لوڼې د پور په بدل کې ورکول کيږي

د کوکنارو کروندګر وايي، د حکومت د کوکنارو په وړاندې پروګرام هغوی دې ته اړباسي، چې خپلې لوڼې د نيشه يي توکو په سوداګرو باندې وپلوري.

لوڼې د پور په بدل کې ورکول کيږي

د کوکنارو کروندګر وايي، د حکومت د کوکنارو په وړاندې پروګرام هغوی دې ته اړباسي، چې خپلې لوڼې د نيشه يي توکو په سوداګرو باندې وپلوري.

Wednesday, 16 November, 2005

د لس کلنې ماشومې، زېوې سترګې هغه مهال له اوښکو ډکې شوې، چې پلار يې هغه له مټ څخه ونيوله او هغه سړي ته يې وسپارله، چې پنځوس زره افغانۍ يې ترې پور اخيستې وې. د ننګرهار ولايت يو بزګر، 42 کلن ګل ميران وويل: ((زه په بله لاره ستا پور نه شم خلاصولای. زما لور درواخله.))


ګل ميران لکه د افغانستان د نورو زياتو بزرګرانو په څېر د اپيمو په وړاندې پور اخلي او بيا يې د کوکنارو د حاصلاتو د راټولولو څخه وروسته ورکوي، چې په خپل وار په هيروينو اړول کيږي. خو حکومت د کوکنارو د کرکيلې او ليږدولو په وړاندې د يوې هڅې په توګه د ګل ميران کرونده واړوله او نوموړی خالي لاس پاتې شو.


ګل ميران ته پور ورکوونکي، حاجي نقيب الله وويل: ((موږ موافقه کړې وه، که د هغه (کوکنارو) کرونده د موسم او يا د حکومت له خوا له منځه ولاړه، نو پور به مې بېرته راکوي. ))


پاينده ګل، چې د شينوارو په ولسوالۍ کې کوکنار کري، دې ته اړ ايستل شو، چې خپله 17 کلنه لور يو 38 کلن (کونډ) سړي ته د (اپيمو) پور په وړاندې ورکړي.


((د نيشه يي توکو سوداګران د پيسو د پور په وړاندې يوازې اپين اخلي، نه بل شی. خو د نجونو د ورکړې په وړاندې يې بيا غاړې نرمې وي. دا د اپيمو د سوداګر لپاره يوه اسانه لاره ده، چې يا ځان او يا هم خپل زوی ته ښځه وکړي. کله کله داسې وي، چې د نوموړي زوي معيوب او يا زوړ وي او (په عادي توګه) څو ک خو راو لور نه ورکوي. ان له دې لارې هغه د يوې ښکلې مېرمنې خاوند کېدای شي.))


پاينده ګل ددې حالت پړه په حکومت اچوي. هغه وايي: ((هغوی د اپيمو د لويو سوداګرو په وړاندې څه شی نه شي کولای خو راځي او د کوچنيو کروندګرو کروندې اړوي. ستونزې له دې ځايه راولاړيږي.))


د جلال اباد د ښار يوه 17 کلنه نجلۍ، چې د خپل نوم له څرګندولو يي ډډه وکړه، وويل، د هغه پلار هغه يو ړانده سړي ته ورکړه. هغې وويل، پلار يي اتيا زره افغانۍ په پو راخيستې وې خو کرونده يې واړول شوه او هغه له دې پرته، چې ما هغه ته ورکړي، بله چاره نه لرله. زه به د خپل عمر تر پايه پورې د خپل ړانده مېړه خدمت کوم. زه پښتنه يم، بايد دخپل پلار د انتخاب درناوی وکړم، ان که له هغې سره مخالفه هم واوسم.))


د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې د کوکنارو يو کروندګر، معلم فقير هم په اپيمو پور اخيستي دی، خو د پور په وړاندې خپله لور نه ورکوي. هغه وويل: ((حکومت زما کرونده واړوله او ما هر څه له لاسه ورکړل. هغه چا چې ماته پيسې په پور راکړي، پنځوس کلن دی او غواړي زما شل کلنه لور ځانته د دويمې مېرمنې په توګه واده کړي. خو زه دا کار نه کوم. زه به خپله ځمکه وپلورم ، خو لور به مې هيڅکله هم هغه ته ورنه کړم.))


د ننګرهار ولايت له نيشه يي توکو سره د مبارزې د کنترول د رياست مرستيال، سيد جعفر مرام وايي، کروندګر د اپيمو له سوداګرو سره د خپلو معاملو د پای ته رسولو لپاره لږې قانوني لارې لري. نوموړی وايي، : ((ددې راز پيښو رپوټ چارواکو ته نه ورکول کيږي. که پو پلار د خپلې لور په اړه مرسته وغواړي، نو ښايي د اپيمو د سوداګرۍ په تور بند ته واچول شي. داسې پيښې معمولا د جرګو له لارې حل کيږي. ))


د بټيکوت د ولسوالۍ يو قومي مشر، ملک سيدالله مومند له دې خبرې سره موافق دی، چې د داسې پيښو په اړه بايد د جرګو له خوا پرېکړه وشي. هغه وايي: ((خلک د جرګو درناوی کوي او دهغې پرېکړې مني. دا د شرم خبره ده، چې د يو سړي د لور خبره دې تر محکمې پورې ورسيږي. د اپيمو د پور په وړاندې د خور يا لور ورکولو ته بايد د پای ټکی کيښول شي. موږ هڅه کوو دا کا رله منځه يوسو. خو دا د يوې شپې خبره نه ده، هغه وخت غواړي.))


د بشري حقونو د نړيوال کميسيون يو چارواکي وويل، دا کميسيون په دې کار خبر دی، خو که رسمي غوښتنه او شکايت و نه شي، کوم کار سر ته رسيدلای نه شي. شريفې شهاب وويل: ((که دا پيښې موږ ته راجع شي، نو موږ به اقدام وکړو. خو (له دې پيښو څخه) نه د بشري حقونو نړيوال کميسيون او نه پوليسو ته څو ک خبر ورکوي. له بده مرغه زيارته هغه مېرمنې چې د اپيمو د پور په وړاندې ورکول کيږي، يا د نيشه يي توکو په کارونې روږدې کيږي او يا هم د ځان وژني عمل ته لاس اچوي. دا يو ډېر ناوړه حالت دی.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists