکي ماشومان په خوارځواکۍ اخته کړي دي.

Friday, 8 January, 2010
(وارخطا) ده، ځکه ورځ په ورځ يې وزن بايللو او اوس يې د بلخ په دولتي روغتون کې بستر کړى و. نوموړى ماشوم په خوارځواکۍ اخته و.



ماشوم ويده و، مور يې د هغه سر ته ناسته وه. کوټه توده وه. پکى يې ورته واهه، چې ګرمي يې ونشي.



شګوفې د تېرې مياشتې په بهير کې ان يوه ورځ هم پوره خواړه نه و خوړلي، ځکه مېړه ته يې کله نا کله کار پيدا کېده. هغې وويل: "کاشکې خداى دا عاجز نه واى پيدا کړى."



د شګوفې کيسه د بلخ په ولايت کې يوازينۍ کيسه نه ده. بېوزلي، وچکالي او د مناسبو روغتيايي خدمتونو نشتوالى، له ازبيکستان سره په پوله پروت، ولايت کې د خوارځواکۍ اصلي لاملونه دي



دا ستونزه په ځانګړي ډول په کلو او بانډو کې ډېره پراخه ده. د بلخ د خوارځواکۍ د اړونده ادرې رئيس، محمد لطيف وويل: "خلک نه پوهيږي چې خپل ماشومان څنګه په سمه توګه تغذيه کړي. د هغې ترڅنګ روغتيايي خدمتونه هم نشته."



"دا د مور و پلار دنده ده چې خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړي. په ډېرو حالتونو کې ميندې او پلرونه نشي کولاى چې خپلو اولادونو ته د اړتيا وړ خواړه لکه، مېوې، هګۍ، غوښه، چڼې، غوړي او داسې نور چمتو کړي. هغوى په دې لارو چارو نه پوهيږي."



"په دې توګه ويلاى شو چې سمو خوراکي توکو ته د ميندو او پلرونو د نه لاس رسي له امله په ماشومانو کې د وينې د کمښت، د وزن د بايللو، کمزورۍ او نورو په څېر ستونزې رامنځته کيږي... خو دا بايد هم له ياده ونه باسو چې حکومت هم هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د چمتو کولو مسؤوليت لري."



د بلخ د عامې روغتيا ر ئيس، ډاکتر ميرويس ربيع په وينا د خوارځواکو ماشومانو شمېره مخ په زياتېدو ده. د کال د پيل راهيسې د بلخ د عامې روغتيا رياست تر پنځو کلونو کښته شاوخوا ٤٠٠ ماشومان راجستر کړي دي.



د يوې رسمې سروې د شمېرنې له مخې د تېر کال په خوارځواکۍ اخته د ٣٦٩ ماشومانو په پرتله د سږکال د پيل راهيسې په خوار ځواکۍ اخته ٢٢٣ تنه ماشومانو طبي درملنه تر لاسه کړې ده. تر دې دمه يې سږکال شلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.



کارپوهان وايي زيات شمېر خلک په چاى او ډوډۍ ژوند تېروي. د پروتينو او ويټامينو نشتوالى د ستړيا او ناروغۍ لامل کيږي. تر ټولو بېوزلى پوړکى اميدواره ميندې او ماشومان جوړوي. هغوى زياتره يې د خپل طبيعي عمر د وزن نيمايي هغه لري.



د بلخ په ولايت کې د زارع، اقچې، دولت آباد، چاربولک ولسوالۍ او د شولګرې د ولسوالۍ ځينې برخې، هغه ځايونه دي چې خوارځواکي په کې ډېره ده.



د افغانستان د ملي پراختيا د ستراتيژۍ د څارنې د دفتر مشر، نعمت الله بېجان وايي، چې لوږه او بېوزلي په هېواد کې ستره ننګونه ده او له دې امله خوارځواکي ډېره شوې ده.



د عامې روغتيا وزير، محمد امين فاطمي وايي، روغتيايي خدمتونه په تېره بيا په لېرې پرتو سيمو کې په نشت حساب دي. هغه وويل: "موږ د نړيوالې ټولنې په مرسته ډېر پرمختګ کړى دى، خو لا ډېرو نورو روغتيايي مرکزونو ته اړتيا شته."



وچکالي په تېره په بلخ ولايت کې ډېر ناوړې پايلې درلودې. د افغانستان د نورو سيمو په څېر دلته د اوبو لګولو سيتم پراختيا نه ده موندلې. د باران د نشتوالي له امله رومي باجڼو، پټاټو، بنډيو او خټکو ښه حاصلات نه دي کړي. ډېرې زياتې شنې سيمې په يوه شپه کې وچيږي او خلکو ته د خواړو لپاره څه په لاس نه ورځي.



لکه څنګه چې د سيمې زياتره وګړي کروندګر دي، د حاصلاتو کمبوت د هغوى پر کورني عايد او د ماشومانو پر تغذيې مستقيمې اغېز کوي.



اته ويشت کلنې شاه پري، چې خپل دوه کلن ماشوم يې د شولګرې له ولسوالۍ څخه د مزارشريف روغتون ته د درلمنې لپاره راوړى دى، وويل: "موږ پوره خواړه نه لرو، له دې امله مې په سينه کې شودې نشته. اوس هغه ته پوډرې شودې ورکوم."
Frontline Updates
Support local journalists