له بهر څخه د مالونو راوړل په هېواد کې د کسبه کارانو د کار مخه نيسي

د چين له هېواد څخه د شيانو پرېمانه راوړلو، په ځانګړې توګه ګنډونکي او بوټان جوړوونکي له لوى تاوان سره مخامخ کړي دي.

له بهر څخه د مالونو راوړل په هېواد کې د کسبه کارانو د کار مخه نيسي

د چين له هېواد څخه د شيانو پرېمانه راوړلو، په ځانګړې توګه ګنډونکي او بوټان جوړوونکي له لوى تاوان سره مخامخ کړي دي.

Wednesday, 16 November, 2005

له پستې او نرمې مصنوعي څرمنې څخه په شلخي غميو او ګلانو ښکلي شوي چينايي بوټان، په شمالي ښار، مزارشريف کې خلک ډېرخوښوي.


مېرمنې په بازار کې چينايي ښايسته موډ بوټانو پسې هټۍ لټوي؛ ځکه چې دا راز بوټان سپک او د افغاني جوړو شويو بوټانو په پرتله زيات ښځينه رنګ او ښکلا لري. هټيوال هم وايي، چې چينايي بوټان له افغاني بوټانو څخه زيات مستريح او ارزانه دي.


خو ددې وارداتو شهرت د افغاني کسبه کارانو په مخ يو لوى ګوزار دى. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د تاجيکستان او ازبکستان ګډه پوله د سوداګرۍ په مخ په رسمي ډول بنده وه. خو ددغه بنسټ پال رژيم له رانسکورېدو څخه وروسته بهرني شيان د هېوادشمال ته دلۍ دلۍ راوړل شول. د بوټانو، د سينګار د وسايلو او برښنايي سامان آلاتو په ګډون نور چينايي توليدات هلته ډېر ګرم بازار پيدا کړى دى.


پنځه ويشت کلن حبيب الله، چې له اوو کلونو څخه راپه دې خوا د بوټانو جوړولو دنده لري، وايي: "له هغه مهاله چې د چينايي بوټانو راوړل پيل شوي دي، موږ بېکاره شوي يو. زموږ بوټان څوک نه اخلي، موږ د روزۍ د ګټلو يوازې همدا يوه لاره لرو. د نور کسب او کار پيدا کول راته ګران دي."


حبيب الله او نور بوټان جوړوونکي وايي، زموږ حکومت بايد سوداګرو ته ووايي، چې د تيارو جوړو شويو بوټانو پرځاى دې له بهر څخه خام مواد راوړي. هغه وايي: "که چېرته هغوى خام مواد راوړي، نو هم به هغوى ګټه وکړي او هم به موږ خپل کار او روزګار وکړاى شو."


يو بل تن، فيِض الله، چې له ٢٣ کلنو راهيسې د بوټانو د جوړولو په دندې بوخت دى، هم همدا خبره کوي. هغه وايي: "(په دې اړوند) د حکومت او د سوداګرۍ د وزرات امر ډېر ضروري دى."


د بلخ د ګمرک رئيس، حبيب الله رنجبر وويل، کله چې د بوټ جوړوونکو يوې اتحاديي له ولسمشر حامد کرزي څخه په دې هکله د مرستې غوښتنه وکړه، نو د ګمرک مامورينو ته وويل شول، چې له سوداګرو څخه وغواړي، د تيارو جوړو شويو شيانو پرځاى دې خام مواد وارد کړي.


خو د ولسمشر غوښتنه د قانون په څېر ځواک نه لري. رنجبر وايي، تر هغه ځايه چې افغانستان پخپله ددغه راز شيانو د جوړولو توان او ظرفيت ونه مومي، نو حکومت ښايي ونه شي کړاى، د تيارو جوړو شويو شيانو پر راوړلو باندې بنديز ولګوي.


دايوازې بوټ جوړوونکي نه دي، چې دې سياليو په مخه اخيستې دي. سردار نومى، يو ګنډونکى چې د هغه کسب هم له ډېر تاوان سره مخامخ دى، وايي: "څنګه چې وارد شوي شيان په وروستي مود جوړ شوي دي، نو ځکه خلک زياتره هغه خوښوي اواخلي يي." هغه په دې اند دى، چې که حکومت د ګنډلو يوه کمپنۍ جوړه کړي او ګنډونکي د ښو جامو د ګنډلو لپاره وهڅوي، نوآن وبه کړاى شي بهر ته جامې صادرې کړي."


د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له بهر څخه مالونه په غلا راوړل کېدل، خو په تېرو دوه نيمو کلونو کې په وارداتو کې ډېر زياتوالى راغلى دى. رنجبروايي، د مارچ په وروستيو کې، له نوروز څخه په مخکې شپو او ورځو کې، سوداګرو په يوه ورځ کې شل زره جوړې نوي چينايي بوټان واردول.


نوموړى وايي، چينايي مالونه عموما د حيرتانو يا شېرخان بندرونو له لارې، چې د تاجيکستان او ازبکستان سره په ګډه پوله پراته دي، لومړى د افغانستان شمال ته راوړل کيږي. هغه وايي، د افغاني کسبه کارانو په مخکې پرته ستونزه د توليد د سامانونو او وسايلو نشتوالى دى، چې له هغې پرته آن ماهر کسبه کاران هم نه شي کولاى، ښه او په زړه پورې جنس جوړ کړي.


هغه وايي: "جامې، بوټان او غالۍ په بهر کې په ماشينونو جوړيږي، په داسې حال کې چې دلته په لاسونو جوړيږي. جوته ده، چې په ماشين جوړشوي شيان په لاس د جوړو شويو شيانو سره زيات توپير لري."


لږ تر لږه يو بوټ جوړوونکي پتيېلې ده، چې خپل کسب ته شا کړي. په مزار شريف کې د کمال د مغازي خاوند، نورآغا وايي: "پخوا مي بوټان جوړول، خو اوس له پاکستان او چين څخه شيان واردوم."


په مزارشريف کې يوې زده کوونکې، فهيمې وويل، که په وطن کې جوړ شوي بوټان يي لاسته ورشي، نو هماغه به اخلي. نوموړې له مصنوعي څرمنې څخه د چينايي جوړو شويو بوټانو په هکله وويل: "په بازارونو په هېواد کې جوړ شوي بوټان نه پيدا کيږي. چينيايي بوټان په اوړي کې نه په پښوکيږي، ځکه هغه له پلاستيک څخه جوړ شوي دي."


ځينې شيان لکه د سينګار توکي او د برښنا وسايل په افغانستان کې نه جوړيږي او بايد له بهر څخه راوړل شي. د مزارشريف د بخدې مينې اوسيدونکي، نصير احمد، چې په دې وروستيو وختونو کې په بازار کې د برښنا يوه بخارۍ اخيستې، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې حکومت بايد د ځينو مالونو په واردولو باندې بنديز ولګوي. نوموړى وايي: "ځينې وارد شوي شيان، لکه (ډي وي ډي)، (سي ډي) بخارۍ، ټيپونه او کمرې ارزانه او ښې دي؛ ځکه چې موږ يي په هېواد کې نه شو جوړولاى. خو بوټان او غالۍ دلته جوړېداى شي، بايد داسې مالونه له بهر څخه رانه وړل شي."


Frontline Updates
Support local journalists