له سخت ژمي څخه د کورنيو ويره

په کابل کى په زرګونو کورنۍ چه د توغنديو په بمبارد شويو ودانيو کى ژوند کوى، اوس لا د يخنى احساس کوى.

له سخت ژمي څخه د کورنيو ويره

په کابل کى په زرګونو کورنۍ چه د توغنديو په بمبارد شويو ودانيو کى ژوند کوى، اوس لا د يخنى احساس کوى.

ځينى خلک ئى د خاورو او ډبرو کوټى بولى، خو ځينى نور ئى د خپلو کورونو په نامه سره ياده وى. د کابل د استوګنى يو زيات شمير سيمى د کلنو د جګړو له امله د خاورو سره برابرى شويدى، خو بيا هم هلته په خرابو کى خلک ژوند کوى، ولى چى هغوى د اوسيدو بل ځاى نه لرى.


د مهاجرو د بيرته ستنيدو له امله د کابل نفوس زښت ډير شويدى او همدا ويجاړ شوى ښار په کافى اندازه کورونه نه لرى. په داسى حال کى چى د سوړ سخت ژمى را رسيدو ته يوازى دوى مياشتى پاتى دي،د يو زيات شمير کورنيو انديښنه د همدى ساړه ژمى په هکله ده چى څه ډول به يي تيروي.


څورلس کلنه رحيمه چى په يوه داسى دولتي اپارتمان کى اوسي چى يو وخت د کابل د پوهنتون د روغتون د ودانيو يوه برخه وه او اوس د ډزو او بمونو له امله په بشپړه توګه وران شويدى،د جنګ او سولى راپور ورکوونکى موسسى ته يي وويل: موئږ دلته له دى امله ژوند کوو چى زموئږ کور د جګړى له امله په بشپړه توګه وران شويدى او هم زموئږ په زاړه کلي کى سخته وچکالى دوام لرى.


نوموړى زياته کړه: موئږ د غلو په هکله هيڅ انديښنه نه لرو، ولى چه موئږ د غلا وړ کوم شى نه لرو، خو زموئږ ويره د راتلونکى ژمى په هکله ده. هغى وويل: زما کوچينى ورونه مناسب کالى نه لرى او ښائى هغوى د خطر سره مخامخ وى.


سيد عمر چى هم د همدى سيمى په يوه کور کى ژوند کوى، وويل: د طالبانو د جګړى پر مهال موئږ د کابل په شمال کى شکردرى ته ولاړو او بيرته کابل ته راغلو. نوموړي زياته کړه: موئږ يوازى يوه کوټه لرو چه نه تشناب، نه پخلنځى او نه د ميلمه کوټه لرى او موئږ دلته تير ژمى په سختى سره تير کړى.


هغه وويل: زه يو کوچينى دوکان لرم چه ورځنى عايد ئى (٤٠٠٠٠) افغانى چه يو ډالر کيږى، دى او زه د همدى پيسو څخه د ژمى د تيارى د نيولو دپاره سپما کوم. نوموړي زياته کړه: موئږ ډيرى ستونځى لرو او حکومت او (نړيوالى) خيريه مؤسيسى بايد زموئږ د ستونځو په هکله پاملرنه وکړى.


خو مقامات، اقلاَ په سيمه ايزکچ، د مرستى کولو نه منابع او نه ظرفيت لرى. د کابل د ښاروالى د پلان رئيس عبدالرشيد جانباز وويل: موئږ به هغوى ته په راتلونکى ژمى کى د کورونو، خوراکى موادو او د سونګ د لرګيو د برابرولو هڅى وکړو، خو موئږ د همدى مرستو دپاره کومه ځانګړى بوديجه نه لرو. هغه زياته کړه: حکومت او ښاروالى نورى ستونځى لرى او د همدى بى وسه خلکو سره د مرستى کولو توان نه لرى.


د سيمه ايز مقاماتو اتکاء د نړيوالو سازمانونو پر مرستو ده. يو دا ډول بهرنى غير حکومتى مؤسسه د اکټيډ په نامه ياديږى چى په افغانستان کى د کورونو په جوړولو کى مرسته کوى.دغه مؤسيسه اوس د کابل د استوګنى په يوه ورانه شوى سيمه کى (٣٥٠) دوه کوټيزه کورونه جوړ وي.


په عين وخت کى خلک تر خپله وسه هڅه کوى چه د کورنۍ جګړى له امله د ورانو شوو کورنو څخه ځان ته د اوسيدو ځايونه جوړ کړى. د ښار د کوټى سنګي سيمه چه د سختو جګړو صحنه وه، اوس هلته خلک په عنعنوى ډول ځان ته د خټو خام کورونه جوړوي.


پخواني مهاجر ګل افغان کابل ته د راستنيدو وروسته د اوسيدو ځاى نه درلود، نو ئى د يوه وران کور د خاورو او ډبرو څخه په عننوى ډول ځان ته د اوسيدو ځاى جوړ کړ چه خپله کورنۍ د ژمى د سختى يخنى څخه وژغوري.


نوموړي وويل: موئږ په ژمى کى په سکرو باندى د تودى شوى صندلۍ لاندى د زهرجن غاز د تنفوس کولو د خطر برسيره د ځانونو د تودولو دپاره راغونډيږو. هغه زياته کړه: موئږ د غربت له امله د لرګيو بخارى نه لرو.


د گل افغان کور ته نژدى د عبدالرحمن د کور دروازه نه شته او پر ځاى ئى يوه پرده راځوړنده ده. د هغه د کور کړکۍ، ښيښى نه لرى او په پلاستيکو پوښل شويدى چى همدا پلاستيکونه د باد او ماشومانو لخوا څيرى شويدى . له همدى امله د هغه د کور کوټى د دوړو او مچانو څخه ډکى وى. د هغه د کور کوټى په هغو پوځي شړيو فرش وى چى په وړيا ډول ورکړ شويدي.


کله چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى خبريال د عبدالرحمن د کور څخه ليدنه کوله، د هغه (١٣) تنه ماشومان پر هغه باندى شاه او خوا را تاو شوى وو او فکر ئى کاوه چه هغه د يوى خيريه مؤسيسى کارکونکى دى او د دوى سره د مرستى کولو دپاره ورغلى دى.


محمد شفيق حقپال د کابل يو آزاد او خپلواکه خبريال دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists