لښکرګاه

په هلمندکې ولاېتی چارواکو ته له امنېتی اندېښنو سره سره د ېو نوی پارک جوړېدل ېوه هېښونکی خبره ده.

لښکرګاه

په هلمندکې ولاېتی چارواکو ته له امنېتی اندېښنو سره سره د ېو نوی پارک جوړېدل ېوه هېښونکی خبره ده.

..آيا کيدای شي داهلمند وي؟ داسهيلي جګرې ځپلی ولايت د خلکو د تفريح اوساعت تيري په پرتله په جګړو او کوکناروکې زيات نوم لري.



آن د ژمې موسم په دې وروستيو کې د بولان پرانسيتل شوي پارک زيات شميرخلک د ځان ننداري ته راکښلي دي.



ولايتی مرکز لښګرګاه ته څيرمه د هيلمند بهانده سين د تاوتريخوالي او کړاو ځپلو خلکو لپاره يوه په زړه پورې فضارامنځته کړی ده.



د نژدې پرتې ولسوالۍ، هزارجفت اوسيدونکی، عبدالله جان له ملګرو سره پارک يوځای ناست او د ميوې او غوزانو د خوارک ميله يی جوړه کړی وه.



هغه وويل: ”ډيرکلونه کيږی، چي دلته نه يم راغلی. هغه مهال چې مې د پرانستلو خبر واوريد او د هغه ښکلا مې وليده، نو له يو څو تنوملګرو سره دلته را غلم. سره له دې چې په دی پارک ډيرې پيسی لګيدلي دي، خو بيا هم پرې ارزي.



د پارک د جوړيدا کار د ۲۰۰۷ کال د مارچ په مياشتې کی د افغان کروندګرو د يوې ناحکومتي موسي په مرسته پيل شو. د پروژې مالي لګښت، اووه سو زره ډالره ، د برتانيې هيواد چمتوکړی دی.



هغه مهال زياتره هلمنديان د دومره ګران بيه پيسو په لګښت د پارک په جوړيداخپه و. له لښګرګاه څخه د سين بلې غاړې ته د پارک موقيعت هم د خلکو د انديښنې لامل و. د بولان داسيمه د کوکنارو د کرکيلې بډايه کرونده ده، چی په هلمند کې ورته خلک د نړۍ د اپينو پلازمنه وايي.



خواوس چی پارک د کاروبار لپاره پرانستل شوی، خلک يی هرکلی کوي. عبدالله جان وويل: ”مافکر نه کاو، چې داسې ښکلی پارک به جوړکړي. دا فکر زموږ په سر کې د حکومت د فساد له امله ګرځيده.”



په پارک کې ماشومانو لپاره د لوبو چورليدونکي شيان، له ډبروجوړ شوي حيوانات او پراخ چمن شته، چې خلک پرې کيني او استراحت کوي. د پارک سړکونه د ژمې په ماښام کې رڼا دي، چې د هلمند د برښنا د کمبوت له امله يوه ناشوني خبره ده. د پارک د يوباغوان د څرګنولو له مخی په دې ځای کی د لمريزی برښنا ستنی درول شوي، چی د رڼا او ليد لپاره برښنا زيرمه کوي.



په لښګرګاه کې د عطاء الله په نوم يو ميخانيک هرې خواته خپل څلورماشومان لټول، چې د پارک نورو برخوته تللي و.



هغه وويل:”مانه غوښتل چې کورنۍ مې دلته راولم. امنيتی ستونزې شته دي. که چيرته يو بم وچوی، نوبيا به څه پيښی شي. بيا به مو خپلوان انديښمن شي او موږ به لټوي. زما ماشومانو د ملي تلويزيون له لارې دا پارک وليد او زه يی راتللو ته وهځولم.“



د هغه د اله باش له خبروسره سره، هغه د پارک په هکله ښه نظر درلود. عطاء الله وويل: ”زه ددې پارک په جوړيدو ډير خوشال يم. زما په اند به خلک له دې امله د حکومت درناوی وکړي. تردې دمخه حکومت خپلې ژمنې سرته هيڅ نه دي رسولي “



په پارک کې د ټول عمرخاوندان شته، خو ډيره کی يې سړی دي. په دې ژورې محافظه کارې ټولنې کې د کورنيو زياتره مشران ترهغه چې زياته اړتيا ورته نه وي ليدل شوی خپلو مېرمنو او لوڼو ته عامه ځايونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.



