له کندها رڅخه يو ليک

ښار ښايي بېرته خپل اقتصادي حالت ته راګرځېدونکی وي، خو لا تر اوسه له خطر څخه ډک ځای دی.

له کندها رڅخه يو ليک

ښار ښايي بېرته خپل اقتصادي حالت ته راګرځېدونکی وي، خو لا تر اوسه له خطر څخه ډک ځای دی.

.



د 2000 کال په مني کې زه دی ښار ته راغلي وم، هغه مهال هغه د جګړو له امله په کنډوالو اوښتی و. هرځای خاورې او دوړې وې. سړکونه يې خام و او په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندې و. دا د کومې حيرانيتا خبره نه وه. د کندهار ښار د بنسټپال رژيم زانګو وه او دا هغه ځای و، چې د طالبانو مشر، ملا محمد عمر ورڅخه خپل مشهور فرمانونه خپرول.



په 2000 کال کې زه له کابل څخه کندهار ته په دوو ورځو کې راورسېدم. زما سفر زياتره په خام سړک و.



له رارسېدو سره سم، په ښار کې د سړک د غاړې د انارو يو پلورنځي ته لاړم، چې له امله يې دا سيمه نوم لري. ما يوه کڅوړه انار واخيستل او په خوړلو مې پيل وکړ.



ستونزه دا وه، چه هغه د لمانځه مهال و او د انارو د خوړلو په څېر د دنيايي کارونو سرته رسولو ته اجازه نه وه.



ما د پلورنځي مخې ته يوه دانه ماته کړه او په خوړلو مې پيل وکړ، خو د پلورنځي خاوند د هټۍ له مخې وشړلم او ويې ويل: ((زه نه غواړم ځان له مذهبي پوليسو (امر بالمعروف) سره په لانجه کې واچوم.)) له دې غبرګون سره په يو کافي کې هم مخامخ شوم، چې غوښتل مې چای وڅښم.



په سړ ک باندې طالبانو کېبل په لاس خلک جوماتونو ته ځغلول. زه هم وروسته د لمانځه لپاره لاړم. له هغې وروسته مې ايله وکړای شو، چې انار وخورم.



اوس پنځه کاله وروسته، لږ ترلږه په څرګنده بڼه زيات بدلون راغلی دی.



د امريکا د متحده ايالتونو، جاپان او سعودي عربستان په مرسته په 2004 کال کې له کابل څخه کندهار ته د نژدې 500 کيلومتره په اوږدوالي دا سړک پوخ شوی او يوازې په پنځو يا شپږو ساعتونو کې سړی له کابل څخه کندهار ته رارسيږي.



هغه کنډواله پلورنځی، چې ما ورڅخه انار پېرلي و، اوس د پاخه سړک په سر پرې يوه ښکلې او عصري هټۍ جوړه شوې. دولتي دفترونه، هټۍ او د استوګنې اپارتمانونه په هغو ځايونو کې ودوان شوي، چې پخوا په کې هېڅ نه لېدل کېدل.



ښکاري، چې کاروبار د زرغونېدو په حال کې دی او په هټيو کې د برښنا سامان، جامې او خوارکي توکې پلورل کيږي. د کندهار پوهنتون چې پخوا يوه يو پوړيزه ودانۍ وه، اوس په يوی نوی سميې کې په لسو څلورو پوړيزو اپارتمانونو کې جوړه شوې ده.



د ښار اوسيدونکي د بياودانولو کار د کندهارد پخواني والي، ګل اغا شېرزي په هڅو پورې اړوند بولي. زياتره ښاريان د روان کال په غبرګولي کې د ننګرهار ولايت ته د هغه په بدليدو ناخوښه دي.



نور يو شمېر خلک وايي، چې کندهار د بيارغاونې لپاره زياته بيه پر ېکړې ده. هغوی يادونه کوي، چې شېرزي د ملېشو پخواني قوماندان د خپل ولايت پر مهال خپله شخصي ملېشا ساتلې وه. زيات شمېرخلک دا ټوپک والا په شوکو، وژنو او عمومي ناقانونۍ کې د لاس لرلو له امله تورنوي، چې آن د شېرزې له تګ وروسته يې د ولايت چور او تلان ته دوام ورکړی و.



