له ټاکنو سره د هراتيانو پرېکوڼ شونى بريښي

زيات شمېر استوګن وايي چې (د ټاکنو) د لومړي پړاو درغليو او ډار (د ټاکنو) په دويم پړاو کې د هغوى د ګډون مخه نيولې ده.

له ټاکنو سره د هراتيانو پرېکوڼ شونى بريښي

زيات شمېر استوګن وايي چې (د ټاکنو) د لومړي پړاو درغليو او ډار (د ټاکنو) په دويم پړاو کې د هغوى د ګډون مخه نيولې ده.

.



د هرات ښار د چوک ګلها د سيمې يو هټېوال، غلام محبوب وغړومبېد او ويې ويل: "نه به پخپله رايه ور کړم او نه به مې د کورنۍ کوم غړى پرېږدم چې رايه ورکړي. په لومړي پړاو کې د رايې ورکولو پر مهال له ګواښونو او ستونزو سره مخامخ شوم، خو کومه ګټه يې ونه کړه. داسې کوم تضمين نشته چې ګوندې دا پړاو به شفاف وي."



افغانستان به له ډېر انتظار وروسته د نومبر پر اوومه د دويم پړاو ټولټاکنې سرته ورسوي. د اګست په ٢٠ لومړى پړاو د درغليو له امله هغومره زيات بدنامه شو چې د پايلو اعلان يې تر دوو مياشتو پورې ځنډ وکړ. ولسمشر حامد کرزى، چې د برياليتوب لپاره يې تر پنځوس جمع يو يو څه لږې رايې ګټلې وې، لومړى له دويم پړاو سره مخالفت وښود او ټينګار يې کاوه چې په سلو کې د نژدې ٥٥ رايو په ګټلو يې ټاکنې ګټلې دي. د جدي سياسي بحران د مخنيوي په خاطر نړيوالې ټولنې ډېره ستونزمنه دپلوماسۍ وکاروله.



کرزي د اکتوبر په شلمه د بيا ټاکنې اعلان وکړ او له هغه وروسته په هېواد کې د ټاکنو د دويم پړاو لپاره چمتووالى نيول کيږي. د افغانستان د ځمکني طبيعي جوړښت او اقليمي شرايطو له مخې د بيا ټاکنو تنظيم کومه اسانه خبره نه ده.



وخت ډېر محدود دى، ځکه که چمتو والى ډېر وخت ونيسي او ژمى رادبره شي، نو په پسرلي کې د واورو تر ويلي کېدو به د ټاکنو د پړاو سرته رسول ناشوني کړي. د رايې ورکولو پاڼې او بکسونه د هېواد ډېرو ليرې پرتو کونجونو ته استول شوي دي. د ټاکنو بېلا بېلې موسسې د رايو ورکولو د مسؤوليت په اړه د رسۍ د کشولو په لوبې اخته دي.



ښايي ټاکنو ته د فزيکي چمتو والي په پرتله د ممکنو رايو ورکوونکو د ذهني او احساساتي څرنګوالى تر هغه مهم وي.



په لومړي پړاو کې ډېرو لږو رايه ورکوونکو ونډه اخيستې وه. د ټولټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کميسون د وينا له مخې، چې د درغلۍ ادعا شوي شکايتونه يې څېړلې وو، د ١٢ -١٥ مليونو اټکل شوو رايه ورکوونکو له ډلې څخه يوازې ٣.٤ مليونو خلکو رايې ورکړې وې.



د هراتيانو د قضاوت له مخې ښايي په دې پړاو کې ډېر لږ کسان رايې ورکړي.



د هرات د پوهنتون يو محصل،، مسعود احمدي وويل: "ټولټاکنې له هماغه پيل څخه يوه سياسي لوبه وه. په دې لوبه کې افغان حکومت او د هغه بهرني متحدين شامل دي. هغه د خلکو د اعتماد په وړاندې يوه درنه څپېړه وه. له دې امله به زما په اند په دويم پړاو کې ډېر لږ شمېر خلک ګډون وکړي."



د احمدشاه په نامه د موټر سايکلونو يو ترميموونکى مازې د دويم پړاو د نامه په اورېدو خپه شو.



هغه پر يوماشين باندې د کار پرمهال وويل: "کله چې کرزي (د ټولټاکنو د) د دويم پړاو اعلان وکړ، نو زه د يو افغان په حيث خجالت شوم. د هېواد تر ټولو مشهور سړى په درغليو کې ښکېل و او بيا يې وويل چې ټاکنې بدنامې شوې."



کرزي، د اګست د شلمې نېټې د رايو د عمومي خرڅلاو په وړاندې د مسؤوليت د منلو پر ځاى، ټينګار وکړ چې د ټولټاکنو کارکوونکو ټولټاکنو ته "درناوى ونه کړ" او هغه يې "بدنامې کړې."



اکبرشاه به د رايو ورکولو ځايونوته بيا لاړ نشي. هغه وويل: "يا به زما رايه نه شمېرل کيږي او يا به مې ګوته پرې کوم."



طالبان او نور ياغيان يو ځل بيا د تاوتريخوالي ګواښونه کوي، ترڅو افغانان په ټاکنو کې ونډه وانخلي. څو تنه رايه ورکوونکي په لومړي پړاو کې د طالبانو د ګواښونو ښکار شول چې ويل يې، په رنګ شوې ګوته د رايې ورکولو معنا لري او هغوى به داسې ګوته پرې کړي.



يوازيني خلک چې په هرات کې د راتلونکو رايو ورکولو په اړه خوشحال بريښي، هغه د کرزي د سيال نوماند، عبدالله عبدالله د ټاکنو د ډلې کارکوونکي دي. د نړيوالې ديموکراسۍ د ټاکنو د څار د کميسون د خپرو شوو شمېرو له مخې په لومړي پړاو کې په سلو کې د کرزي د ٤٨ رايو په وړاندې عبدالله په سلو کې ٣١ رايې تر لاسه کړې وې.



په هرات کې نوموړي دواړه کانديدان يو بل ته خورا نژدې وو. کرزي په سلو کې د عبدالله د ٤٢ رايو په وړاندې ٥، ٤٤ رايې ګټلې وې.



د عبدالله د کمپاين د ډلې مشر، غلام جيلاني فيروزي وويل: "موږ دويم پړاو ته د رسېدو په خاطر ډېرې هڅې وکړې. موږ بشپړ چمتووالى لرو او د دې پړاو رايې به وګټو."



د کرزي د ټاکنو ډله هم دويم پړاو ته د چمتووالي خبرې کوي.



په هرات کې د کرزي يو کمپاين کوونکي، فقير احمد بيانګر وويل: "موږ د اساسي قانون درناوى کوو. موږ به دې پړواو ته هم کمپاين وکړو."



دويم پړاو ټاکنو له اعلان څخه څو اونۍ دمخه د کرزي زياترو ملاتړو له هغه سره د نه ودرېدو ګواښونه کړي وو.



په هرات کې د ټاکنو د خپلواکي ادارې د مشر، ضيا احمد ضيا د وينا له مخې د ټاکنو د څار افغاني موسسه، د ټولټاکنو خپلواک کميسون (IEC) هم ټاکنو ته چمتو ده . هغه وويل زموږ عمده دنده دا ده چې خلک رايې ورکولو ته وهڅوو.



هغه وويل: "هيله من يو چې نړيوال څارونکي به شتون ولري. په وروستيو ټاکنو کې ستونزې وې."



IEC د ملګرو ملتونو تر فشار لاندې ده، د ولسواليو د هغه يو شمېر کارکوونکو لاسونه له کاره ونيسي چې په درغليو کې يې لاس درلود. په داسې حال چې ملګري ملتونه د ازادو او عادلانه ټاکنو د ډاډ مسؤوليت لري، IEC په خپلو سپارښتنو ټينګارکوي او وايي چې د کارکوونکو په کارګومارل يا له کاره ګوښه کول يوازې د نوموړي کميسون په واک کې دي.



ضيا وويل که امرانو يې ورته وويل نو د خپلو کارکوونکو په اړه به بيا نوې کتنه وکړي.



د هرات د امنيې قوماندان، عصمت الله عليزي وويل، امنيت د لومړي پړاو په ټولټاکنو کې يوه لويه ستونزه وه، خو اوس دا ستونزه نشته.



هغه وويل: "موږ په هېواد کې د اګست په شلمه ډېر ښه امنيت درلود. دا پلا به هم هماغسې وي." هغه زياته کړه، بهرني ځواکونه به د رايې د ورکولو د ځايونو په امنيت کې مرسته وکړي.



د پوليسو مشر اکرام الدين ياور هم ډاډمن دى چې ناامني به د هراتيانو د رايې ورکولو مخه ډب نه کړي.



هغه وويل: "موږ د امنيت د ډاډمنولو لپاره له اوو زرو څخه زيات پوليس لرو. مخالفين به په لويديځ زون کې هيڅ شى ونه کړاى شي."



د هرات د متخصصينو د شورا مشر، محمد رفيق شهير د هراتيانو له شک سره ملګرتيا نه کوي.



هغه وويل: "دا يو فرصت دى. دا د وياړ خبره ده چې افغانان د قانون تر سيورې لاندې دي."



شهير له دې غاړه نه غړوي چې د رايې ورکولو پرمهال به يو شمېر ستونزې وي، خو وايي، د اګست د شلمې پراخه درغلۍ به بيا تکرار نشي.



د عبدالواحد مخلص په نامه يو سياسي شنونکى د دويم پړاو د پايلو په اړه ډاډمن نه بريښي.



هغه وويل: "په ټاکنو او همدارنګه د ټولټاکنو د خپلواک کميسون په کار کې بهرنۍ لاسوهنې وې. د IEC په اړه هم پروپاګند موجود و، چې وضعه يې لا پسې کړکېچنه کړه. اوس نه پوهيږو چې څومره شمېر خلک به رايې ورکړي."
Afghanistan
Crisis
Frontline Updates
Support local journalists