دا کار يوې مسخرې ته ورته دی، ځکه دا پروژه د هلمندي ښځو لپاره د يو خوندي ځای په توګه جوړ شوی ده، چي دبرتانوې بروکراسۍ له امله يي زيانونه ليدلي و.

يو دپلومات په خندا وويل: ”موږ پوهيدو که دا پارک د” ښځود پارک” په نو م ونوموو، نو پيسی به ترلاسه کړو.



خوښځې دلته هيځ نه ليدل کيږي.



د ناوې ولسوالي يواوسيدونکی، اباسين، چی ګڼه ږيره او غورغږ يی درلود او يو ديني عالم ته پاتې کيدو، وويل: ”زه څه کولای شم؟ کورنۍ مې مذهبي کورنۍ ده او مور او پلار مې اجازه نه راکوي، له خپلې ميرمنې سره “بهر” ځايونه ته لاړشم. موږ بايد د مشرانو درناوی وکړو.”



دلښکرګاه د ښارنجونې هڅه کوي، چي پارک ته لاره پيداکړي.



په لښکرګاه کې د يو ښوونځی د شپږم ټولګي زده کوونکی، شهلاسهر وويل: ”پرون مې له پلار سره پارک ته تللې وم. مامې پلار ته وويل،چی هلته مې يوسی،ځکه هغه ځای ډيرښکلی دی، خو هغه ونه منله. هغه ماته وويل،چې هغه ځای خوندي نه دی. هيله من يم يوه ورځ به هلته لاړشو.حکومت بايدامنيت ټينګ کړي. داډيره ضروری خبره ده.”



نازيه ننزۍ بو بله نجلۍ ده، چی هلته تګ ته هوسيږي. هغی وويل:”زما پلار يو مذهبي سړی دی. خوکه چيرته خوندي وی، نو پلار به می.هلته له تګ څخه منع نه کړي.



د هلمندولايت د ښځو د چارو رييسې، فوزيې علومی د پارک ستاينه وکړه، خو ډاريي څرګندکړ، چې زيات شميرښځی به ترهغه له دې پارک څخه ګټه وانخلي، ترڅو وضعه سمه شوي نه وي.



هغي آی ډبليو پی آر ته وويل:”زماپه اند به ښځی تر اوسنيو شرايطو لاندې ونه کړای شي، چې پارک ته لاړې شي. خوکه امنيت ښه شي،نو دا پارک به د هلمند له اوسيدونکو ښځو سره زياته مرسته وکړي.



نوی پارک د ځايي نيشه يي توکو کارورنکو ته په زړه يورې ځای دی.



د لښکرګاه اوسيدونکی، عبدالودود باور په داسی حال کې چې سګرت يی له چرسو څخه ډکول،وويل: ”زه نه شم ويلای، چی ددې پارک په جوړيدا څومره خوښ يم.”



هغه وويل:”پخوا د بنډار لپاره کوم ځای نه و. موږ هيڅ له يوبل سره نه شوای ليدلای. اوس ددي پارک په جوړيدا له حکومت څخه مننه کوو.



له هغې سره بيا هم ودود وويل:”زه به هيڅکله د خپلې کورنۍ غړو ته دلته د راتګ اجازه ورنه کړم.”



هغه او دهغه ملګرو پارک ته د نورو راغلو خلکو کرکه وپاروله. له پاکستان څخه د تازه ګل په نوم راغلی يوتن وويل: ”دا د استراحت ځای دی. نه دسګريټو او نورو نيشه يی تو کو د کارولوڅای .د “چرسو” څکول به په نورو خلکو بد ولګيږی. هغه بايد دلته منع شي.”



خو د چرسو له خراب بوی سره سره بيا هم تازه ګل د پارک ستاينه وکړه. هغه وويل:”زه دلته ډيرخوښ يم.ما فکرنه کاو،چې په هلمندکې به دومره ښکلی پارک وي.”
Frontline Updates
Support local journalists