د کندهار د پيداګوژۍ د انستيتوت يو استاد، عبدالقوي، چې د کندهار داقتصادي حالت د ښه کولو لپاره د شېرزي کار او فعاليت مني، وايي: ((يوازنی شی، چې ما په کندهار کې ځوروي، هغه لا تر اوسه په واک کې د ټوپک والا پاتې کېدل دي. د پوليس ځواک زياتره کسان هماغه وسله وال سړي دي، چې په سيمه کې د امنيت د نشتوالي مسووليت په غاړه لري. د طالبانو رژيم يو ظالم رژيم و، خو ډېر ښه امنيت يې راوستی و.))



په داسې حال کې طالبان د کندهار د ښار په سړکونو نه ليدل کيږي، چې خلک د لمانځه سرته رسولو ته په منډه کړي او يا په فلمونو، موسيقۍ او پتنګ الوزولو بنديز ولګوي، خو تل يې په ښار باندې تور سيوری غوړولی دی.



په دې برخه کې کندهار هيڅ بدلون نه دی موندلی. په حقيقت کې په دې وروستيو مياشتو کې داسې بريښي، چې طالبانو خپل پام ډېر مرګوني ميتود ته رااوړولی وي. 2005 کال او د 2006 کال څو اوونۍ کندهار د ترهګري بريدونو اصلي ځای و. ددې مياشتې په سر کې يو ځانمرګي خپل موټر سايکل د رخصتۍ د ورځو د لوبو د نندارچيانو منځ کې وچولو، 27تنه يې مړه او نور په لسګونه يې ټپيان کړل. د تېر کال په وروستيو کې د بريدونو څو لړيو زيات شمېر خلک، لږ تر لږه د يوامريکايي سرتېري په ګډون، مړه کړل.



په ښار کې زماد سپرلۍ موټر چلوونکي، علاوالدين، موږ ته د ورستيو بمونو د چاودلو ځايونه وښودل. هغه ځايونوته د ګوتې په نيولو وويل: ((دوه تنه دلته مړه شوي و، يو هلته ټپي شوی و. که داسې وي، نو يوه کوڅه به هم له شهيدانو خالي پاتې نه شي.))



د کندهار اوسيدونکی، شاه محمد د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمن دی. هغه وايي: ((زه په خپل ژوند او د خپلو کوچنيانو په ژوند، آن يوه ګړۍ ډاډمن نه يم. هرچېرته او هرکله د مرګ خطر دی. هرچېرته بمونه چوي.))



د ناامنۍ له احساس سره سره زياتره اوسېدونکي له خپل ژوند سره پښې راکاږي.



د دامان د ولسوالۍ اوسېدونکي اتلس کلن، عبدالله د پترولو په يو پمپ ستېشن کې کار کوي او وايې چې له دندې يې خوښ دی.



هغه وايي: ((زه دومره پيسې ګټم، چې ويې ولګوم. هلته هرڅوک خپل خپل کار کوي او يو بل ته سرخوږی نه پيدا کوي. هلته جګړه نه شته. زموږ ولسوالۍ ته سړک تللی او ډېر ژر به په کې يو کلينيک هم جوړ شي.))



هرڅوک دومره نېکمرغه نه دی. له مخ پر ودې اقتصاد سره سره دندې کمې موندل کيږي. اته ويشت کلن عصمت الله وايي، له څو مياشتو راهيسې په کار پسې ګرځم. څه شی چې پيدا کيږي، هغه د ورځې مزدوري ده.



هغه وايي: ((زه يو پرله پسې (دايمي) کارلټوم، خو داسې کوم کار نه شته. که بازار ته لاس ګاډی وباسم او څه شی وپلورم، نو پوليس مې له هغه ځايه شړي. حکومت بايد موږ ته کار او روزګار پيدا کړي.))



له هغې سره سره عصمت الله د کندهار نوې بڼې ته هوسيږي. هغه په موسکا وايي: ((د خدای شکر دی، چې زموږ کنډوالی ښار په يو ښايسته ځای بدل شو.))
Frontline Updates
Support local journalists