له کڼو سره مرسته

په يو ښوونځي کې زده کوونکو ته د اشارې په ژبه لوست کيږي، چې د يو زيات شمېر لپاره د امکاناتو نړۍ پرانيزي.

له کڼو سره مرسته

په يو ښوونځي کې زده کوونکو ته د اشارې په ژبه لوست کيږي، چې د يو زيات شمېر لپاره د امکاناتو نړۍ پرانيزي.

Friday, 18 November, 2005

فوزيه له 14 هلکانواو څلورو نجونوڅخه د يو ښوونځي د ټولګي په لومړي کتار کې ناسته ده. دا اوولس کلنه ښکلې نجلۍ له ځنډ پرته د ښوونکي پوښتنو ته ځوابونه وايي.


څه شی چې دا ښوونځی د هېواد له نورو زياتو ښوونځيو څخه بېلوي هغه د اشارې په ژبه تدريس دی. فوزيه، لکه د هغې په ټولګې کې دنورو زده کوونکو په څېر، په غوږونو کڼه او په ژبه ګونګۍ ده.


هغې د يو ژباړونکي له لارې وويل: ((څه ناڅه يوکال دمخه هغه مهال زه له دې ښوونځې څخه خبره شوم، چې په تلويزيون مې د اشارې په ژبې باندې د يو پروګرام ننداره کوله. ما ته دا احساس پيدا شو، که چېرته په هغې کې شامله شوم، ښايي يو څه زده کړم.))


فوزيه کڼه زېږېدلې او له نورې نړۍ سره يې په خپلو اشارو خبرې اترې کولې. خو له هغه راهيسې، چې د کورنۍ په بشپړ ملاتړښوونځي ته راځي، په دې توانېدلې ترڅو د پوهولو او پوهېدلو د مهارتونه پراخه لړۍ زده کړي.


هغه اوس خپله راتلونکې روښانه ګوري. نوموړې وايي: ((دا ماته يو په زړه پورې کاردی. زه غواړم يوه ډاکټره شم، ترڅو له نورو سره د هغوی د ځانګړو اړتياوو په لېرې کولو کې مرسته وکړم.))


(د کورنۍ پر سوکالۍ باندې د پاملرنې) دا ښوونځی د لومړي ځل لپاره نهه کاله وړاندې د کابل ښار په فتح الله کلا (قلعه فتح الله) کې په يو کرايي کور کې جوړ شو. له دې ښوونځی سره، چې د يوې کورنۍ ناحکومتي موسسې له خوا چلېده، د پاملرنې، د سره صليب د نړيوالې کمېټې او د جرمني د اګرو اکشن په ګډون يو شمېر زياتو نړيوالو موسسو مرسته کوله. اوس دا ښوونځي د سويډن د ماشومانو د ژغورنې د موسسې تر ملاتړ لاندې دی.


له اتلس کلنۍ څخه د ټيټ عمر زده کوونکی هماغه ښوونيز نصاب لولي، چې د پوهنې د وزارت له خوا چمتو شوی او د پورته عمر زده کوونکي د دوو کلونو لپاره حرفه يي زده کړې، لکه ترکاني، بوټ جوړول، درزيتوب (خياطي) فلزکاري او د څرمنې ګنډل تر لاسه کوي. تراوسه نوموړي ښوونځي په پورتنيو حرفو کې 150 تنه زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي.


ټول لوست د اشارې په ژبه کيږي، چې په ځانګې ډول د افغانستان لپاره جوړه شوې ده. د ښوونځي چارواکو وويل، هغوی له 2000 څخه زياتې اشارې کاروي. ددې اشارو په سلو کې څه ناڅه دېرش يې هغه شمېر پېژندلای شي، چې د نړيوالو هغو سره بلد وي.


د 2004 کال د می په مياشت کې دې ښوونځې ته دپراختيا زمينه هغه مهال چمتو شوه، چې د جاپان په مالي مرسته په خيرخانې مېنې کې يوې نوې ودانۍ ته وکوچېد. په همدغه وخت کې د افغانستان تلويزيون د شپې په خبري سرويسونو پسې د کڼو لپاره دوه دقيقه يي خبري پروګرام په خپرولو پيل وکړ. د ښوونځي مدير پروفيسور سيد اصغر حيدري وويل: ((هغه مهال چې د افغانستان تلويزيون د کڼو لپاره په ټول افغانستان کې د اشارې پروګرام خپور کړ، نو له دې ښوونځي سره د خلکو مينه زياته شوه.)) نوموړی وايي، اوس په ښوونځي کې 280 تنه زده کوونکي په لوست بوخت دي.


حيدري وويل، هيله من دی، چې دا ښوونځی لا پسې پراختيا ومومي. نوموړي وويل: ((موز د لوړو زده کړو له وزارت سره اړيکي نيولي دي، ترڅو د هغو زده کوونکو لپاره يوه څانګه پرانيزي، چې د اورېدلو او خبرې کولو ستونزه لري. هغوی زموږ دې غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی دی.))


ددې ښوونځي يو ښوونکی، 33 کلن سيد داود شاه هاشمي په تلويزيون کې د اشارې خبرونه سرته رسوي. هغه وايي: ((موږ اوس هره شپه اشاره يي خبرونه خپروو. موږ زيار باسو نور پروګرامونه هم د اشارې په ژبه خپاره کړو. ښکاري چې زيات شمېر ليدونکي له هغې ګټه اخلي.))


د يو ژباړونکي له لارې څو تنو زده کوونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، چې دې ښوونځي د هغوی په ژوند کې څومره زيات بدلون راوستی دی.


د کابل اوسېدونکې، 19 کلنې ويدا وويل: ((که دا ښوونځی نه وای، نو نالوستې به پاتې وم. زه غواړم په راتلونکې کې يوه ښوونکې شم او د ځان په څېر نور وروزم تر څو ليکل لوستل زده کړي.))


د لوګر اوسېدونکی، دېرش کلن رامين، دوه کاله دمخه د ترکاڼۍ له څانګې فارغ شوی دی. هغه وايي: ((اوس زه يو خپلواک ترکاڼ يم. هغه شی جوړولای شم، چې نور ترکاڼاڼ يې جوړوي. تېر کال ما کوژده وکړه او غواړم په رتلونکي کال کې واده وکړم. زه اوس نيکمرغه يم، ځکه کولای شم، خپله کورنۍ وچلوم.))


د مزار شريف استوګنه، اته ويشت کلنه مژګان،چې اوس په کابل کې اوسيږي، تېرکال فارغه شوې او يوه درزي (خياطه) ده. هغه وايي: ((زه بازار ته وځم او ګورم،چې خلک څه راز جامې اغوندي. زه د هغوی په مينه ځان پوهوم،چې څه شی خوښوي او څه شی نه. کولای شم دخلکو د مينې وړ او په وتلی سټايل جامې وګنډم او بازار ته يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړم. زه د مياشتې درې سوه ډالره پيدا کولای شم. زما نيمګړتيا يوازې داده، چې نه خبرې کولای شم او نه اورېدلای شم. زما په اند، په حقيقت کې زه له نورو خلکو څخه ځيرکه يم. له هغه پلرونو او ميندو څخه، چې بچيان يې د اورېدلو اويا خبرې کولو نيمګړتيا لري، غواړم، هغوی ښوونځي ته واستوي، چې وکړای شي يو مهارت تر لاسه کړي او له خپلو کورنيو سره د مرستې جوګه شي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists